څومره په تريخ وخت كې خواږه راكوي
تلو كې د بيا راتلو نېټه راكوي

جانه! دا خلك مې دې و وژني خو
ستا د يارۍ پېغور دې نه راكوي

مني يې هم چې يې د زور نه يمه
بيا نو دا دومره زور په څه راكوي

يمه د هجر شوګيرو زپلى
لاس رانه تاو كه خوب جوټه راكوي

څه زړور و چې يې زړه تښتوو
اوس راله غږ څومره بې زړه راكوي

عابده! يار كړې سترګې داسې پردۍ
لكه چې نور دردونه نه راكوي

 

اوس كوږ د خياله ګرځه چې جانان مې درته ووې
هر ناز به دې وړم د زړګي ځان مې درته ووې

چې نوره مې په زړه د مينې غلا نشوه ساتلې
ټپې د محبت په يه قربان مې درته ووې

په ما كه تندرونه اوس پرېباسې نو پرېباسه
پخپله مې اوچت كړلې اسمان مې درته ووې

زه ستا د ګومانونو هيڅ علاج كولى نشم
لا نوره مينه څنګه وي خپل ځان مې درته ووې

پخپل كړي ستم مې پاتې راوستې جانانه!
چې زړه دې راله خوږ كړو نو درمان مې درته ووې

ته دومره پويه نه شوې چې دا غږ د مينې غږ و
عابده لېونيه! عابد جان مې درته ووې

 

په جدايى به دې دردېږي اخر زړه دى كنه
په تاپسې خو به خوږيږي اخر زړه دى كنه

ستا ډېر دروغ ورته رښتيا كړمه دوكه يې كړمه
يو ځل به خامخا پوهېږي اخر زړه دى كنه

په تريخ نظر دې ځاى په ځاى دانه وانه پرېوزي
په خوږ نظر دې راټولېږي اخر زړه دى كنه

لكه د غر غوندې درانه غمونه هم وړاى شي
خو ډېر په لږ څه خپه كېږي اخر زړه دى كنه

هاغه يو تن پكې عابده ځانله ځاى كړى دى
پكې نور خلك نه ځاېږي اخر زړه دى كنه

 

 

زما له سترګو تښتوي خوبونه
ځكه خو ټوله شپه كوي خوبونه

هغه به زيان د دېدن زيان نه ګڼي
چې په څنګل د يار ورځي خوبونه

په ويښه هم ګټه كولى نشي
څوك چې تل ويني تاواني خوبونه

خداى دې پرې خوب كړي په بنګلو كې حرام
چې له جونګړو ځني وړي خوبونه

موږ په فكرونو كې ګلونه ساتو
زموږ خوبونه وي سپرلي خوبونه

داسې دې شړنګ بنګړو له مه وركوه
عابد له ويښ نه كړې زلمي خوبونه

 


ته يو زر ځله منكر شه ستا ادا د يارانې ده
ستا غصه له يارۍ ډكه ستا خندا د يارانې ده

په جنت كې به د ځان يو په دوزخ كې به په ځان يو
دلته مينه كول غواړي دا دنيا د يارانې ده

وخته ستا دې وي قسم چې د زړه زخم مې روغ نه كړې
دا يوه نښه راپاتې د اشنا د يارانې ده

زه په دواړو ابادېږم، زه په دواړو خوشالېږم
له ښېرو دې مينه څاڅه ستا دعا د يارانې ده

دلته مينه مينه نشته، دا اتبار په چا ونكړې
پردېس تش وخت اړول دي، پښتونخوا د يارانې ده

اى عابده لېونيه! دا چې بيا راته راخوږ شوې
جوړ په تا چپه راغلې خانه بيا د يارنې ده


غمجن مازيګري دي بې له تانه مسافره!
الله خو دې زر راوله جانانه، مسافره!

خفه مه شې ته دلته كې زما د زړه پاچا يې
كه دغلته مزدور يې په ماګرانه مسافره

الله درته د دغې وطن سرې شګې ګلزار كه
زما د زړه د ښكلې پښتونخوانه مسافره

ترڅو به د بېلتون په دې رېګزارو دښتو ګرځې
ترڅو به زه ژړېږم له ارمانه مسافره؟

په خط كې راته مه ليكه چې ډېر يم درنه لرې
په زړه كې مې اوسېږې عابد جانه! مسافره

 

 


سره له دې چې ستمګر دي ښكلي
د هر چا خوښ دي بختور دي ښكلي

خپله يوه يوه ادا خرڅوي
څومره خواران څومره نهر دي ښكلي

د پښتونخوا سپرلى پيكه پيكه دى
په وطن نشته مسافر دي ښكلي

يو وايي ما، بل وايي ما يادوي
زما غزل اور په شر دي ښكلي

اوس خو چې څه وايي منو به يې موږ
چې خېژولي مو په سر دي ښكلي