ستا د دوه ورځو سپرلى و، ستا د دوه ورځو ګلونه
خو زما په زړه دې كېښول د همېش همېش زخمونه
د ژوندون په هره لاره لكه سوړ اسوېلى تېر شوم
په قدم، قدم تاوده وو، ستا د حسن محلونه
په ژړا ژړا مې اوښكې، د زړه وينو جوابي كړې
حل دې نشو، لا تر اوسه د موسكو سترګو سوالونه
د وختونو له ځولۍ نه هر چا خپله برخه يوړه
تا د حسن سحرونه ما د هجر ماښامونه
د زړګي په وېرانه كې، د چا ياد داسې تازه شي
لكه وسپړي اعظمه! د ازغو څوكې ګلونه
06.02.2009
- سردارولي څرک
چې ستا د مخ په ښكلي نور دېره دىزړه مې موسى په كوه طور دېره دى
مونږه د شعر مين هسې نه يوزموږ په خټه كې شعور دېره دى
د مينې يو نظر دې څه وګڼمچې پكې څومره ډېر سرور دېره دى
مينه هم خوند كوي، خو زړه مې واييدلته اشنا په كوم قصور دېره دى
زما پښتون نظره! ښكته نه شېپه تا كې څومره لوى غرور دېره دى
څومره را لنډه او ساده د دې كاله لاره دهچې ستا تر زړه تلې اشنا! زما د زړه لاره ده
زما جنون به د مزل ازم...
07.02.2009
- سردارولي څرک
نرۍ، نرۍ خوله په تا راغلهدا بې خودي څنګه په ما راغله
بيا ورته خلكو پسرلى ووايهفطرته! بيا درله خندا راغله
دا په ليدو زما تيندك غوندې شوهكه څه چپه شانې په تا راغله
زه خو يو سل ځل ملامته سهيما ته ګيله چې په خوله ستا راغله
تا چې ناظر ته سترګې واړولېماله په سترګو كې حيا راغله
لاس راكئ پرېوزمه نشه راباندې راغلهسترګې يې را پورته كړې چپه راباندې راغله
ځوانې ولولې، او له وصال ځنې پرهېز...