نرۍ، نرۍ خوله په تا راغله
دا بې خودي څنګه په ما راغله
بيا ورته خلكو پسرلى ووايه
فطرته! بيا درله خندا راغله
دا په ليدو زما تيندك غوندې شوه
كه څه چپه شانې په تا راغله
زه خو يو سل ځل ملامته سهي
ما ته ګيله چې په خوله ستا راغله
تا چې ناظر ته سترګې واړولې
ماله په سترګو كې حيا راغله
لاس راكئ پرېوزمه نشه راباندې راغله
سترګې يې را پورته كړې چپه راباندې راغله
ځوانې ولولې، او له وصال ځنې پرهېز
څنګ چې پسرلى شو، روژه راباندې راغله
ته وايې چې دا ولې، ساړه غوندې مې وشوه؟
زه وايم چې دا ولې خوله راباندې راغله
راغله، راغله، راغله د خندا نه په شا راغله
راغله، راغله، راغله، څه اوده راباندې راغله
تا خو تكليف وكه، عزرايله! خپه نه شې
سا مې چې په چا پسې خته راباندې راغله
07.02.2009
- سردارولي څرک
ستا د دوه ورځو سپرلى و، ستا د دوه ورځو ګلونهخو زما په زړه دې كېښول د همېش همېش زخمونه
د ژوندون په هره لاره لكه سوړ اسوېلى تېر شومپه قدم، قدم تاوده وو، ستا د حسن محلونه
په ژړا ژړا مې اوښكې، د زړه وينو جوابي كړېحل دې نشو، لا تر اوسه د موسكو سترګو سوالونه
د وختونو له ځولۍ نه هر چا خپله برخه يوړهتا د حسن سحرونه ما د هجر ماښامونه
د زړګي په وېرانه كې، د چا ياد داسې تازه شيلكه وسپړي اعظمه! د ازغو څوكې ګلونه...
07.02.2009
- سردارولي څرک
چې زما مينه ستا په كار نه راځيماله جانانه! بله لار نه راځي
زما د زړه په چينه خوله دې كېږديكه ميخانه كې د چا وار نه راځي
د پوهو سترګو مې تا لوست ونه كړماله په خوله چل د اظهار نه راځي
د لېونو هوښياري هم ومنهپه مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي
د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلود دغې ګټې كاروبار نه راځي
ګران د سپرلي زخم په څه وګنډيچې يې په لاس د زلفو تار نه راځي
څومره چې زړه مې وچتېږي س...