چې ستا د مخ په ښكلي نور دېره دى
زړه مې موسى په كوه طور دېره دى
مونږه د شعر مين هسې نه يو
زموږ په خټه كې شعور دېره دى
د مينې يو نظر دې څه وګڼم
چې پكې څومره ډېر سرور دېره دى
مينه هم خوند كوي، خو زړه مې وايي
دلته اشنا په كوم قصور دېره دى
زما پښتون نظره! ښكته نه شې
په تا كې څومره لوى غرور دېره دى
څومره را لنډه او ساده د دې كاله لاره ده
چې ستا تر زړه تلې اشنا! زما د زړه لاره ده
زما جنون به د مزل ازمېښت كې پاتې نه شي
دا خو منې كنه چې تل په سر د غره لاره ده
د زړه په لاره درته نولمه د خيال ګلونه
بې لارې مه شې دا خو ستا د تله راتله لاره ده
د ګلو تمه د بهار اميد ترې نه شي كېدى
ګله ! ازغي ازغي د وخت د ژوندانه لاره ده
سيورى خورېږي موږ لا هغسې يو بل ته ګورو
بيا مازيګر شو بيا زموږ د بېلتانه لاره ده
06.02.2009
- سردارولي څرک
ګل چې په خندا وينې، زه به در يادېږمهچرته چې ښكلا وينې، زه به در يادېږمه
ځان سره موسكى، لاړ به شې په فكر كېباد چې د سبا وينې، زه به دريادېږمهدا د ژوند قيامت به تا، ستړى ستړى، ستړى كړيځان چې ته تنها وينې زه به در يادېږمهيم دې هېره، هېره، خو، شم دې تمنا د زړهلاس چې په دعا وينې، زه به در يادېږمهزخم لا علاج دې شي، هر درد چې دې څړيكې كړيما به مسيحا وينې، زه به در يادېږمهتمه د سحر چې كړې، شپه د ژوند ړنده به شيلږه چې رڼا وينې زه به دريادې...
07.02.2009
- سردارولي څرک
ستا د دوه ورځو سپرلى و، ستا د دوه ورځو ګلونهخو زما په زړه دې كېښول د همېش همېش زخمونه
د ژوندون په هره لاره لكه سوړ اسوېلى تېر شومپه قدم، قدم تاوده وو، ستا د حسن محلونه
په ژړا ژړا مې اوښكې، د زړه وينو جوابي كړېحل دې نشو، لا تر اوسه د موسكو سترګو سوالونه
د وختونو له ځولۍ نه هر چا خپله برخه يوړهتا د حسن سحرونه ما د هجر ماښامونه
د زړګي په وېرانه كې، د چا ياد داسې تازه شيلكه وسپړي اعظمه! د ازغو څوكې ګلونه...