تا چې زلفې په سپين مخ باندې لام لام كړې
يه ليلو! په ما به سپينه ورځ ماښام كړې

حنايي ګوتې! په خير شې پوه دې نه كړم
د نقاب لاندې پرده كړې كه سلام كړې؟

آينې ته په كتو كې څه در وشي؟
اننګي چې له حيا نه لال او فام كړې

زلفې، سترګې، شونډې، دواړه رخسارونه
د يو مرګ لپاره څومره اهتمام كړې

تا چې داسې اړولى خوى راواخيست
بام او در به مې پوهېږم، در او بام كړې