معاش له هرڅوك اوزار ساتي
((پاڼو)) چې ځان ساتي، نو مار ساتي

بادشاه د خپلې بادشاهۍ لپاره
وسله، نوكر، عسكر تيار ساتي
نواب له خپل غم نه بېغمه ندى
غله او رهزن ساتي، لوټمار ساتي
خدايي مزاج لري دا بعضې غټان
چې څوك يې يار وي هغه خوار ساتي
مغرور سړي سره ياري ښه نده
څوك ځانله څله دويم پلار ساتي
راشه زموږ د قام مقام وګوره!
هرڅوك د بل په كار كې كار ساتي
د ولس دوسته شاه زلمو په تمه
روغانى ناست دى لويه لار ساتي

 

چې ژوند نه و، بدرنګ نه و، خوش رنګ نه و
بورا، ګل او چراغ نه و، پتنګ نه و

دا نقشه د زورور كمزوري نه وه
دا جهان د خداى ډېر ارت و، تنګ نه و

بادشاهان نه وو، وزير نه و، دربار نه و
ګدا نه و، ملنګ نه و، قلنګ نه و

محل نه و، او زړې جونګړې نه وې
تصور  جانګڼ كټ او پالنګ نه و

زمكه، ستوري، لمر، سپوږمۍ وو روغانيه!
څه ښه وخت و چې هر څه وو، خو جنګ نه و

 

 


فضا د نن مې روماني وليده
ايله مې ژوند كې اساني وليده

ځان يې سينګار كړو د جونګړې خواته
په غريبۍ كې مې خاني وليده
چې پېښورى شال يې را وخوېدو
ما يې د مخ ((كيسه خواني)) وليده
هم مسخرې كوي هم خوله راكوي
په بوډاتوب كې مې ځواني وليده
ځان به هزار ځله قربان كړې ترېنه
كه دې ساقي دې قرباني وليده
د هار دانو نه يې تسبېح جوړې كړې
د شېخ مې دا بې ايماني وليده
كافران شكر به په كفر وكړي
كه يې د نن مسلماني وليده
لا په درياب يې لاهو كړي نه يو
د خداى مې دا مهرباني وليده

 

 


دا زړه مې ډېر خپه خپه دى، چې په څه خپه دى
خورمه قسم چې لږ خپه ندى، نن ښه خپه دى

پخپل حساس اوعمجن زړه باندې مې زړه وسوځي
چې پده نه كوي خپګان، دى په هغه خپه دى

د روغاني خپه كول څه دومره ګران خو ندي
ځان پرې خپه كړه، روغانى غريب خپه خپه دى

 

 

 

 

كه هرڅومره بې نوا خاورې په سر يم
پدې خپله بدبختۍ كې بختور يم

كه زه مړ شم، مانه هيڅ نه پاتې كېږي
زه له ډېرې كمزورۍ نه زورور يم

همېش ډوب يمه په قرض حسنه كې
له دې هسې ښكلي نومه در په در يم

څه چل وشو كه چك پك او ړك په ړك يم
آخر بياهم د زړې جونګړې ور يم

حق وينا رانه ډېر خلك مرور كړل
پدې خپل عادت له ځانه مرور يم

 

 


راكه يو جام، راكه، راكه، راكه
څښم چې لېونى شم، داسې خوند پكې پيدا كه

يا مې د وصال په جام سېراب كه چې تازه شم
يا لكه حسين مې سر قلم په كربلا كه

راشه اى ناصحه! ستا خو ډېر چلونه زده دي
نن په ما مجرم دا ناروا خو لږ روا كه

څه چې د ارام دي، د ملا په نزد حرام دي
ماته ټول حلال كه، نور حرام يې په ملا كه

 

 

 

 

كه نه راځې، نو مه راځه، خو ايه چې درځم
دروغ، دروغ وعدې كوه، فرمايه چې درځم

پخپله مخه ځه، چې چرته ځې نو هلته درومه
خو هسې اشارې كوه، له ورايه چې درځم

يقين ستا د راتلو مې ه زړګي كې پاتې ندى
خو بيا هم تاريخونه راته ښايه چې درځم

زما له درزېدلي زړه نه ته كله خبرېږې
دعا دې د ليدو كوم له خدايه چې درځم