سردارولي څرک
راځئ چې سردار وپېژنو!
که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨
ځګيروي(د لرې او برې پښتونخوا د شاعرانو غورجاڼ)
د افګار غزل
لا مو چې زړګي ته رانږدې نه وىلا مو چې تر منځه فاصلې نه وى ما به درنه سر صدقه كړى وىياره! كه پيغور د زمانې نه وى غم دې د راتلو راسره اوسي تلكړې دې چې ما سره وعدې نه وى ولې به افګار داسې مړه مړه كتلښكليه! كه دې سترګې دومره مړې نه وى
د لايق زمان صدف غزل
ما د خپل ارمان كلي ته راولېيه خدايه جانان كلي ته راولې ما ته چې ژوند پسې ګران شوى دىهغه په ما ګران كلي ته راولې خدايه دا دعا زما قبوله كړېهر چاته ياران كلي ته راولې هغه چې خوږ ژبى دى په كلي كېهغه خوږ زبان كلي ته راولې اوس چې په صدف مشهور شوى دىها لايق زمان كلي ته راولې
د فيروز اپريدي غزل
راشي تلوسه راله خوب نه راځيټوله، ټوله شپه راله خوب نه راځي زه چې شم خفه شم، په سلګو ويدهته چې شې خپه راله خوب نه راځي تاته شيش محل كې باران څه واييڅاڅي مې خېمه راله خوب نه راځي شوم د تصوف په باريكو خبرپروت يم په سجده راله خوب نه راځي راغلم اپريدى په نيمه شپه ساقيرا يوه پياله راله خوب نه راځي
د اتل مومند غزل
سترګې زما سترګو ته راواړوهما لېونى بيا په بلا واړوه راشه په اوږو مې زلفې وشيندهپرمخې دا ټوله دنيا واړوه ما كه غورځې د لوړو غرونو نهزلفې دې د مخ نه په شا واړوه هېره ترې خندا كړه ورته وخانده!نن خو دا اتل په ژړا واړوه
د ډاكټر خالق زيار غزلې
هم يې بېره ده ساتلې هم يې ټال دىراشه ستا لېونى اوس هم پخپل حال دى ستا د پنجو په سر تله مې زړه پرېباسيمشران وايي چې كبر له زوال دى داسې زر ترې جوړ كړي يو څه، كله بل څهته به وايې زړه مې خټه يار كلال دى زه پښتون يم، ته ښايسته يې دا پوره دهپه دنيا كې خو جلال دى يا جمال دى يو د مينې په سر جګه شمله ګرځمكه په نوره شتمنۍ شي زيار كنګال دى مينه كور د سود دى، زيان ته نه رسيخير دى كه سړى جانان ته نه رسي
د اقبال سالار څو غزلې
زما په زړه كې اوسه، زما ښايسته جانانه!تا يادوم جانانه! ما يادوه جانانه! ورځ خو ځه بيا هم ښه وي په څه مشغوله يمهلكه بې ځالې مرغۍ تېروم شپه جانانه! بغير له تا مې ژوندون پيكه پيكه تېرېږيمسافرو وخوړې، كور ته راځه جانانه! ته به همزولو سره، خپلې خبرې كوېزه سالار چاته وكړم، خپله كيسه جانانه! جلوه ګر پكې يو نور دى ما به مړ كړيدغه بام كه كوه طور دى، ما به مړ كړي ټكور غواړي
د امير حمزه شينواري څو غزلې
تا چې سبا وكړو سبا نه راځيراشي په هر چا خو په ما نه راځي بيا دې نو په بيا دى څه باور په كارسل ځله بيا وكړې، خو بيا نه راځې ووايه زاهد ته ګنا زه كومزور خو يې كمبخته په تا نه راځي خداى دې مين ډېر كړي چې ښېرې كويماله خو نور چل د دعا نه راځي ښكليه! چې موسكې په ټيټو سترګو شېهيڅ دې اندازه د ښكلا نه راځي عشق دى لكه وخت خو زه حمزه پكېتل وي په تګ، بيرته په شا نه راځي پرېږده چې لوظونه د دروغو
د اكرام الله ګران شعرونه
چې زما مينه ستا په كار نه راځيماله جانانه! بله لار نه راځي زما د زړه په چينه خوله دې كېږديكه ميخانه كې د چا وار نه راځي د پوهو سترګو مې تا لوست ونه كړماله په خوله چل د اظهار نه راځي د لېونو هوښياري هم ومنهپه مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلود دغې ګټې كاروبار نه راځي ګران د سپرلي زخم په څه وګنډيچې يې په لاس د زلفو تار نه راځي څومره چې زړه مې وچتېږي س
د لال زاده ناظر شينواري غزلې
نرۍ، نرۍ خوله په تا راغلهدا بې خودي څنګه په ما راغله بيا ورته خلكو پسرلى ووايهفطرته! بيا درله خندا راغله دا په ليدو زما تيندك غوندې شوهكه څه چپه شانې په تا راغله زه خو يو سل ځل ملامته سهيما ته ګيله چې په خوله ستا راغله تا چې ناظر ته سترګې واړولېماله په سترګو كې حيا راغله لاس راكئ پرېوزمه نشه راباندې راغلهسترګې يې را پورته كړې چپه راباندې راغله ځوانې ولولې، او له وصال ځنې پرهېز
د ډاكټر اعظم اعظم غزل
ستا د دوه ورځو سپرلى و، ستا د دوه ورځو ګلونهخو زما په زړه دې كېښول د همېش همېش زخمونه د ژوندون په هره لاره لكه سوړ اسوېلى تېر شومپه قدم، قدم تاوده وو، ستا د حسن محلونه په ژړا ژړا مې اوښكې، د زړه وينو جوابي كړېحل دې نشو، لا تر اوسه د موسكو سترګو سوالونه د وختونو له ځولۍ نه هر چا خپله برخه يوړهتا د حسن سحرونه ما د هجر ماښامونه د زړګي په وېرانه كې، د چا ياد داسې تازه شيلكه وسپړي اعظمه! د ازغو څوكې ګلونه
د حسينه ګل تنها غزلې
چې ستا د مخ په ښكلي نور دېره دىزړه مې موسى په كوه طور دېره دى مونږه د شعر مين هسې نه يوزموږ په خټه كې شعور دېره دى د مينې يو نظر دې څه وګڼمچې پكې څومره ډېر سرور دېره دى مينه هم خوند كوي، خو زړه مې واييدلته اشنا په كوم قصور دېره دى زما پښتون نظره! ښكته نه شېپه تا كې څومره لوى غرور دېره دى څومره را لنډه او ساده د دې كاله لاره دهچې ستا تر زړه تلې اشنا! زما د زړه لاره ده زما جنون به د مزل ازم
د ناهيد سحر غزل
ګل چې په خندا وينې، زه به در يادېږمهچرته چې ښكلا وينې، زه به در يادېږمه ځان سره موسكى، لاړ به شې په فكر كېباد چې د سبا وينې، زه به دريادېږمهدا د ژوند قيامت به تا، ستړى ستړى، ستړى كړيځان چې ته تنها وينې زه به در يادېږمهيم دې هېره، هېره، خو، شم دې تمنا د زړهلاس چې په دعا وينې، زه به در يادېږمهزخم لا علاج دې شي، هر درد چې دې څړيكې كړيما به مسيحا وينې، زه به در يادېږمهتمه د سحر چې كړې، شپه د ژوند ړنده به شيلږه چې رڼا وينې زه به دريادې
د رحمان علي شوګير غزلې
وخته رقيبان مې د نظر له غېږې پاڅوهڅړيكې څړيكې درد مې د پرهر له غېږې پاڅوه غېږ راته خوره د ګل په رنګ د شپې له سره كړهبيا مې د شبنم غوندې سحر له غېږې پاڅوه وله د نظر غشي په هر طرف خواره وارهواړه مينان دې د ګودر له غېږې پاڅوه ستړى ستړى ژوند وي هر سحر زموږ لمبه لمبهخدايه! مونږه ټول د دې سفر له غېږې پاڅوه غوڅې، غوڅې شونډې مې په تار د زلفو وګنډهما شوګير د وخت د شور او شر له غېږې پاڅوه ګله را
د قلندر مومند غزل
تا چې زلفې په سپين مخ باندې لام لام كړېيه ليلو! په ما به سپينه ورځ ماښام كړې حنايي ګوتې! په خير شې پوه دې نه كړمد نقاب لاندې پرده كړې كه سلام كړې؟ آينې ته په كتو كې څه در وشي؟اننګي چې له حيا نه لال او فام كړې زلفې، سترګې، شونډې، دواړه رخسارونهد يو مرګ لپاره څومره اهتمام كړې تا چې داسې اړولى خوى راواخيستبام او در به مې پوهېږم، در او بام كړې
د شمس الزمان شمس شعرونه
څه چې مې په تن تېرېږي كوم يو تن ته پته دهيا مې زړه خبر دى يا زما بدن ته پته ده ګل باندې څه تېرو شول يا غوټۍ باندې تېرېږي څهحال نه وايي خلكه! ګنې ټول چمن ته پته ده زه د ګل په تمه وم، ازغو راسره څه وكړلګوتې مې خبر دي يا زما لمن ته پته ده شمسه! ته ساده يې چې د ښكلو نه وفا غواړېښكلي وفا نه كړي، دلته هر يو تن ته پته ده *********** زما د حال پوښتنه څله كوېپه زړه دې يو وي
د عبدالرحيم روغاني څو شعرونه
معاش له هرڅوك اوزار ساتي((پاڼو)) چې ځان ساتي، نو مار ساتي بادشاه د خپلې بادشاهۍ لپارهوسله، نوكر، عسكر تيار ساتينواب له خپل غم نه بېغمه ندىغله او رهزن ساتي، لوټمار ساتيخدايي مزاج لري دا بعضې غټانچې څوك يې يار وي هغه خوار ساتيمغرور سړي سره ياري ښه ندهڅوك ځانله څله دويم پلار ساتيراشه زموږ د قام مقام وګوره!هرڅوك د بل په كار كې كار ساتيد ولس دوسته شاه زلمو په تمهروغانى ناست دى لويه لار ساتي چې ژوند نه و،
د ساحر اپريدي څو شعرونه
ساحر اپريدى وه مې كه په زړه چرې به وه مړهته چې راغلې ختمه شوه ګيله مړه شپه د وصال ډكه له عذابه وهتېره شوه په نه مړه، په نه مړهخواست مې د بوسې چې ترېنه وكړلوډېر په ناز يې وويل چې ځه مړهبيل دې كړو، خو يار به رانه خپل نه كړېګورو به رقيبه سره ښه مړهزه به يې د زړه حرم كې پټه كړمراغله كه په لاس راله هغه مړهكېږي پرې ډېر سود د لېوني زړګيكله كله خط راته ليكه مړهښكلي دې تپوس كړي چې ساحر څه شوپرېده دښتې كلي ته راځه مړه
د عزيز مانيروال څو شعرونه
ستا بې وفايي به را ته ياده ويخپله بې وسي به را ته ياده وي شيخه د ثواب او د ګنا كيسه ډېره سرسري به را ته ياده وي كومه چې مې ستا په نامه كړې ده هغه شاعري به را ته ياده وي سر كه مې د مرګ په كمر ولګيستړې زندګي به راته ياده وي خپله فقيري به را نه هېره شيستا عزيز خاني به راته ياده وي تا پسې مې ډېر ژړلي دي جانانه!سترغلي مې پړسېدلي دي جانانه! اوس له نورو سره نه شم جوړېدلىګنې څومره
پروفيسور رحمت الله درد
ناست وي په محفل كې خو تنها لګيپته د مين سړي صفا لګي زه چې د بل چا ښكلي تعريف وكړمخداى خبر چې ولې بد په تا لګي ناز او په ستم كې فرق اسان نه دىښكلي موږ ته ځكه بې وفا لګي زه يې د خوشال غوندې په جار وايمخلكو ګنې ښكلي د هر چا لګي وې ليدم موسكۍ شوه ورو يې وويلدرد به مي په ټنډه خامخا لګي
د ډاكټر اسرار څو شعرونه
نور كارونه رانه پاتې ټول ميرات ديستا غمونه سرخوړلي دومره زيات دي يو ارمان مې هم د زړه نه پوره كېږيجوړ زما په لاس كې كرښې د بيلات دي د سكون څادر مې راښكلو ويده شومسوځولې مې وعدې د ملاقات دي بې شعورو ته خبرې د شعور كړمخلق وايي خراب شوي يې خيالات دي څه اسرار كوي ياري د سنګدلانوڅه جوړ كاڼو ورولو ته حالات دي مينه په زور او په زارو نه كېږيپخپله وشي په كېدو نه كېږي اوس د دروغو په
د فضل سبحان عابد څو شعرونه
څومره په تريخ وخت كې خواږه راكويتلو كې د بيا راتلو نېټه راكوي جانه! دا خلك مې دې و وژني خوستا د يارۍ پېغور دې نه راكوي مني يې هم چې يې د زور نه يمهبيا نو دا دومره زور په څه راكوي يمه د هجر شوګيرو زپلىلاس رانه تاو كه خوب جوټه راكوي څه زړور و چې يې زړه تښتوواوس راله غږ څومره بې زړه راكوي عابده! يار كړې سترګې داسې پردۍلكه چې نور دردونه نه راكوي اوس كوږ د خياله ګرځه چې جانان مې درته ووېهر ناز
د سيد شاه سعود څو شعرونه
راله د سترګو نه وبال جوړويماته شه لاسونه چې دېوال جوړوي د آينې په وړاندې ودرېدلهځان له پخپله يو مثال جوړوي رنګونه راكړه چې ځنځير يې كړمهيوه بوډۍ راله ترې ټال جوړوي په زړه يې داغ د محبت راكړلولكه چې زنه باندې خال جوړوي يو هنرمند لمبه كوي عكسونهجوړې واپس ورځنې خيال جوړوي سعوده! مونږه خټه واغږلهګورو چې څه ترېنه كولال جوړوي ته چې نه يې د ژوند كار كولى نه شمراشه راشه انتظار كولى نه شم زندګي زما د
د صاحب شاه صابر غزلې
ورېځې راوله باران راولهزلفو له څنډ وركړه باران راوله لر كړه د مخه آينه لرې كړهما د حيرت له بيبان راولهسپرليه! زه به دې احسان ومنمخو ته د ځان سره جانان راولهځه چې واپس زړې كيسې نوې كړوراشه واپس هغه دوران راولهماښام لمبه كړه، تيارې وتښتوهبله ډيوه شه پتنګان راولهواعظه! نه په تقوى نه رغېږمماله ساقي د روهستان راولهزړه، نظر، سترګې په جرګه درولمښكلي را غونډ كړه رقيبان راوله خون به مې واخلي قاتلانې ب
د رحمت شاه سايل څو شعرونه
سترګې ظالمانې دي، سترګې قاتلانې دينور به چاته نه ګورم، مړ كړم د يار مړو سترګو مستې چې شي ځوانې شي، لا څه قصابانې شيزړه مې كړو قطرې قطرې، بيا چړو چړو سترګو خلك د سپرلو مزې، اخلي د ځوانو مزېماته خو تريخ كړى ژوند، ډېر د چا خوږو سترګو ټوله شپه شوګير كوم، لوبې په تصوير كومخوښ په شوګيرو كړمه، زه د يار اودو سترګو پوى نشومه هيڅ په ځان، پاتې شوم حيران حيرانزړه رانه په چل چل كې يوړو غلچكو سترګو
د اباسين يوسفزي څو غزلې
په سترغلو كې مې پاړسوب راشينمر چې را وخېژي نو خوب راشي ستا تصور هم غزونې وكړيكله چې شپه په زلميتوب راشي په ځان كې دغسې راټول ګرځمهلكه په جونو پېغلتوب چې عقيدت د لېونتوبه ووځېمينه كې هله سړيتوب راشي غربت مې داسې ارمانونه وژنيلكه په ګلو چې وچوب راشي چې پسرلى په ملاكنډ راواوړيپه اباسين كې لېونتوب راشي چاوې چې مين شومه نو ښاد شومهزه خو ستا په مينه كې برباد شومه وګوره زه څومره خوش نصيبه يم