ساحر اپريدى

وه مې كه په زړه چرې به وه مړه
ته چې راغلې ختمه شوه ګيله مړه

شپه د وصال ډكه له عذابه وه
تېره شوه په نه مړه، په نه مړه
خواست مې د بوسې چې ترېنه وكړلو
ډېر په ناز يې وويل چې ځه مړه
بيل دې كړو، خو يار به رانه خپل نه كړې
ګورو به رقيبه سره ښه مړه
زه به يې د زړه حرم كې پټه كړم
راغله كه په لاس راله هغه مړه
كېږي پرې ډېر سود د لېوني زړګي
كله كله خط راته ليكه مړه
ښكلي دې تپوس كړي چې ساحر څه شو
پرېده دښتې كلي ته راځه مړه

 

 

زه كړمه وفا، ستا ناكردې سهي
تاو رانه لمبې سهي، لمبې سهي

بس خو چې دا درد وي پكې كم د زړه
خوب كه نه وي خير دى، شوګيرې سهي
ستا د جفاګانو زور دې كم نه شي
تل زما په اوښكو سترګې سرې سهي
پوه يم چې يوه به هم پوره نه كړې
بيا دې هم وعده پسې وعدې سهي
كوز دې چې د پښو څخه پاينزېب نه كړې
وي دې زما پښو كې زولنې سهي
تا نه رڼاګانې چرته مه درومه
تاو كه وي زما نه، نو تيارې سهي
اوس خو د ساحر دا عقيه شوله
در كه د يار نه وي هم سجدې سهي

 

 

سوزم په انګار له لرې لرې يې نه
ښاندي راته يار له لرې لرې نه

زار دې د اقرار له بې لوظۍ نه شم
وكړې چې انكار له لرې لرې نه
تېر مې شو نظر ورته نږدې نږدې
وه مې كړو ديدار له لرې لرې نه
ناز كوي، ادا، مسته نخرې كوي
اخلي مې ازار له لرې لرې نه
ستورو كتل ماته او ما لارې ته
تاته انتظار له لرې لرې نه
باغ ته د اميد ساحره رانغلو
تېر شولو بهار له لرې لرې نه

 

 

 

بېخي په سترګو كې خوړنه كوي
چې د بڼو لاندې كتنه كوي

د چا لپاره چې په اور كې سوزم
هغه مې اوس كله پوښتنه كوي
ښكلي دې څومره زورور دي ربه
تش په كتو د زړونو وړنه كوي
د مست نظر جام كې شراب راكوي
ساقي په ما نن پېرزوينه كوي
د مينې اور لري، سرور او نشه
څه پټه، پټه سوزونه كوي
چې ورته ډال مې شوه سينه دلبرې
نو ستا نظر يې هم مننه كوي
ساحره! پټ راځه ديدن له زما
ټول ګاونډيان زما څارنه كوي