په سلګو مو شپه سبا كړه
تا ښېرې كړې ما دعا كړه
نور څه نه غواړم خاونده!
زما مينه ماله راكړه
ځكه پټه پاتې نشوه
لېونتوب مينه رسوا كړه
چې يارانو كړم يوازې
خپله لاره مې جدا كړه
وايه نور درله څه دركړم؟
ستا په نوم مې هره ساه كړه
ما څه غږ كولاى نشو
رقيبانو چې خندا كړه
اوس څه مه وايه لايقه!
تا همېش خپله رضا كړه
چې زړګې مې پرې ودان دى
((يو سړى دى)) په ما ګران دى
ځكه كوږ له خياله ګرځي
د ښايست د كلي خان دى
حسن څه دى مينه څه دى
يو فريب دى بل ګمان دى
د زړګي له كوره نه ځي
يو ضدي غوندې ارمان دى
پيدا كړى دې پښتون يم
ربه دا دې لوى اخسان دى
يو زما پوښتنه نه كړي
نور په هر چا مهربان دى
بيا مې ګڅه سترګه رپي
راته ښكاري را روان دى
هر يو شعر مې لايقه
د غټ سترګي نه قربان دى
چې حادثو يوازې پاتې كړمه
خپلو پردو يوازې پاتې كړمه
ما چې په چا باندې نازونه كول
خدائګو هغو يوازې پاتې كړمه
يوه كيسه نده چې ياده يې كړم
ډېرو كيسو يوازې پاتې كړمه
ځكه په چا باور كولاى نشم
ډېرو وعدو يوازې پاتې كړى مه
د محبت په جوارۍ كې همېش
خپلې پښتو يوازې پاتې كړى مه
د با په سر د چا خندا لايقه!
زه په سلګو يوازې پاتې كړى مه
كلي ته چې اوس رقيبان نه راځي
داسې معلوميږ جانان نه راځي
ستا د بې رخۍ لمبو ستي كړمه
نور په څه خبره خپګان نه راځي
زار مې ترې ځواني په مينه مينه كړه
نور راله څه چل د تاوان نه راځي
بيا د حسرتونو وريځ ((سره)) شوله
بيا د ديدنونو باران نه راځي
وګوري چې ماته نو مخ واړوي
څنګه به مې شك او ګومان نه راځي
ډېر كه په سلګو لايقه! ژاړمه
بيا هغه تېر شوى دوران نه راځي
چرته زه درته يادېږمه او كه نه
په زړګي دې را ورږېمه او كه نه
د هجران په ناقراره توره شپه كې
درته سيورى سيورى كېږمه او كه نه
دا يوه خبره سمه راته وكړه
خپل لايق درته ښكارېږمه او كه نه