ګل چې په خندا وينې، زه به در يادېږمه
چرته چې ښكلا وينې، زه به در يادېږمه
ځان سره موسكى، لاړ به شې په فكر كې
باد چې د سبا وينې، زه به دريادېږمه
دا د ژوند قيامت به تا، ستړى ستړى، ستړى كړي
ځان چې ته تنها وينې زه به در يادېږمه
يم دې هېره، هېره، خو، شم دې تمنا د زړه
لاس چې په دعا وينې، زه به در يادېږمه
زخم لا علاج دې شي، هر درد چې دې څړيكې كړي
ما به مسيحا وينې، زه به در يادېږمه
تمه د سحر چې كړې، شپه د ژوند ړنده به شي
لږه چې رڼا وينې زه به دريادېږمه
06.02.2009
- سردارولي څرک
وخته رقيبان مې د نظر له غېږې پاڅوهڅړيكې څړيكې درد مې د پرهر له غېږې پاڅوه
غېږ راته خوره د ګل په رنګ د شپې له سره كړهبيا مې د شبنم غوندې سحر له غېږې پاڅوه
وله د نظر غشي په هر طرف خواره وارهواړه مينان دې د ګودر له غېږې پاڅوه
ستړى ستړى ژوند وي هر سحر زموږ لمبه لمبهخدايه! مونږه ټول د دې سفر له غېږې پاڅوه
غوڅې، غوڅې شونډې مې په تار د زلفو وګنډهما شوګير د وخت د شور او شر له غېږې پاڅوه
ګله را...
06.02.2009
- سردارولي څرک
چې ستا د مخ په ښكلي نور دېره دىزړه مې موسى په كوه طور دېره دى
مونږه د شعر مين هسې نه يوزموږ په خټه كې شعور دېره دى
د مينې يو نظر دې څه وګڼمچې پكې څومره ډېر سرور دېره دى
مينه هم خوند كوي، خو زړه مې واييدلته اشنا په كوم قصور دېره دى
زما پښتون نظره! ښكته نه شېپه تا كې څومره لوى غرور دېره دى
څومره را لنډه او ساده د دې كاله لاره دهچې ستا تر زړه تلې اشنا! زما د زړه لاره ده
زما جنون به د مزل ازم...