ډېر ځله دا پوښتنه را ولاړېږي چې ښه شاعري کومه ده؟ د چا شعر ته ښه شعر ويلى شو او د کومو ارزښتونو له مخې يې ښه شعر بولو؟
تر اوسه په دې جوهر پسې ډېر سوداګر ګرځي، ډېر مينه وال د شعر په ملغلرو کې د خپل ذوق رنګ لټوي او لا هم دې پوښتنې ته ځواب نه دى موندل شوى.
ځېنې وايي هر هغه شعر چې زړه ته لار ومومي ښه شعر دى، ځېنې وايي چې شعر روان او د خلکو په ژبه وي دا يې د بلاغت کمال دى، ځېنې وايي چې شعر بايد شاعرانه تفنن او هنريت ولري، که خلک پرې نه پوهېږي دا په شاعر پورې اړه نه لري، ځېنې بيا شعر يوه ساحرانه وينا ګڼي.
دې لوري ته هرڅوک د خپل فکر له زاويې راځي او په دغه ګلبڼ کې د خپلې خوښې او ذوق په تندې پسې ورک وي. يو څوک د شعر مالګه په شاعرانه بغاوت کې ګوري، يو څوک يې په صوفيانه او ګروهي انداز کې ارزوي، يو څوک يې لفظي ښکلا او انځور ته ګوري، يو بل کس يې د خپل ژوند د ارمانونو په هېنداره کې ويني، ځکه خو د شعر په باب نظرونه سره جلا دي او هر څوک د خپلې رائې نيلى د خپلې خوښې پر لور بيايي.
حقيقت دادى چې شعر د لفظونو او مانا د ښايست نوم دى. شعر د فکر، خيال، مينې، اهنګ او عاطفې له ارزښتونو جوړه داسې جادو وزمه ترانه ده، چې سړى د ښکلاګانو دنيا ته بيايي او د داسې څه نندارې ته يې رابولي چې، په باب يې تصور هم شونى وي او هم ناشونى. د يوې داسې نړۍ نندارې ته چې هم ممکنه ده او هم له امکانه وتلې، د شعر لوستونکي ته داسې وزرې وتړي، چې د سترګو په رپ کې ورباندې له اټکله وتلې نړۍ وګوري، دا نو د شعر جادو او ساحرانه کمال دى.
لکه چې خبره رانه اوږده شوه، موږ دلته د ځوان شاعر ښاغلي سردار ولي (څرک) صاحب په شعري ګلبڼ کې د هغه د شعري تفنن او فن پردازۍ پانوس ته ناست يو. ما مخکې هم د ښاغلي څرک شاعري لوستې وه او د دې ټولګې زياتې پاڼې مې هم په ډېره مينه وکتلې. دهغه د شاعرۍ په سمندر کې د مينې انځور په څپو دى، د هغه پېغام مينه ده او تر ډېره دغه رنګ ورباندې برلاسى دى.
په دې سر بېره يې په شعر کې د شاعرانه تخيل، فن، هنر او خوږ ژبۍ انځور روڼ او روښانه دى.
د هغه د زړه توتي د مينې نغمې غږوي او د خيال سرنده يې تر ډېره د عشق له فلسفې حاکي ده، ځکه خو زه باور لرم چې شاعري به يې ځوانو ذوقونو ته ډېر څه ولري او ډېر به د خپلې شاعرۍ د مينه والو په ليکو کې راولي.
زه د ښاغلي څرک شاعرانه ذوق، وړتيا او استعداد ستايم او د شعري نړۍ په ورشو کې يې د پرمختګ په باب ډېر اميدونه لرم. په دې هيله چې د هغه د وړتيا لمر به بيا بيا د هغه پر شاعرانه ذوق څرک ووهي او بيا به يې شاعرانه احساس د نورو شعري ټولګو پنځونو ته په څپو شي، د دې ټولګې د چاپ له امله ورته مبارکي وايم او ښاغلي سردار ته د شاعرانه سردارۍ په هيله يم.
ژوند يې خوشاله او رنګين اوسه.
سيد امرالله اميد
دننګرهار مجلې مسؤل مدير