ما د خپل ارمان كلي ته راولې
يه خدايه جانان كلي ته راولې
ما ته چې ژوند پسې ګران شوى دى
هغه په ما ګران كلي ته راولې
خدايه دا دعا زما قبوله كړې
هر چاته ياران كلي ته راولې
هغه چې خوږ ژبى دى په كلي كې
هغه خوږ زبان كلي ته راولې
اوس چې په صدف مشهور شوى دى
ها لايق زمان كلي ته راولې
07.02.2009
- سردارولي څرک
راشي تلوسه راله خوب نه راځيټوله، ټوله شپه راله خوب نه راځي
زه چې شم خفه شم، په سلګو ويدهته چې شې خپه راله خوب نه راځي
تاته شيش محل كې باران څه واييڅاڅي مې خېمه راله خوب نه راځي
شوم د تصوف په باريكو خبرپروت يم په سجده راله خوب نه راځي
راغلم اپريدى په نيمه شپه ساقيرا يوه پياله راله خوب نه راځي
...
07.02.2009
- سردارولي څرک
لا مو چې زړګي ته رانږدې نه وىلا مو چې تر منځه فاصلې نه وى
ما به درنه سر صدقه كړى وىياره! كه پيغور د زمانې نه وى
غم دې د راتلو راسره اوسي تلكړې دې چې ما سره وعدې نه وى
ولې به افګار داسې مړه مړه كتلښكليه! كه دې سترګې دومره مړې نه وى
...