نور كارونه رانه پاتې ټول ميرات دي
ستا غمونه سرخوړلي دومره زيات دي
يو ارمان مې هم د زړه نه پوره كېږي
جوړ زما په لاس كې كرښې د بيلات دي
د سكون څادر مې راښكلو ويده شوم
سوځولې مې وعدې د ملاقات دي
بې شعورو ته خبرې د شعور كړم
خلق وايي خراب شوي يې خيالات دي
څه اسرار كوي ياري د سنګدلانو
څه جوړ كاڼو ورولو ته حالات دي
مينه په زور او په زارو نه كېږي
پخپله وشي په كېدو نه كېږي
اوس د دروغو په وعدو نه كېږي
راځه اشنا په پټېدو نه كېږي
لكه فرهاد غوندې همت دى پكار
لكه مجنون په تښتېدو نه كېږي
زړګيه! غم ته سمه ملا وتړه
په اسوېلو او په سلګو نه كېږي
خلكه د ښكلو سره ضد مه كوئ
ځينې كارونه په پښتو نه كېږي
زده كړه اسراره! له رقيب نه وكړه
په انتظار په شوګيرو نه كېږي
ستا غمونو لره ښايه چې مې زړه خوري
رقيبان زما د زړه غوښې په څه خوري
لږ ديدن مې زړه له وركه چې خوشال شي
دا بدبخته مې بيا ټوله شپه مازغه خوري
بل استاذ ته يې حاجت نه وي، استاذ شي
چې په مخ د زمانې څپېړې وخوري
مر د غم په ترخو زهرو يم شهيد يم
په لحد كې مې د قبر چينجي نه خوري
لا خو ګرمه ده د ژوند او د مرګ لوبه
لېوني ارمان له وايه چې ساړه خوري
زه پرې ځكه شم دوكه سره د عقله
په اومه خوله قسمونه ډېر پاخه خوري
څه چې كېږي ارتقا ده ښه به كېږي
اسرار هسې لېونى دى ځانله زړه خوري
دومره مې باور دى چې رښتيا به شي
مه ژاړه زړګيه! خير دى رابه شي
ستا د انتظار له خوږو خوند اخلم
ستا ديدن كه نن نه وي، سبا به شي
پروت مې دى كوڅه كې ستا زړګى فقير
تا كه ورته وكاته، باچا به شي
نن يې په محفل كې راته نه كتل
داسې معلومېږي چې پخلا به شي
بيا ترېنه اسراره! ما ديدن وغوښت
بيا يې راته وويل چې بيا به شي
څه مې چې زړه غواړي هغه نه كېږي
څه وكړمه خدايه دا به څه كېږي
بيا راغونډوم زرې زرې د زړه
بيا مې د اشنا ديدن ته زړه كېږي
كار د ژبې ندى ځكه ګونګه شي
مينه كې خبرې په لېمه كېږي
نه يمه خپه په نه راتلو د يار
وژني مې دا غم چې اوس به څه كېږي
ګرانه ده اسراره! چې به يو شو موږ
څو چې مو ترمنځه ((زه)) او ((ته)) كېږي
وروي اور، وختونه داسې نه وو
موږ چې ليدل وختونه داسې نه وو
اوس خو مې سم لكه په ستنو وهي
د ښكلي يار دادونه داسې نه وو
دا چې هر چاته اوس په پښو كې رغړي
د پښتنو سرونه، داسې نه وو
اشنا پخپله ډوبولم ګنې
د اباسين موجونه، داسې نه وو
اسراره! غم دې سېوا شوى دى جوړ
ستا خو پخوا، شعرونه داسې نه وو