وخته رقيبان مې د نظر له غېږې پاڅوه
څړيكې څړيكې درد مې د پرهر له غېږې پاڅوه

غېږ راته خوره د ګل په رنګ د شپې له سره كړه
بيا مې د شبنم غوندې سحر له غېږې پاڅوه

وله د نظر غشي په هر طرف خواره واره
واړه مينان دې د ګودر له غېږې پاڅوه

ستړى ستړى ژوند وي هر سحر زموږ لمبه لمبه
خدايه! مونږه ټول د دې سفر له غېږې پاڅوه

غوڅې، غوڅې شونډې مې په تار د زلفو وګنډه
ما شوګير د وخت د شور او شر له غېږې پاڅوه

 

 

ګله راځه لارې څارل له مانه نه كېږي نور
تانه جدا ژوند تېرول له مانه نه كېږي نور

آ چې له كلي لاړو، پښې لاسونه چاته سره كړم
مورې نكريزې لګول له مانه نه كېږي نور

چې جانان نشته، په خالي ګودر دې اور ولګي
خالي ګودر ته تلل راتل له مانه نه كېږي نور

يو خوا تيارې دي، بلخوا لارې د منزل ازغنې
دا په تڼاكو پښو مزل له مانه نه كېږي نور