په سترغلو كې مې پاړسوب راشي
نمر چې را وخېژي نو خوب راشي

ستا تصور هم غزونې وكړي
كله چې شپه په زلميتوب راشي

په ځان كې دغسې راټول ګرځمه
لكه په جونو پېغلتوب

چې عقيدت د لېونتوبه ووځې
مينه كې هله سړيتوب راشي

غربت مې داسې ارمانونه وژني
لكه په ګلو چې وچوب راشي

چې پسرلى په ملاكنډ راواوړي
په اباسين كې لېونتوب راشي


چاوې چې مين شومه نو ښاد شومه
زه خو ستا په مينه كې برباد شومه

وګوره زه څومره خوش نصيبه يم
ستا په نامه ټول وطن كې ياد شومه

ما ډېرې تودې سړې ليدلي دي
زه په تيندكونو كې استاد شومه

اوس پرې د ښكلا ماڼۍ ابادې كړه
ستا د شخصيت چې زه بنياد شومه

وايه كنه څنګ دې لار غلطه كړه
شكر دى چې زه درته درياد يمه

دنګو دنګو غرونو سره سر وهم
زه خو اباسين نه شوم فرهاد شومه


ګله چې ازغي هم رانه ځان راټولي
څوك به مې ريښې ريښې ګرېوان راټولوي

زړونه د مينو كړي خواره د ګل په رنګې
پس له غزونې چې ګرېوان راټولي

زلفې يې ناكامه د جبين په احاطه شوې
غرونو ته دې خيال دى چې اسمان راټولوي

څرنګ مې حرم د  زړه بچ وساتم ملګرو؟
سترګې مې هندوې دي بتان راټولوي

زه يې لېونى كړه او خوا يې يخه نشوه
ګرځي اوس د كلي ماشومان راټولوي

مري نه، خو چې كله د غورځنګ له برمه پرېوځي
څوك به اباسين له شاعران راټولوي

 

لكه د خوبه چې بيدار شي سړى
مينه چې وكړي نو هوښيار شي سړى

د چا د سترګو نه چې وغورځېږي
لكه د غره نه راګذار شي سړى

د ساينسي دور به څه مينه وي
څنګه د عقل نه اوزګار شي سړى

د ژوند خوندونه ټول په مينه كې وي
چې محبت نه كوي خوار شي سړى

د تنهايۍ په جزيرو كې اكثر
له خپله ځانه هم ويزار شي سړى

د ژوند مزل ورته بلا اسان شي
چې اباسين غوندې خود دار شي سړى


ستا يادونو خو زه ډېر زرې زرې كړم
زړه مې غواړي چې دا زړه له ځانه پرې كړم

د ډيوې دود راته زلفې زلفې كېږي
له دې غمه په كاله كې ډيوې مړې كړم

په يو حال كې محبت پرېښودى نشم
په دروغو له ناصح سره وعدې كړم

په سحر كې د جومات په ګوټ كې ناست يم
چې ماښام شي نو تكل د ميخانې كړم

مسكيتوب كې دې ايله شو له نظره
د سپرلي ګرېوان به ټول ريښې ريښې كړم

د يادونو اباسين به دې لاهو كړي
كه زه ډېرې دعاګانې درپسې كړم

 


ستا بڼو راله زړګى كړو كرښې كرښې
بې وسۍ راله تندى كړو كرښې كرښې

چې يې وليدې زما چاودلې شونډې
نو له قصده يې منګى كړو كرښې كرښې

لكه برېښي چې اسمان سپينه وريځ كې
كه خندا يې اننګى كړو كرښې كرښې

ستا مين د لېونتوب تر حده تېر شو
په نوكانو يې هر ځاى كړو كرښې كرښې

دغه فيض د اباسين د سخاوت دى
په دشتونو يې سپرلى كړو كرښې كرښې

 

 


ما چې مړ كې انتقام به له چا اخلې
اوس مې وژنې كه واپس دې سزا اخلې؟

لكه شمعه دې بلېږمه په زړه كې
په قلاره! مړ مې نه كړې چې ساه اخلې
محبت به درته جوړ كړي فسادونه
غزونې به جانانه سبا اخلې
چې بينا دې كړمه ګل دې راله وښود
دا نظر ولې په بېرته له ما اخلې
بې له لمره د سپوږمۍ په مخ تيارې وي
ته زما د پلوشو نه رڼا اخلې
په خلوص باندې خرڅېږمه په زر نه
دې د خټو، ګټو كور كې كه ما اخلې؟
كه د مينې په ګوهر پسې لټون كړې؟
اباسين ته به وردانګې كه را اخلې


زما د قتل به ضرور په تا الزام راځي
ماله افسوس د خپلې مينې په انجام راځي

زه محبت د هر انسان د زړه دارو ګڼمه
ګنې رقيبه! ماله چل د انتقام راځي

زما د خټو، ګټو كلى دومره سپك مه ګڼه
دلته چې ښكلي هم راځي په احترام راځي

چرته چې هم د ځوانمردۍ او د اخلاص ذكر وي
د ټولو مخكې به نامه زما د قام راځي

د لېونۍ بادامي زنه مې پرې څه ښكل كړې
لا مې د شونډو نه خوندونه د بادام راځي

زما د ښكلي وطن ښكلو! زړونه ټينګ ونيسئ
چې اباسين كله په لوري د باګرام راځي