سترګې ظالمانې دي، سترګې قاتلانې دي
نور به چاته نه ګورم، مړ كړم د يار مړو سترګو
مستې چې شي ځوانې شي، لا څه قصابانې شي
زړه مې كړو قطرې قطرې، بيا چړو چړو سترګو
خلك د سپرلو مزې، اخلي د ځوانو مزې
ماته خو تريخ كړى ژوند، ډېر د چا خوږو سترګو
ټوله شپه شوګير كوم، لوبې په تصوير كوم
خوښ په شوګيرو كړمه، زه د يار اودو سترګو
پوى نشومه هيڅ په ځان، پاتې شوم حيران حيران
زړه رانه په چل چل كې يوړو غلچكو سترګو
په شونډو كې ښېرې په اننګو كې دعاګانې
قبولې خو دې خداى كړه، په ښېرو كې دعاګانې
زما قاتل زما دلدار يې ماته ياد كړو
دا ښكلى كوي چاته په سلګو كې دعاګانې
بې شكه حاجت څه لري زما د زړه دعا ته
هر ګل چې كوي چاته په سپرلو كې دعاګانې
هم نن به راورېږي سره ګلونه دې كوڅه كې
قبلېږي كې په سكڼو ماښامو كې دعاګانې
سائله! خداى پېرزو كړه مرادونه په بخملو
موږ غواړو په ريښو ريښو جولو كې دعاګانې
تاته يې چې نه كوم نو څه وكړم
چاته مې د سوي زړه كيسه وكړم
ته چې ماته وايې ما نه صبر شه
ښه وايې، خو څنګه درته ښه وكړم
هر څو كه څوك دى غواړي، دى تا غواړي
څه مې په دې ډېر بې پته زړه وكړم
خوږ نظر چې هم نشي زغملى نن
څنګ مې نازولي ته كيسه وكړم؟
يه سايله! هغه سترګې نشته دى
چا ته پدې وران كلي كې شپه وكړم؟
نن يې راته و وې چې دا ستا د اوسېدو نه دى
دا د ښكلو كلى دى دا ښار د اوسېدو نه دى
ښه دې سادګانې اداګانې قاتلانې كړه
هسې هم ټوټې زړګى د بيا پيوندېدو نه دى
ياره ستمګره! دومره زړه راباندې مه سېزه
زړه مې لا زلمى دى دومره زر د زړېدو نه دى
ودرېږه لږ مه پرېوځه اى د مازيګر لمره!
لا مې تنده غرى نظر موړ په تماشو نه دى
ستا او د ګل منځ كې لا سائله! ډېرې دشتې دي
تا لا د ازغو نه قدم ايښى په لمبو نه دى
د ګل ښايسته ځواني جانانه تاته چرته رسي
سپرلي كه ډېر په تا ورېږي ماته چرته رسي
ته د خپل ځان له غمه مرې، زه د جانان له غمه
زاهده! ستا ثواب زما ګناه ته چرته رسي
د وچو شونډو د خندا مانا دې څه وكړمه؟
غنچك د ګلو دې د مخ حيا ته چرته رسي
ما په قدم قدم سزا د وفا وخوړله
ستا د هزار جرم كيسه سزا ته چرته رسي
د انتظار د ډيوې ژوند يوه سلګۍ پاتې ده
كه ډېره هم راكاږي ساه سبا ته چرته رسي
ما درله د ګل جنازه نه راوړه
راغلم خو په لاس كې مې لمبه راوړه
پاڅه خوبولې سترګې پرانيزه
مادرله د ورځ رڼا په شپه راوړه
توان د اورېدو لرې كه نه لرې
اوښكو مې تازه يوه كيسه راوړه
تنده مې پرې ستا د زلفو ماته كړه
دې هوا له چرته نه وږمه راوړه
ستا نه چې رنګ ستا تصوير له غواړمه
ستا خاكه مې ستا له وېرې نه راوړه
بې د يار له ذكره، فكره بل كمال
روح له مې اسباب د د ګنا مه راوړه
ما مې د غمجنو زمانو كتاب
راوړو، ته عمجنه شان نغمه راوړه
څړيكه د سايل د زړه پرهر وكړه
زلفې كه خورې ورې ډيوه راوړه
په غرونو سر يې كړي پاګل كړي سړى
مينه فنكار دى مكمل كړي سړى
خاورې يې اوس نولم په سر د كوڅې
د جانان يو نظر بدل كړي سړى
د سترګو هر هنر په سر، په سترګو!!
څه په وړه خبره غل كړي سړى
د بېلتانه د زوره مه شې خبر
زرې زرې كړي سړى دل كړي سړى
دواړه جهانه يې له خياله وځي
يار چې په دواړه مخه ښكل كړي سړى
ستا د غزل وراته وراته رنګونه
سايله! ټول غزل غزل كړي سړى
ملالې خود به دې لمبې كولې
چې د لمبو نه دې جامې كولې
د ګلدرو شپېلۍ شپنو شپېلۍ خرڅې كړې
چې په بازار كې يې پيسې كولې
بغير له تابه يې بل څوك يادول
چې مې د زړه زخمونو خولې كولې
دا څوك ده، څوك به وي، هغه بختور
خدايه! چاته يې ښېرې كولې
سلام يې راغى پسرلى رانغى
كاڼو ژړل بوټو لمبې كولې
څنګه به زه نه ګډېدمه په دار
هغې له بامه تماشې كولې
له پاسه واورې ورېدې غرونو لمبې كولې
ما او جانان چې له يو بل سره لمبې كولې
نن ځنګېدلي يو په زېړه، سره او شنه زرغونه
موږ د دنيا، دنيا زمونږه تماشه كوله
غرونه خاموش وو، چنارونه، نښترونه خاموش
ما لېوني پكې وريتې وريتې ټپې كولې
د محبت مستقبل هغه دار او هغه ديدار
موږ ته خپل هر نظر د خپل ماضي كيسې كولې
دلته به قتل شو سايل دلته به بيا ژوندى شو
ورته لېوالې((درخو)) داسې اشارې كولې
خدايه دا څه په زورور جانان دې واړولم
په مانړېجن په مرور جانان دې واړولم
چې زما قتل يې هم چرې پېرزو نكړو په ما
خدايه دا څه په ستمګر جانان دې واړولم
چې تل له ځان سره په يو داو باندې ما هم تړي
نصيبه! څه په جوارګر جانان دې واړولم
چې خپل غررو هم په ادا حسابوي راپسې
څه په هوښيار څه په زرګر جانان دې واړولم
چې په خندا خندا كې تل كوي ستم په سايل
په داسې ښكلي جادوګر جانان دې واړولم
خوښ د پښتونخوا په مېږتون يمه پښتونه يمه
خاورې به مې وايي چې پښتون يمه پښتون يمه
ته په سور سالو كې لكه ګل نغښتې راغلې يې
زه پخپلو وينو كې ګلګون يمه، پښتون يمه
سود مې په بل نشي خپله يو بڅرى خاوره هم
زه ګورې په دې هكله قارون يمه، پښتون يمه
موږ سندرې نه وايو محبوبې د پردو سترګو
زه د پښتنو سترګو مجنون يمه، پښتون يمه
تل پكې د ژوند د ازادۍ سندرې اړوم
زه شپېلۍ د خپل فكر د شپون يمه پښتون يمه
چاته دې څوك نه وايي ما ټوله دنيا پېژني
زه، خپله عنوان خپله مضمون يمه
دا چې دې همه دنيا خوړلى وخت په وخت يمه
ښكلى يمه خوږ يمه ترسګون يمه، پښتون يمه
ما به د حالاتو پېچ و خم نه كړي ادل بدل
زه خپله استازى د بدلون يه، پښتون يمه
وخته ځه ته ښې لوبې په زړه د سايل وكه، خو
زه پوى په مطلب د زړه چاودون يمه، پښتون يمه
ماله دې ټول ژوندون ارمان كړو لاړې
د زړه بازار دې راله وران كړو لاړې
جمال دې يو، جلال دې بل زورور
نن دې تار، تار راله ګرېوان كړو لاړې
پوى دې د مينې په دستور نه شومه
په ما دې خپل نظر تاوان كړو لاړې
ځار دې د سترګو له دې داسې ادا
زما جنت دې بيابان كړو لاړې
لوګى لوګى دې له هوښيار نظره
ساده سايل دې پرې حيران كړو لاړې