ستا بې وفايي به را ته ياده وي
خپله بې وسي به را ته ياده وي
شيخه د ثواب او د ګنا كيسه
ډېره سرسري به را ته ياده وي
كومه چې مې ستا په نامه كړې ده
هغه شاعري به را ته ياده وي
سر كه مې د مرګ په كمر ولګي
ستړې زندګي به راته ياده وي
خپله فقيري به را نه هېره شي
ستا عزيز خاني به راته ياده وي
تا پسې مې ډېر ژړلي دي جانانه!
سترغلي مې پړسېدلي دي جانانه!
اوس له نورو سره نه شم جوړېدلى
ګنې څومره بلا ښكلي دي جانانه!
هغه ته چې به په كومو لارو لاړې
ټولې لارې مې څارلي دي جانانه!
نور څه نه لرم په دې باندې عزيز يم
ډېر كارونه مې سپېڅلي دي جانانه!
ووايه په چا مې زړه بايللى دى
او كنه په تا مې زړه بايللى دى
هر ځلې دروغ ويلى نه شمه
دا ځلې رښتيا مې زړه بايللى دى
بيا د غنمرنګو چم ته نه ځمه
اى عزيزه! بيا مې زړه بياللى دى
چې وطن درته يادېږي مسافره!
بيا په تا څنګه تېرېږي مسافره؟
وايه، وايه، د ابۍ دادا كورونه
پردي خلك نه خپلېږي مسافره!
سر دې سپين، څرمن دې توره شوه جانانه!
چنغله، دې هم زړېږي مسافره!
هلته روغ هم لېوني شي د زړه سره!
لېوني دلته رغېږي مسافره
ستا عزيز ستړى ستومانه كورته راغى
خپل بچي ترې چاپېرېږي مسافره!