كله ناكله ست د جام كوه
په تا مين يم په ما پام كوه
د رقيب مخكې راته مه وايه څه
بس زما دومره احترام كوه
راغلى يم زه ميكدې ته نوى
ساقي لږ ما سره ناكام كوه
د سحر باده! سرو ګلونو سره
مړاو غنچو ته هم سلام كوه
وركى* فتوې زما د كفر ولې؟
واعظه! فكر د انجام كوه
((سليمه)) سم دې كه غزل شرعې ته
لږ پكې ذكر د خپل قام كوه
د ميو ګوټ ساقي! ضرور خو ندى
كه نه وي، پرېده ستا قصور خو ندى
دې كې د زلفو سيورى هم شامل دى
ګنې دا سيورى دومره ګُور خو ندى
دا د ګلاب تندى په څه خوله دى؟
دا خو يو ګل دى څه مزدور خو ندى
عشق د مخلوق سره خو هم كيداى شي
عشق د يو كس سره ضرور خو ندى
دې كې د خپل الفت نشې ګډې كړه
خالي شرابو كې سرور خو ندى
رښتوني هره زمانه كې شته دى
دا كار يوازې د منصور خو ندى
ته چې دا شونډې په غاښونو چيچې
دا د ښايست هغه غررو خو ندى
پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي
د مغلو سيلاب يوړل لكه خلي
زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لكه ما يې چې وي پلار نيكه وژلي
دې نه زياته خاموشي به نوره څه وي؟
چې موجونه هم روان دي غلي غلي
عجيبه ده محبوبا غېږه كې غواړې
او، لاسونه دې خپل شاته دې تړلي
قافله خو دې راونه وي منزل ته
سپيو تل دي لاروو پسې غپلي
باور نه لرم په خپلو ريبارانو
دا قاضيان وي د خبرو هلته غلي
چې په كومه لاره ځم خلك مې وژني
لوى واړه يې دي د كلي لمسولي
ما په دار كړه چې منصور خلكو ته ياد شي
مودې وشوې څوك په دار ندي ختلي
د ميكدې به خداى قضا راوسته
چې يې اختيار كې د ملا راوسته
منم رهبر پخپله مخكې لاړو
خو قافله خو يې په شا راوسته
څومره جونګړو ته دې اور ورته كه
چې خپل محل ته دې رڼا راوسته
د زرو بت ته يې سجده ونكړه
خداى زما مينه سر بالا راوسته
ته يې چې ته زما حيا اخلي
زه يم چې ما د تا حيا راوسته
ما په ژړا ژړا خندا غوښتله
تا په خندا خندا ژړا راوسته
چار درته وې چې زړه كې ځاى وركوه
((سليمه!)) كور ته دې بلا راوسته
خدايه! چې هېره ترې وعده خو نده؟
ما سره لږه تلوسه خو نده
زړګيه! څه ته په ټوپونو شولې
دا خويې خيال دى څه هغه خو نده
ريباره! ته به ورته څه و وايې؟
په هرڅه پوه ده څه وړه خو نده
دا رقيب ولې سوزي ما چې ويني
اخر ستا منيه څه لمبه خو نده
نېك بختې صبر وكړه نه راخېژي
د سبا سترګه څه ړنده خو نده
زما له مينې به څه ويرېږې
خوري خو دې نه، سړي خوره خو نده
واعظ چې غواړي پس له مرګه شراب
دا انتظار دى څه توبه خو نده
دا به څه شي كه هغه رانه جدا شي؟
خداى دې نه كړي چې دا نن شپه هم سبا شي
كه دې زلفې لږې شاته واړولې
دا تيارې به د جهان رڼا رڼا شي
ستومانۍ مې ځوانۍ هډوكي مات كړل
هغه پېغله څوك خبر كړئ چې نن راشي
د غنچو په شان په اوښكو تازه كېږي
ته مسكۍ شه چې مين دې په ژړا شي
كه د مينې ګرمه غېږه كې دې ځاى كړم
نو خوبونه د ځوانۍ به مې رښتيا كړم
كه زما په وينه كېږي نو ترې ځار شه
خو كلۍ د دې چمن دې په خندا شي
قافله هم منزل نه ځان خبر كړي
كله كله رهنما نه لار خطا شي
پېغلتوب، شراب او حسن چې زه ياد كړم
نه پوهېږم خلك ولې وار خطا شي
زړګيه صبر شه زه نه ورځم كوڅې پورې
رنګ رنګ خبرې به بيا كېږي په هغې پورې
پيغلې ته وايه چې لږ خيال د لوپټې ساتي
ريخه يې رسي چې د پلار نيكه شملې پورې
سترګې مې وشرمېږي ودرېږمه بېرته راشم
لاړمه راغلمه څو څو ځلې كعبې پورې
واعظ خپه دې د چېړلو يې څوك پاتې ندى
سترګې يې سرې وې چې مې راغلو جنازې پورې
الله دې مل شه چې ملا به درنه څه جوړي
ما خو ته راوستې بچيه مدرسې پورې
په سرو منګولو چې شراب راكوي
لكه ګلاب راله ګلاب راكوي
يو ورځ به راشي چې حساب به كېږي
يو ورځ به يار راله حساب راكوي
ملطب يې دا دى چې مدام ورځمه
چې په خندا راله جواب راكوي
د زولنو په ساز نغمې اوروم
ما لېوني له څوك رباب راكوي
يارنو زه دښار قاضي خو نه يم
ماله به ولې خداى عذاب راكوي
زلفې خورې كه ماله خوب راځي
تورې تيارې كه ماله خوب راځي
پائلې دې اوباسه ګجرې ماتې كړه
دا ډيوې مړې كړه ماله خوب راځې
ستا د خوږو خوږو وږمو لوپټې
په ما خورې كړه ماله خوب راځي
د رقيب ذكر باندې مه سېزه ما
ژبه ترې پرېكړه ماله خوب راځي
چې مې ګيله د شونډو پاتې نشي
دا هم ويدې كړه ماله خوب راځي
هغه په سرو لبانو څه خوروي
چې تصور كې مې خواږه خوروي
اوربل دې ټول كړه چې مې زړه راټول شي
د خور اوربل خيال مې دې زړه خوروي
د محتسب زړه كې څه غلا ده ضررو
چې سازو خلكو پسې غله خوروي
زما خبرو نه قدغن لرې كړه
نو افواګانې به څوك نه خوروي
((سليم)) لمبې لمبې غزلې وايي
كه د تيارو دلال تياره خوروي