لا مو چې زړګي ته رانږدې نه وى
لا مو چې تر منځه فاصلې نه وى
ما به درنه سر صدقه كړى وى
ياره! كه پيغور د زمانې نه وى
غم دې د راتلو راسره اوسي تل
كړې دې چې ما سره وعدې نه وى
ولې به افګار داسې مړه مړه كتل
ښكليه! كه دې سترګې دومره مړې نه وى
07.02.2009
- سردارولي څرک
ما د خپل ارمان كلي ته راولېيه خدايه جانان كلي ته راولې
ما ته چې ژوند پسې ګران شوى دىهغه په ما ګران كلي ته راولې
خدايه دا دعا زما قبوله كړېهر چاته ياران كلي ته راولې
هغه چې خوږ ژبى دى په كلي كېهغه خوږ زبان كلي ته راولې
اوس چې په صدف مشهور شوى دىها لايق زمان كلي ته راولې
...
07.02.2009
- سردارولي څرک
شاعرانه سرداري
د ګران څرك شاعرانه سرداري مې وكته. شاعرانه سرداري مې ځكه وبلله، چې د پښتو شاعرۍ د سيند هر كاڼى من دى او هيڅ پښتون د خپلې غړګي شړومبې تروې نه ګڼي او بيا چې پښتون سړى شاعر هم شي، نو راشه كه يې ګورې!څرك سردار هم دى، د ننګرهار هم دى او فنكار هم دى او هغه هم د هغه ننګرهار چې زموږ كوم ننګرهاري شاعر يې د شعرو هنر پر سيمه د بل يا نورو هنري بلوسه نه يواځې مني نه، لا چې د دې هنرپنځې خاورې شاعرانه وست(متاع) او ښكلا ته...