تا چې سبا وكړو سبا نه راځي
راشي په هر چا خو په ما نه راځي

بيا دې نو په بيا دى څه باور په كار
سل ځله بيا وكړې، خو بيا نه راځې

ووايه زاهد ته ګنا زه كوم
زور خو يې كمبخته په تا نه راځي

خداى دې مين ډېر كړي چې ښېرې كوي
ماله  خو نور چل د دعا نه راځي

ښكليه! چې موسكې په ټيټو سترګو شې
هيڅ دې اندازه د ښكلا نه راځي

عشق دى لكه وخت خو زه حمزه پكې
تل وي په تګ، بيرته په شا نه راځي

 


پرېږده چې لوظونه د دروغو دې رښتيا كړم
ته راته سبا سبا كوه زه به بېګا كړم

توان لرمه دا چې له ماضي نه خراج واخلم
زه به پخوانى شمه ستا مينه به پخلا كړم

برند كه حوادث دي د وختونو په ككو كې
زه به حوصله هم پښتنه ورله پيدا كړم

لا يې د سپين مخ خالونه شمېرم اوزګار  نه يم
پرېږده الواته به د سپوږمۍ په لورې بيا كړم

ستا په اننګو كې د حمزه د وينو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا كړم