تا ابتدا وكړه لېونى دې كړم
څه دې ادا وكړه لېونى دې كړم

مخ دې په يو پړك كې په اوربل كړو پټ
هغسې بيا وكړه لېونى دې كړم
نن له ډېره نازه د خندا په ځاى
تا چې ژړا وكړه لېونى دې كړم
پوه شولې خو ځان دې څه ناپوه كړو
دا دې حيا وكړه لېونى دې كړم
هيڅ مې ژړاګانو په تا ونه كړل
تا چې خندا وكړه لېونى دې كړم
تا چې خېرې وكړې راپسې شولې
اوس، خو دعا وكړه لېونى دې كړم
واه، واه! د خيبر د نادانۍ پېخې
هغسې بيا وكړه لېونى دې كړم

 

خبرې څه سړې سړې اړوي
څه په هنر مې ارادې اړوي

د ميكدې نه بهر څوك و وتو
چې ميخواران ډكې پيالې اړوي
د هغو سترګو د حكمت نه لوګى
په يو نظر كې زما نې اړوي
ګوره خندا دې څنګه چارې كوي
لكه چې زمكې زلزلې اړوي
خس او اغزي هلته ګلونه سپړي
په كوم طرف چې سترګې مړې اړوي
لا خو تنكۍ ده، خو څه راز دى پكې
هسې په زور په ځان روژې اړوي
د پښتنو به درته څه وايمه
په دې دنيا كې خالي شپې اړوي
دا هديره ده، دا د ستړو ځى دى
دلته شاهان هم قافلې اړوي
چې دا ملا صاحب به څه وايي پرې
دا دومره زر زر چې تسبې اړوي؟


اور د مينې پورې و په ما پورې
اور و اخر پورې شو په تا پورې

مينې دې څه هسې سودا راكړله
هسې خندا راشي په خندا پورې
دواړو به يو بل ته وې چې ته وايه
نور مو هيڅ ونه وې تر سبا پورې
زه درځنې تلاى نشم ولاړ به يم
څو كه دروازه كړه راله تا پورې
نن راته په سترګو كې چا ست وكړو
اور د سرور پورې دى په ما پورې
هسې په كتو مې ځواني مرګ مې بلي
ګوره كه شي دا ښېرې په تا پورې
خانده زلزلې په خيبر راوله
وي خو تندرونه په برېښنا پورې

 

 

يو طرف ته وګوره جذبه مې زنګوي
بل طرف مې وګوره توبه مې زنګوي

خور مې چې په حال باندې جمود وي ټوله ورځ
خيال د مړاو سترګو ټوله شپه مې زنګوي

نه دې ساقي ويښ كړمه او نه دې سم ويده
زه بې خودي غواړمه، پياله مې زنګوي

ستا شرابي سترګو په ما كړى دى اثر
څښلي مي څه ندي، خو نشه مې زنګوي

وزنګېدم، پرېوتمه تاته په سجده
تېر راتېر په لمر شم چې سجده مې زنګوي

څو كه ده پېغلوټې، خو ده مينه يې درنه
ستر خيبر ته وګوره وړه مې زنګوي

 

په چا سازونه سندرې ګرانې دي
په ما د ښكليو خبرې ګرانې دي

توروي شونډې د سپينو پېغلو
په خيبر ځكه ګورګرې ګارنې دي
                                  ***
خط يې راغى په سپين مخ باندې زلمى شو
په وطن د ارمانونو مې سپرلى شو

له خيبر سره سودا ستا د وربل شوه
اوس يې غم د ځنځير وكړه لېونى شو