زما په زړه كې اوسه، زما ښايسته جانانه!
تا يادوم جانانه! ما يادوه جانانه!
ورځ خو ځه بيا هم ښه وي په څه مشغوله يمه
لكه بې ځالې مرغۍ تېروم شپه جانانه!
بغير له تا مې ژوندون پيكه پيكه تېرېږي
مسافرو وخوړې، كور ته راځه جانانه!
ته به همزولو سره، خپلې خبرې كوې
زه سالار چاته وكړم، خپله كيسه جانانه!
جلوه ګر پكې يو نور دى ما به مړ كړي
دغه بام كه كوه طور دى، ما به مړ كړي
ټكور غواړي د جانان د تړمو شونډو
د زړه زخم مې ناسور دى، ما به مړ كړي
دا مرض مې د زړګي دى لا علاجه
په ښكلا پسې رنځور دى، ما به مړ كړي
د دې دور د باغيانو په دې ښار كې
زما فكر د منصور دى، ما به مړ كړي
د دې كلي د زردارو په دې چم كې
محبت څومره مجبور دى، ما به مړ كړي
د ښايست په ګدۍ ناست د شهينشاه دى
په ما ګران دى، خو مغرور دى، ما به مړ كړي
ته مسكۍ شه زه سالار له سره تېر يم
زما مرګ ما ته منظور دى، ما به مړ كړي
07.02.2009
- سردارولي څرک
تا چې سبا وكړو سبا نه راځيراشي په هر چا خو په ما نه راځي
بيا دې نو په بيا دى څه باور په كارسل ځله بيا وكړې، خو بيا نه راځې
ووايه زاهد ته ګنا زه كومزور خو يې كمبخته په تا نه راځي
خداى دې مين ډېر كړي چې ښېرې كويماله خو نور چل د دعا نه راځي
ښكليه! چې موسكې په ټيټو سترګو شېهيڅ دې اندازه د ښكلا نه راځي
عشق دى لكه وخت خو زه حمزه پكېتل وي په تګ، بيرته په شا نه راځي
پرېږده چې لوظونه د دروغو...
07.02.2009
- سردارولي څرک
هم يې بېره ده ساتلې هم يې ټال دىراشه ستا لېونى اوس هم پخپل حال دى
ستا د پنجو په سر تله مې زړه پرېباسيمشران وايي چې كبر له زوال دى
داسې زر ترې جوړ كړي يو څه، كله بل څهته به وايې زړه مې خټه يار كلال دى
زه پښتون يم، ته ښايسته يې دا پوره دهپه دنيا كې خو جلال دى يا جمال دى
يو د مينې په سر جګه شمله ګرځمكه په نوره شتمنۍ شي زيار كنګال دى
مينه كور د سود دى، زيان ته نه رسيخير دى كه سړى جانان ته نه رسي...