ستا ليدو باندې مې خولې نه توري تښتي
لكه ووړ ماشوم خبرو كې بندېږم
لكه واوره چې د لمر په تاو ويليږي
داسې زه دې بلتانه كې ويلې كېږم
دا منمه چې مې نشوې، خو جانانه!
دا منې به چې په نوم دې زه يادېږم
هيڅ حاجت مو د پوښتنې نشته ياره!
څنګ چې زه يم داسې ته يې ښه پوهېږم
لكه خوار مزدور د اوړي په ګرمۍ كې
داسې زه په خپلو اوښكو كې لمبېږم
دغه هسې تصنوع ده، اصل ندى
دا چې ياره د دنيا مخكې خندېږم
۱۳۸۶ كب۱۲ مه
***
نه غواړمه نور څه ترېنه نه غواړم
خداى ځنې يو موټى پښتانه غواړم
دغه مې ارمان دى چې يو ځاى شو موږ
دا د جبر كرښه وركېده غواړم
جنګ له دغه كلي وركېده غواړم
سوله امن دلته كې راوړه غواړم
كله چې هم ياره ستا كاته غواړم
سترګې كړمه پټې تا را وغواړم
زړه دركومه ياره! درنه زړه غواړم
نور به درنه څه غواړمه څه غواړم
۱۳۸۶كب ۱۲ مه
***
راله دې زړه، راله زړګى راكړه
كه نه وي زړه كې راله ځى*۱ راكړه
خوښه دې خپله، خو بس ماله ياره!
په دغه دواړو كې يو شى راكړه
كه لږ نشه شمه او درد مې هېر شي
ساقي پياله را كنډولى راكړه
ربه! جانان كه راله نه راكوې
مرګ خو مې حق دى، نو مرګى راكړه
۱۳۸۶ كب ۱۲مه
***
څله راګورې څه كوله غواړې ته
جوړ په نظر مې قتلول غواړې ته؟
نور دې هم ظلم ته زور وركړه اشنا!
كه مې پاګل، پاګل كول غواړې ته؟
دا چې په بله رانه مخ اړوې
دا مې زړګى ازارول غواړې ته!
داسې چې ګورې جوړې، جوړې څرك جانانه!
له كلي كوره وركول غواړې ته
***
پاڅه شابه ځه ساقي
را يوه پياله ساقي
لا خو به توبه كوم
لا خو مې وخت شته ساقي
ځار مې د يار سترګو نه
ستا شه ميكده ساقي
ماله مې يار وكتل
وادې خله پياله ساقي
***
نور خو بلا ياره ستړى شوى يم
زه له انتظاره ستړى شوى يم
پرېده چې دې غېږه كې دمه شمه
ځى* راكړه نګاره! ستړى شوى يم
كله، خو هم ژوند كې ته اقرار وكړه
ستا له دې انكاره ستړى شوى يم
زه له دې نه پس كلي ته نه درځم
ډېر په دغه لاره ستړى شوى يم
زمه چرته دښتې ته پناه وړمه
نور له دغه ښاره ستړى شوى يم
۱۳۸۶كب ۱۲مه