سترګې زما سترګو ته راواړوه
ما لېونى بيا په بلا واړوه

راشه په اوږو مې زلفې وشينده
پرمخې دا ټوله دنيا واړوه

ما كه غورځې د لوړو غرونو نه
زلفې دې د مخ نه په شا واړوه

هېره ترې خندا كړه ورته وخانده!
نن خو دا اتل په ژړا واړوه