هم يې بېره ده ساتلې هم يې ټال دى
راشه ستا لېونى اوس هم پخپل حال دى
ستا د پنجو په سر تله مې زړه پرېباسي
مشران وايي چې كبر له زوال دى
داسې زر ترې جوړ كړي يو څه، كله بل څه
ته به وايې زړه مې خټه يار كلال دى
زه پښتون يم، ته ښايسته يې دا پوره ده
په دنيا كې خو جلال دى يا جمال دى
يو د مينې په سر جګه شمله ګرځم
كه په نوره شتمنۍ شي زيار كنګال دى
مينه كور د سود دى، زيان ته نه رسي
خير دى كه سړى جانان ته نه رسي
تا به را وباسم، ما به وړي اوبه
تاته مې لاس رسي، ځان ته نه رسي
بيا به پردي خلك منځ ته نه پرېږدو
بيا به مو كيسه خپګان ته نه رسي
زور د ظلم هاغسې په زور كې دى
ياره! ستا ښېرې اسمان ته نه رسي
زه په ځان پوهېږم، دردېدو ته مې زړه شوى دى
ستا خواله جانانه! چې درتلو ته مې زړه شوى دى
نن چې شي زېړى مازيګر، بيا درځم ګودر پلو
ستا دخولې خوږو، خوږو ښېرو ته مې زړه شوى دى
تاج د بادشاهۍ مې د نظره غورځېدلى دى
كند، كچكول او ستا د چم كوڅو ته مې زړه شوى دى
ذكر په وعده، د نه راتلو درته په دې كوم
ياره! د دروغو اورېدو ته مې زړه شوى دى