شاعرانه سرداري
د ګران څرك شاعرانه سرداري مې وكته. شاعرانه سرداري مې ځكه وبلله، چې د پښتو شاعرۍ د سيند هر كاڼى من دى او هيڅ پښتون د خپلې غړګي شړومبې تروې نه ګڼي او بيا چې پښتون سړى شاعر هم شي، نو راشه كه يې ګورې!
څرك سردار هم دى، د ننګرهار هم دى او فنكار هم دى او هغه هم د هغه ننګرهار چې زموږ كوم ننګرهاري شاعر يې د شعرو هنر پر سيمه د بل يا نورو هنري بلوسه نه يواځې مني نه، لا چې د دې هنرپنځې خاورې شاعرانه وست(متاع) او ښكلا ته يې له ډېرې مينې يا له ډېرې كنجوسۍ د هنري ډيورنډ موږي ټكوهلي دي:
بس چې شجره د ښكليو وګورې!
ټول د ننګرهار وي چې دا ولې وي؟
دا دعوى كه تصلف يا تعلى وي او كه څه كولتوري ځانځاني او نيمګړتيا، خو حقه خبره داده چې دلته فطري ښكلا او هنري ځلا داسې سړه غاړه غوټۍ شوي چې د پښتو شاعرۍ د ناوې د ټټر پر پلاز(تخت) واكمني چلوي.
نو اوس كه سړى څرك هم د پښتو شاعرۍ د محمدزيو سردارانو په مرغلين مزي كې وپېيي، نو څه ډېره ښنده(مبالغه)يې نه بويه! او كه فرض كړه مبالغه هم وګڼل شي، نو هغه د ستر خوشال خبره:
((د شعر جاسوسان، د څه لپاره دي؟ او دا زرګران زركاڼي او زركنډه ولې له ځانه سره ساتي.؟))
زه خپلو ګرانو ځيرمنو لوستوالو ته نه د څرك د شاعرۍ د ناپېيلې ارزونې دعوى كوم او نه د ښاغليو كروونكيو د نياو د مخوهنې ګناه پيېټى پر سر اخلم.
يانې كروونكي او ادبي ټولګر ته هم د خپل اند و دريځ د كره ونې بلنه وركوم او د ارزونې درناوى يې كوم، خو دا يوه خبره د خپلې سرمينځنې او مخروڼې لپاره خپل حق منم چې ووايم:
ماته د څرك د شاعرۍ په خوږو او ګرانښت كې د ده د خپل اخلاقي لوېښت خواږه بې اغېزه نه ايسي.
د خپلو ځوانو شاعرانو او هنرمنو د هنري او اخلاقي خټې د لا پخلي په هيله لاسونه لپه كوم.
په مينه
محمد آصف صميم