راله د سترګو نه وبال جوړوي
ماته شه لاسونه چې دېوال جوړوي
د آينې په وړاندې ودرېدله
ځان له پخپله يو مثال جوړوي
رنګونه راكړه چې ځنځير يې كړمه
يوه بوډۍ راله ترې ټال جوړوي
په زړه يې داغ د محبت راكړلو
لكه چې زنه باندې خال جوړوي
يو هنرمند لمبه كوي عكسونه
جوړې واپس ورځنې خيال جوړوي
سعوده! مونږه خټه واغږله
ګورو چې څه ترېنه كولال جوړوي
ته چې نه يې د ژوند كار كولى نه شم
راشه راشه انتظار كولى نه شم
زندګي زما د وس خبره نده
خو مجبور يمه انكار كولى نشم
سلامت ګودر په بيه رانه غواړي
زه سودا د يو چينار كولى نشم
مخامخ راته قاتل د سر ولاړ دى
خو انسان دى پرې ګوزار كولى نشم
پټه مينه مې همداسې پټه ښه ده
زړه مې غواړي خو اظهار كولى نشم
د چا د سرو شونډو مسكا راته ښېرې كړي دي
تياره تياره يمه رڼا راته ښېرې كړي دي
دا زه چې اوس هم په زمان او په مكان كې نه يم
د وخت همزولي يو بوډا راته ښېرې كړي دي
د غم خپسې مې وجود باندې يرغل جوړ كړى
ښايست غندلى يم، ښكلا راته ښېرې كړي دي
په هرڅه ګران ومه چې تا راته دعا كوله
د هرڅه بدې شوم چې تا راته ښېرې كړي دي
چې ورته ګورم آينه هم رانه مخ اړوي
سعوده! خداى خبر چې چا راته ښېرې كړي دي