ورېځې راوله باران راوله
زلفو له څنډ وركړه باران راوله

لر كړه د مخه آينه لرې كړه
ما د حيرت له بيبان راوله
سپرليه! زه به دې احسان ومنم
خو ته د ځان سره جانان راوله
ځه چې واپس زړې كيسې نوې كړو
راشه واپس هغه دوران راوله
ماښام لمبه كړه، تيارې وتښتوه
بله ډيوه شه پتنګان راوله
واعظه! نه په تقوى نه رغېږم
ماله ساقي د روهستان راوله
زړه، نظر، سترګې په جرګه درولم
ښكلي را غونډ كړه رقيبان راوله

 


خون به مې واخلي قاتلانې به شي
زلفې دې مه سموه ورانې به شي

په آينه كې سترګې مه توروه
ځانته به وګوري حيرانې به شي
زموږ وعدې  د ښكلو څڼې نه دي
چې رنګ به واړوي ارزانې به شي
د محبت خواري دې هېره مه شه
لارې كه ګرانې دي اسانې به شي
ستا د ښايست تخم به نه وركوي
د زړونو زمكې دې ودانې به شي
بلا دې واخلم زلفې مه خوروه
بلا به واخلي بلاګانې به شي
د تورو سترګو دروغژنې كيسې
صابره مه سپينوه ګرانې به شي

 

 

څه خواږه كاته كوي
مينې ته مې زړه كوي

څه د قهر اور كرې
څه د غضب تله كوې
عشق او صبر اور اوبه
هيڅ ګوزاره نه كوي
ستا په غم غني زړونه
نور غمونه نه كوي
هر پرهر مې هغسې
اور كوي اوبه كوي
ځه هغه يو ښكلى به
چا چا سره ښه كوي
هر څوك خو صابر ندى
هرڅوك ښكلي څه كوي

 


ښه لګي خواږه لګي
ستا كاته په زړه لګي

دا كاته دې هېر مه شه
دا تا سره ښه لګي

ستا په وعده څه باور
ستا په وعده څه لګي

ته او په رښتيا مينه
دا دروغ مې نه لګي

عشق لكه د بنګ لوګى
كله كله وه لګي

هغه سړى هغسې
هسې په ما ښه لګي

 


ستا د قامت ستا د وربله بلا
په ما پرېوتې څو څو ځله بلا

مه په خورو زلفو دې لاس مه وهه
راپاروې راپسې څله بلا

ستا له نظره هسې نه يرېدم
ما دې په سترګو كې ليدله بلا

ما ميخانې ته سهي نه بوتللې
ما دې له سره پاڅوله بلا

زه د حالاتو جبر شل نه كړمه
په ما پرېوتې ده څه بله بلا

صابره! څوك د چا بلا څه كوي
د هر چا خپل غمونه خپله بلا

 

په قصد خورې زلفې په شا اړوي
هسې مې كفر ته اشنا اړوي

هره خبره مې تالا ترغه كړي
سترګې دې هرڅه په خندا اړوي

ستا د خورو زلفو بلا واخلمه
په تورو غرونو مې بلا اړوي

د نفرتونو ګناهګار واعظان
مونږه د مينې له ګنا اړوي

يوه نشه ده چې مې درد اړوي
يوه خندا مې له ژړا اړوي

سترګې مې خامخا خوږې شي په چا
د چا په جنګ مې خامخا اړوي