راشي تلوسه راله خوب نه راځي
ټوله، ټوله شپه راله خوب نه راځي
زه چې شم خفه شم، په سلګو ويده
ته چې شې خپه راله خوب نه راځي
تاته شيش محل كې باران څه وايي
څاڅي مې خېمه راله خوب نه راځي
شوم د تصوف په باريكو خبر
پروت يم په سجده راله خوب نه راځي
راغلم اپريدى په نيمه شپه ساقي
را يوه پياله راله خوب نه راځي
07.02.2009
- سردارولي څرک
سترګې زما سترګو ته راواړوهما لېونى بيا په بلا واړوه
راشه په اوږو مې زلفې وشيندهپرمخې دا ټوله دنيا واړوه
ما كه غورځې د لوړو غرونو نهزلفې دې د مخ نه په شا واړوه
هېره ترې خندا كړه ورته وخانده!نن خو دا اتل په ژړا واړوه
...
07.02.2009
- سردارولي څرک
ما د خپل ارمان كلي ته راولېيه خدايه جانان كلي ته راولې
ما ته چې ژوند پسې ګران شوى دىهغه په ما ګران كلي ته راولې
خدايه دا دعا زما قبوله كړېهر چاته ياران كلي ته راولې
هغه چې خوږ ژبى دى په كلي كېهغه خوږ زبان كلي ته راولې
اوس چې په صدف مشهور شوى دىها لايق زمان كلي ته راولې
...