سردارولي څرک

Profile Photo

راځئ چې سردار وپېژنو!

که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨

ځګيروي(د لرې او برې پښتونخوا د شاعرانو غورجاڼ)


د تاج محمد محتاج غزل

  چې مې د زړه كور ته راننوتېد پښتانه كور ته راننوتېستا د محل خوندونه نشته پكېزما زاړه كور ته راننوتېچې تل به تا ورته په سپكه كاتهنن همغه كورته راننوتېدرپسې زه وتم سرتوره اشناښه شوه چې ته كور ته راننوتېپه سره جوړه كې يو ناڅاپه داسېلكه لمبه كورته راننوتېمحتاجه! ما خو وې په مړو شمېرلىپه ژوندانه كور ته راننوتې    

06.02.2009 سردارولي څرک

د سعدالله جان برق څو غزلې

  تش په كتو مې تنده نه ماتېږيپه ګوټ اوبو مې تنده نه ماتېږي ريباره بس كا څه فايده يې نشته په تسلومې تنده نه ماتېږي دشونډوسرونيمې نيمې خبرېپه جام ليدو مې تنده نه ماتېږي چې يې انجام راته معلوم دې ياره!پدې وعدو مې تنده نه ماتېږيساقي ناروغ نه يمه تږى يمهپه څو سيپو مې تنده نه ماتېږيتږى پټى يمه باران غواړمهپه څو قطرو مې تنده نه ماتېږيبرقه! په زړه كې مې ده تږې صحراپه منګوټو مې تنده نه ماتېږي   تصوير دې تانه ښه د

06.02.2009 سردارولي څرک

د سيف الرحمن سليم څو غزلې

  كله ناكله ست د جام كوهپه تا مين يم په ما پام كوه د رقيب مخكې راته مه وايه څهبس زما دومره احترام كوه راغلى يم زه ميكدې ته نوىساقي لږ ما سره ناكام كوه د سحر باده! سرو ګلونو سرهمړاو غنچو ته هم سلام كوه وركى* فتوې زما د كفر ولې؟واعظه! فكر د انجام كوه ((سليمه)) سم دې كه غزل شرعې تهلږ پكې ذكر د خپل قام كوه   د ميو ګوټ ساقي! ضرور خو ندىكه نه وي، پرېده ستا قصور خو ندى دې كې د زلفو سيورى هم

06.02.2009 سردارولي څرک

د لايق زاده لايق څو شعرونه

  په سلګو مو شپه سبا كړهتا ښېرې كړې ما دعا كړه نور څه نه غواړم خاونده!زما مينه ماله راكړهځكه پټه پاتې نشوهلېونتوب مينه رسوا كړهچې يارانو كړم يوازېخپله لاره مې جدا كړهوايه نور درله څه دركړم؟ستا په نوم مې هره ساه كړهما څه غږ كولاى نشورقيبانو چې خندا كړهاوس څه مه وايه لايقه!تا همېش خپله رضا كړه     چې زړګې مې پرې ودان دى((يو سړى دى)) په ما ګران دى ځكه كوږ له خياله ګرځيد ښايست د

06.02.2009 سردارولي څرک

د خاطر اپريدي څو شعرونه

  خدايه! څومره بې وفا زما دلبر دىچې له غمه يې زه مرم په ده اختر دى د هجران له لاسه شب و روز ژړېږمځكه داسې مې په اوښكو ګرېوان تر دى يا خو زه ورته نظر كولاى نه شميا خو دى ډېر په لېمو كې زورور دى اوس مې سود په بل بشر د زړګي نشيچې ليدلى مې د يار ښكلى بشر دى تور باڼه د يار د غشو په مثال ديپرې ويشتلى يې زما د زړګي سر دى درېغه زه خاطر خو پوه په خپل قصور وىچې په څه باندې له ما نه مرور دى؟ ته به په زړه كې ماله څه

06.02.2009 سردارولي څرک

د حسين احمد صادق څو غزلې

  چې د احساس مرۍ پرې غوڅه نشيستا د نظر چاړه دې پڅه نشي ستا په مينو ستا پېرزو د ستمدا خو د هر ښكلي له وسه نشي زما سړه وينه كې جوش راوليشنډه دې ستا د بڼو هڅه نشي سكوت به ماله اخر سا ډوبه كړيپورته كه ستا د غم خپسه نشي ليمه په اوښكو وينځم ګورم درتهمونځ خو هيڅكله بې اودسه نشي     د مينې تنده يې زما ډېره كړهچې پېغلتوب ورله حيا ډېره كړه ستا په راتلو محفل روښانه شولوكه د محفل چراغ رڼا ډې

06.02.2009 سردارولي څرک

د خيبر اپريدي څو غزلې

  تا ابتدا وكړه لېونى دې كړمڅه دې ادا وكړه لېونى دې كړم مخ دې په يو پړك كې په اوربل كړو پټهغسې بيا وكړه لېونى دې كړمنن له ډېره نازه د خندا په ځاىتا چې ژړا وكړه لېونى دې كړمپوه شولې خو ځان دې څه ناپوه كړودا دې حيا وكړه لېونى دې كړمهيڅ مې ژړاګانو په تا ونه كړلتا چې خندا وكړه لېونى دې كړمتا چې خېرې وكړې راپسې شولېاوس، خو دعا وكړه لېونى دې كړمواه، واه! د خيبر د نادانۍ پېخېهغسې بيا وكړه لېونى دې كړم   خبرې څه

06.02.2009 سردارولي څرک

د اقبال شاكر څو غزلې

  په خپل وجود مې لمبې پورې كړلېستا د ارمان سترګې مې تورې كړلې ښه په صلاح يې په مينو پسېد ديدنونو تمبې پورې كړلې سحر چې كومې د وفا ډكې وېماښام يې هغه سترګې نورې كړلې ما وې چې ځه د دام نه و وتمههغې خو بيا زلفې سمسورې كړلې مغربه! څومره ترقي دې وكړهڅومره تور سرې دې سرتورې كړلې د دې شاكر شرابي غم په كار دىد كلي انجونې يې ميخورې كړلې   ژوند مې د خالونو تور په زړه پورې نيولى دىدا مې ډېر د زړ

06.02.2009 سردارولي څرک

د علي اكبر سيال غزلې

  په غنو غنو بڼو شپه به كوود يار د سترګو تماشه به كوو د وطن خلكو فيصله په تاسومينه چې نه كوو، نو څه به كوو؟جنګ خو مزه كوي سينه په سينهپه سترګو سترګو كې كاته به كوود خلوتونو توبې څه توبې وي؟موږ چې كوو په جار توبه به كوولوبې چې يو بل ته په زړه نه كوووايه چې دا نه كوو، څه به كوو؟يه سياله! زړه چې دې راټول پكېپه پښتنو ښكلو جرګه به كوو       زمكه چې سيكه شي او اسمان راوروي لمبېداسې مې په

06.02.2009 سردارولي څرک

غزل................................ ناګار صيب

زمونږ په لاره باندې نشته دى خطر له سرهخو دا يو شرط شته دى چې نه به راوړې سر له سره په وينو ژوند لكه د ګل د ښكلا ښكلى تعبيرموږ د شفق غوندې تاو كړيدي سره زر له سره د قربانۍ په قدم نه ځي د هوس لارويله پټه رازه خوار واعظ نه شو خبر له سره زما الفت زما حمزه يې تر ټولو ښه وراث دىهغه پګړۍ چې وه تړلې پيغمبر له سره لكه مڼې بادونو سره كړه د كابل اننګيخمار يې نه وځي د الله اكبر له سره كربلا بيا په كوم منصور باندې كړه تنده ماتهچې پيل غورځنګ د

04.03.2008 سردارولي څرک

د عبدالجبار څپاند غزل

ولې داسې غلى يې څه نه وايېګرانه چا رټلى يې څه نه وايېحسن ګناهګار دې خطاګانې كړيته څومره سپيڅلى يې څه نه وايېښكلي بس كاته كوي غږيږي نهخدايږو ياره ښكلى يې څه نه وايېځار دې له منصورې حوصلې نه شمدار ته را ختلى يې څه نه وايېپيژنم تصوير يې د خواږه جانانزړه نه راوتلى يې څه نه وايېبيا دې ياغي حسن كې مستي نشتهبيا چا ژړولى يې څه نه وايېډيره موده وشوله څپاند اشناكومې خواته تلى يې څه نه وايېعبدالجبار څپاند

19.02.2008 سردارولي څرک

د صديق الله بدر غزل

  تيارې دي له سهاره تر سهاره توره شپه دهپه موږه بدنصـــــــيبو دوامداره توره شپه دهبنګړو ته دې شرنګ وركړه چې دې وپېژنم يارهده لار له لارې وركه لار په لاره توره شپه دهبلا د زلفو اخلو چې په لاره ځــــــــو د زلفود عشق د ليونيـــو خو تر داره توره شپه دهنه جام نه صراحي شته او نه شور څه د بنګړيوپه موږه مينه خوارو داسې خواره توره شپه دهديدن ارمان چې راشي بدره دا سندره بولوچې خوارې سترګې ګرځو لا اغياره توره شپه ده  

19.02.2008 سردارولي څرک

د دروېش دراني غزلې

  هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شيبس له لرې ورته وګوري روان شيدا چې هره ورځ وركيږي دلته زړونه هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شيزړه مې ستا ډېرو بې ورو داسې نرى كړچې رقيب شړې نو هم زما ارمان شيپه وړه خوله چې كوې لويه خبره دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمان شيد دروېش خاورې وجود به هم سره زر شيكه دې شونډو ته نږدې لكه پېزوان شي   له شونډو نه وه، له بڼو او له رخساره نه وهزما ګيله له خپله بخته وه، له ياره نه وه ستا په

19.02.2008 سردارولي څرک

د بلينډې بدرۍ غزل

  لاس ېې رسي ان تر ستوري دنګ ولاړ دیبيا مې خيال په سندريز ګړنګ ولاړ دیبوله مه چې به زلمي ور پسې پاڅيانقلابه، جينکو ته جنګ ولاړ دیهر غزل مې لکه زيږ پښتون د غرونوځکه هوش دی ورته لوتی رنګ ولاړ دیزما له سل ملالو ډک درانه نظر تهستا نظر لکه زخمي پېرنګ ولاړ دیهله مړه ترې ها ډيوه کړئ ګنې سوځي په لمبې ېې يو ياغي پتنګ ولاړ دیبيا بدرۍ ته ېې لمن بېرې راوړيها ماشوم چې د ګودر تر څنګ ولاړ دی

19.02.2008 سردارولي څرک

د بشير احمد پرهر غزل

  ناز، ادا او كبرو غرور، ستمچاويل چې ښكلو سره نه لګي خداى مه كړ ه چې تا به ځوروم ګلېهسې دې منت راباندې ښه لګي دومره مې كنځلې هم ترې خوښې دينه چې مې تنها د شونډو سره لګي هيڅ وخت دې سپېره تندي ور نه وستمچېرته مې چې روغ لېونى زړه لګي دا ځلى وروړم په چرسو سرې سترګېګوره كه پرې دغه تاويز ولګي

08.02.2007 سردارولي څرک

د سعود غزل

  راله د سترګو نه بال جوړويمات شه لاسونه چې دې وال جوړي د آينې په وړاندې ودرېدلهځان له پخپله يو مثال جوړي رنګونه راكړه، چې زنځير يې كړميوه بوډۍ راله ترې ټال جوړوي په زړه يې داغ د محبت راكړلولكه چې زنه باندې خال جوړوي يو هنر مند لمبه كوي عكسونهجوړې واپس ورځنې خيال جوړوي سعوده مونږه خټه واغږلهګورو چې څه به ترې كولال جوړي

08.02.2007 سردارولي څرک

د نقيب احمد اتل غزل

    تاته نه ښكاري نه يې وينې مينېله خوږ زړګي مې څاڅي وينې مينې شوم ستا په مينه كې بدنام دكليكوم خبرې سپينې سپينې مينې خيركه غريب يمه خونازبه دې وړمسربه درځاركړمه نيازبينې مينې دخپل ملنګ جانان ګريوان وګوره سلګۍوهي په زړه سنګينې مينې زه ملاخېل درنه لوګى لوګى شمپښتنې پېغلې شرمګينې مينې

08.02.2007 سردارولي څرک

د شفيق الله شاداب غزل

  چې د اظهاره دې په سترګو كې حيا ګرځيپټ محبت به نو تر څو ماله سزا ګرځي ستا اننګو ته اوښكه راغله په رنجو ككړهكه نه، د سور ګلاب په پاڼو كې بورا ګرځي؟ كله چې زخم تاته رسي، درد يې ماته رسيچې سر په تا چورلي اشنا، دونيا په ما ګرځي ما خو ده داسې نظام سوال الله ته نه و كړىچې رقاصانې په كابل كې په ګډا ګرځي د شاعرۍ نه زه توبه كړم خو چې تا ووينمنوى عزل مې بيا په ذهن كې په غلا ګرځي

08.02.2007 سردارولي څرک

د عزت الله ځواب غزل

  چې جدا شوى يم له تانه، زړه مې وچاودېدهلېونى شوى يم جانانه، زړه مې وچاودېده دخداى لپاره ما مياعلي بابا ته ورسوهراسره ځان وتړه ګرانه! زړه مې وچاودېده دا دووسان رقيبان سور دوزخ ته ورسوهژره شه! را ولوېږه اسمانه! زړه مې وچاودېده پرما يې ناز وړلو ماهم ورباندې ناز كولوپه ټوكو، ټوكو كې شوه ورانه، زړه مې وچاودېده څوك لا راغلي نه وي تا وي زړه كې ځاى وركړىد ځواب وران افغانستانه! زړه مې وچاودېده

08.02.2007 سردارولي څرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more