زمونږ په لاره باندې نشته دى خطر له سره
خو دا يو شرط شته دى چې نه به راوړې سر له سره
په وينو ژوند لكه د ګل د ښكلا ښكلى تعبير
موږ د شفق غوندې تاو كړيدي سره زر له سره
د قربانۍ په قدم نه ځي د هوس لاروي
له پټه رازه خوار واعظ نه شو خبر له سره
زما الفت زما حمزه يې تر ټولو ښه وراث دى
هغه پګړۍ چې وه تړلې پيغمبر له سره
لكه مڼې بادونو سره كړه د كابل اننګي
خمار يې نه وځي د الله اكبر له سره
كربلا بيا په كوم منصور باندې كړه تنده ماته
چې پيل غورځنګ دى د حسين ابن حيدر له سره
په دريشۍ ناګاره ورنه كې پكول او پګړۍ
لكه صميم چې چرې كوز نه كړې څادر له سره
استاد فضل ولي ناګار
04.03.2008
- سردارولي څرک
ستا ليدو باندې مې خولې نه توري تښتيلكه ووړ ماشوم خبرو كې بندېږملكه واوره چې د لمر په تاو ويليږيداسې زه دې بلتانه كې ويلې كېږم
دا منمه چې مې نشوې، خو جانانه!دا منې به چې په نوم دې زه يادېږم
هيڅ حاجت مو د پوښتنې نشته ياره!څنګ چې زه يم داسې ته يې ښه پوهېږم
لكه خوار مزدور د اوړي په ګرمۍ كېداسې زه په خپلو اوښكو كې لمبېږم
دغه هسې تصنوع ده، اصل ندىدا چې ياره د دنيا مخكې خندېږم
۱۳۸۶ كب۱۲ مه
&nbs...
04.03.2008
- سردارولي څرک
په اوسنيو وختونو كې خو لويو او وړو موټرو خپل ارزښت د ډېر توليد له امله د اسمان له لمنو لاندې ځمكې ته راخطا كړى دى او د موټرو په دې راولېدو كې دلته په افغانستان كې دوو خواوو ښه رول لوبولى، يو په تېرو كلونو كې د كوكنارو پراخه كر او د ترياكو لوړو نرخونو چې له امله يې د غرونو ځينې ژرنده ګړي هم له خرو بې غمه شول او بله خوا يې د نوو بدلونونو سره تړلې ده چې انجوګانو او تش په نامه ټولنو كې دننه خلك له يوې مخې د موټرو لرونكي شول، خو زموږ رئيس صيب ته د موټرو په دا دومره ګڼه ګوڼه كې موټر...