زده كونكى
يو پلار ته د هغه د زوى په هكله د ښوونكي ليك په لاس ورغى، پلار له ډېرې غوصې شونډې چيچلې او په قهرجن غږ يې له زوى و پوښتل چې تاته پته ده چې ستا ښوونكي په دې ليك كې څه ليكلي؟
زوى د سر په خوځولو ورته وويل چې نه پلاره!
_ ستا ښوونكي ليكلي دي چې هغه به په ژوند كې هم په دې ونه توانېږي چې تاته څه در زده كړي
زوى ښه په غرور پلار ته ځواب وركړ چې ما خو مخكې هم درته ويلي وو چې په ښوونكي كې دا قابليت نشته.
پلار يې چې كله د ده نتايج وليدل نو غاښونه يې وچيچل او زياته يې كړه چې دخداى لپاره دا ستا نتيجه ده، په شلو كسانو كې آخر نومره راغلى يې...؟ له دې خو خرابه نتجه ما په ژوند كې هم نه ده ليدلې.
زوى په معصوميت ځواب وركړ چې پلاره! نو د خداى شكر نه باسې، ښه دى چې په ټولګي كې نور زده كوونكي نه وو.
نكلي غاښونه:
يو ماشوم ته يې نيا وويل چې كله دې هم پرنجى يا ټوخى كولو نو خولې ته لاس نيسه.
ماشوم ځواب وركړ: ((نيا! زما غاښونه ستا په شان نكلي نه دي چې وبه غورځېږي.))
پوليس
پلار له زوى نه وپوښتل چې ته څه پوهېږې چې پوليس جنت ته نه ځي؟
زوى: دا ځكه چې هلته د دوى لپاره څه كار نشته.
قاضي
يو قاضي له مجرم نه وپوښتل: ((ته پوهېږې چې په دروغو ويلو به ته كوم ځاى ته لاړ شې؟))
مجرم: ((دوزخ ته ))
قاضي: ((سم، ريښتيا و وايه))
مجرم: ((دولتي جېل ته!))
غاښ
يو شپه يو سړى د خپلو ملګرو له محفل نه ناوخت كور ته لاړ ، په سبا يې ملګرو ترې وپوښتل: ((هلكه! وريندارې، خو به درته بېګا څه نه وي ويلي؟
سړي ځواب وركړ: ((نه كومه خاص خبره نه وه، ما له څو ورځو غوښتل چې دا مخامخ غاښ مې وباسم.))
يوه روپۍ
يو مالدار سړي نه يو سوالګر پوښتنه وكړه چې صيبه! دا څه خبره ده چې دوه كاله وړاندې به دې ماله هره ورځ لس روپۍ راكولې، تېر كال پينځه شوې او اوس يوه روپۍ راكوې؟
مالدار ځواب وركړ: ((دوه كاله وړاندې زه مجرد ووم، پروسږ كال مې واده وكړ او اوس د يو بچي پلار يم.))
سوالګر وويل: ((ښه، ډير ښه... نو ته زما په پيسو اوس خپله كورنۍ چلوې.
***
اطلاع
د يو سړي كور مخې ته يو مړ خر پروت وو، ده د ښاروالۍ رياست ته زنګ ووهلو چې له دې ځاى نه يې لري كړي، هغوى ځواب وركړ چې هماغلته يې دفن كړه.
هغه سړى يوه شېبه خاموشه شو او بيا يې وويل چې دفن كوم خو يې، خو ما ويل چې لومړى يې كورنۍ ته اطلاع وركړم.
برېښنا(برق)
يو تن پر سړه څه لټول، بل سړي ترې وپوښتل وروره څه دي لټوې؟
لومړي سړي ځواب وركړ كور كې مې ستن وركه كړې هغه لټوم.
دې بل سړي ورته وويل چې وروره! ستن دې كور كې وركه كړې، خو ځه هملته يې ولټوه.
لومړي سړي يې په ځواب كې وويل: (( كور كې مې برېښنا (برق) نشته، تياره ده.
شيطان او طالب
د رژې مياشت وه چې پروېز له مدرسې نه كورته په رخصتۍ راغى او له راتګ سره يې په شوخۍ پيل وكړ.
مور يې له غم او غوصې نه په ډك اواز وويل : ((اى خدايه! ته په روژه كې شيطانان تړې، خو دا د مدرسې هغه يې ازادوي.))
ټكر
يو ږيرور سړى پر سايكل سپور و، په لاره له يوې ښځې سره ټكر شو، ښځې ورته وويل: ((واه، واه شيخ صيب! په دې دومره لويه ږيره له ښځو سره ځان ټكروې.
سړي ځواب وركړ: ((وبښه دا ږيره ده څه بريك، خو ندى.))
ناوې
يوې نوې ناوې چې كله خپل خاوند ته ډوډۍ تياروله نو ورته يې كړه چې ګرانه! زه په دوو قطغونو كې ډېر مهارت لرم، يو هم د چرګ قورمه كې او بل د ګازرې حلوا كې او نن مې درته دا دواړه شيان پاخه كړي دي.
خاوند يې په ځواب كې ورته وويل : ((ډير ښه)) خو دا راته ووايه چې په دې دواړو كې د چرګ قرمه كومه ده او د ګازرې حلوا كومه؟
سپوږمۍ
يو سړي د شپې ناوخته خپل شرابي ورور كور ته روان كړى و، په لاره كې په يوه پول تېرېدل چې شرابي لاندې په اوبو كې سپوږمۍ وليده، نو له ورور نه يې وپوښتل چې دا څه شى دى؟
ورور ورته وويل چې دا سپوږمۍ ده.
شرابي يې په ځوا ب كې وويل : ((ښه، نو زه دومره پورته راغلى يم!؟))
شرابي سړى
يو شپه يو شرابي خپلې كوټې ته راغى او له جيب نه يې كيله( كونجي) راواخيسته او كوښښ يې كولو چې قلف خلاص كړي، خو و نه توانېده.
دې ساعت كې يې د څنګ ګاونډي راغى هغه ورنه وغوښتل چې كيلي (كونجي) وركړي ترڅو هغه يې ورته خلاصه كړي.
شرابي ځواب وركړ، نه قلف زه خپله خلاصوم، خو ته يو كار وكړه او هغه دا چې دا دېوال ونيسه ډېر خوريږي.
پوهنتون
يو سړي خپل دوست ته د زوى ځنې شكايت كولو او ورته يې ويل چې دا خان صيب ګوره! له كومې ورځې نه يې چې په پوهنتون كې داخله كړې، د دې پر ځاى چې درس ته توجه وكړي جونو پسې ګرځي. په لاين كې هم د انجونو سره، په كتابتون كې هم له انجونو سره، كينټين كې هم له انجونو سره او د پوهنتون نه د باندې هم له انجونو سره ګرځي راګرځي.
دوست: كه ماته پته وى چې په پوهنتون كې به دى دا كارونه كوي نو ما به دې په دوكان كې كېنولى واى او خپله به مې په پوهنتون كې داخله كړى واى.
لېونى
يوه ورځ نصرالدين پر تخته څه ليكل چې بل ټولګيوال يې پر غږ كړ، والكه نصرالدينه! څه ليكې؟
نصرالدين ځواب وركړ: ((دلته پر تخته چا ليكلي وو چې نصرالدين لېونى دى، ما هغه وران كړ او پر ځاى مې
وليكل چې نصرالدين نه ليكونكى لېونى دى.))
غل
يو جيب وهونكى پر لاره روان وو او تسبيح يې اړولې چې بل پرې غږ كړ، لكه چې له خپل كار نه دى توبه ويستې كه څنګه؟
دې لومړي جيب وهونكي ځواب وركړ : ((نه ياره! همدا اوس مې په غلطۍ د كوم ملا په جيب كې لاس ننوتى وو.))
هګۍ
حامد: نن زموږ جرګې هګۍ واچوله
محمود: نو دا نو څه خبره ده؟
حامد: چې دا څه خبره نه ده، نو ته، خو يې واچوه كنه!
سړه وينه
يو سړى پر لاره روان وو چې مخې ته يې زمرى راغى او ورته يې وويل: ((نن به زه ستا وينه وڅښم.))
سړي ورته په زارۍ شو او ورته يې وويل : ((زما وينه، خو سړه ده، وروسته يو ځوان راروان دى، د هغه وينه ګرمه ده هغه وڅښه.
زمري ځواب وركړ: ((نه، نن زما زړه د يځ څه څښلو ته شوى دى.))
ماډل
له واده او مبايل اخيستو وروسته سړي ته دا يو افسوس ورځي چې كاش لږ نور صبر مې هم كړى واى ترڅو ښه ماډل يې په لاس راغلى واى.
***
بريك
يو ځاى كې ډېر سخت اور لګېدلى وو، هر چا كوښښ كولو چې اور مړ كړي. دې وخت كې د اور وژنې كسان هم له خپلو موټرو سره راغلل، خو يو يې هم زړه نه كولو چې اور ته نيږدې ورشي، بس له لرې لرې به يې اوبه پرې ورشيندلې. دې وخت كې يو بل د اور وژنې موټر تېز راغى او اور ته نيږدې ودرېد او كسانو يې په اور وژنې پيل وكړ، شېبه وروسته اور مړ شو.
كله چې د اور وژنې د رياست مشر د دغه كس د زړور تيا نه خبر شو نو مډال او نغدې روپۍ يې په انعام كې وركړې.
يو بل همكار يې ترې پوښتنه وكړه چې تا ته خو يې يو لك روپۍ در كړې به دې به اوس څه كوې؟
نوموړي ځواب وركړ چې هر څه نه ړومبى خو د خپل دې كمبخت موټر بريك جوړوم.
***
مړى
د يوه سړي ښځه مړه شوې وه، كله چې يې د هغهې جنازه وړله، نو په لاره له كومې څانګې سره ولګېده او راپاڅېده.(هغه په كوما كې وه)
څو ورځې وروسته ريښتيا مړه شوه، كله يې چې جنازه خلكو په اوږو كړه نو خاوند يې له خلكو مخكې روان وو او خلكو ته يې په يوه خوله ويل چې ورونو! پام كوئ چې له كومې څانګې سره بيا ټكر ونه كړۍ، پام كوى ورونو!
***
زده كونكى
استاد له شاګرد نه وپوښتل چې د پينځو ګلانو نمونه واخله؟
شاګرد: درې مالټې او دوه مڼې.
***
غلا
يو ورځ څو ډاكوان د بانګ په لوټلو لګياوو چې يو ملګرى يې په منډى راغى او نورو ته يې وويل چې كوم موټر موږ او تاسې د تېښتې لپاره د باندې درولى وو هغه غلا شو!!
***
اختطاف
يو كس ته اختطاف كونكيو يو ليك را واستولو: ((دوه لكه روپۍ راواسته، كه نه نو ښځې به دې بيرته در خوشې كړو.))
د پاچا انعام
يو مسخره ته بادشاه يو ناكاره خر په انعام كې وركړ، هغه ترې واخيست او پرې سور شو.
بادشاه ترې وپوښتل چرته ځې؟
مسخره: د جمعې لمانځه ته
بادشاه: نن خو دوشنبه ده، جمعې ته خو لا ورځې پاتې دي.
مسخره: ايله جمعې ته ورسېږم.
آيسكريم خرڅوي
يو ماشوم خپل مور ته وويل چې مورې! يوه روپۍ خو راكړه فقير ته يې وركوم.
مور: چرته دى فقير؟
زوى : د باندې كوڅه كې ولاړ دى او آيسكريم خرڅوي!
خپلې څپلكې
د ژوند په سختو لارو به څوك در سره ملګرتيا وكړي؟؟؟
ستا دوست؟
كه ستا د ژوند ملګرې (ميرمن)؟
نه!
يواځې او يواځې ستا خپلې څپلكې
ثواب:
يوه ملا په جومات كې وعظ كولو او په ټول وعظ كې يې دا خبره بيا بيا كوله چې كه څوك د يتيم پر سر لاس راكاږي نو الله به د يتيم د سر د وييښتانو په اندازه ثواب وركړي. يو سړى چې د جومات په كونج كې ناست وو راپاڅېده او له ملا نه يې پوښتنه وكړه: ((ملا صيب كه د يتيم پر سر ويښتان نه وي نو بيا؟))
***
پلار يې قوماندان دى!
د جنۍ والا د هلك مور ته وويل چې كله دې هم زوى ګورو نو هسې اوزګار ګرځي، سګريټ او چرس هم څكوي: ((دا خان صيب څه كار كوي؟))
د هلك مور ځواب وركړ، كار به يې دښمنان كوي، پلار يې قوماندان دى هغه يې ګټي كنه.
ليب سټيك
يوې تنكۍ ماشومې چې لا په لومړي ښوونځي كې وه پلار ته به يې د پاپا په نوم غږ كولو. څه موده وروسته يې پلار له هېواده بهر تعليم ته واستوله، كله چې بيرته راستنه شوه، نو پلار يې هوايي ميدان ته مخې ته ورغى، جنۍ چې پلار وليدو، نو له لرې يې پرې غږ كړ:((سلام ډىډي!Daddy!))
پلار يې ورته وويل چې لورې تا خو مخكې ما ته (پاپا) غږ كولو اوس څنګه ډيډي راته وايي؟
جنۍ ورته وويل چې كه اوس درته پاپا و وايم نو د شونډو نه مې ليب ستيك پاكيږي.
د پوستكي ډاګټر
د جلدي ډاكټر نه يو سړي پوښتنه وكړه چې ډاګټر صيب تا ولې دا ريشته غوره كړه؟
ډاكټر ځواب وركړ چې د دې درې وجهې دي:
اول دا چې زما ناروغان ما د شپې نه په غذابوي، بله دا چې مري ( مړكېږي) نه او بله دا چې دا ناروغان ښه كېږي نه!
وږى(نهر)
يوې ښځې ه يو فقير وويل چې خورې د وږي لپاره در كره ډوډۍ شته؟
ښځې ځواب وركړ، هو شته خو هغه لا تر اوسه له دفتر نه ندى راغلى.
قحطي
يو چاغ سړ له يوه ډنګر ته وويل چې كله هم تا وينم نو فكر كوم چې په دنيا كې قحطي ده.
ډنګر يې ځواب وركړ او ورته يې وويل چې زه كله هم تا وينم نو فكر كوم چې قحطي ستا د لاسه ده.
نوكر
يو مالدار سړي خپل نوكر ته وويل چې بازار ته لاړ شه، يو كيلو غوښه او پياز راوړه.
نوكر يې په ځواب كې ورته وويل چې زه په دې ښار كې نوى يم، هسې نه چرته نادركه نه شم.
سړي وويل: ښه، خو خپله بازار ته لاړ او سودا يې راوړه، كله يې چې ورته د پخلي وويل نو نوكر ورته وويل چې ماته په ګيس باندې د پخلي چل نه راځي.
سړى مجبور شو دېګ يې هم پخپله وكړ، كله چې ډوډۍ تياره شوه، نو نكر ته يې غږ چې راشه ډوډۍ تياره شوه اوس خو يې وخوره!
نوكر ورته وويل: ((دا هر ځل انكار ماته ښه نه ښكاري، راوړه لږه به وخورم.))
لېبل
خريدار: ايا دا د تاري ټوټه ده؟
دوكاندار: بلې وروره! دا تاري ټوټه ده.
خريدار: دا څنګه تاري ټوټه ده چې لېبل پرې د پلاستيكي ټوټې لګېدلى؟
دوكاندار: وروره! دا مو د موږكانو له يرې پرې دا ډول لېبل لګولى دى.
منيجر
پوليس: تا ولې د كارخانې د منيجر لاس سوزولى دى.
هلك: صيب! زه يې دفتر ته د دندې موندنې لپاره ورغلى ووم، هغه راته وويل چې لومړى زما لاس ګرم كړه بيا به درته په كارخانه كې دنده دركړم. ما هم يوه سور كړى سيخ د ده په لاس كې كېښودو.
منشي
نوي نوكر ته د كمپنۍ مشر وويل چې تا ته خو منشي كار درښودلى دى كنه؟
نوكر: هوصيب! ما ته يې ويلي دي چې كله هم تا پر لاره ووينم چې دفتر ته راځې نو دى بايد ويښ كړم.
فيس
يوه ورځ حامد ته خپل ګاونډي ډاګټر زنګ وواهه چې له ځانه سره كوم تكړه ډاكټر ورولي.
حامد: صيبه! ته خو خپله تكړه ډاكټر يې په بل څه كوې؟
ډاكټر: دا منمه چې زه تكړه ډاكټر يم او خپل علاج پخپله كولاى شم،خو!
حامد: خو، څه؟
ډاكټر: ځكه يې نه كوم چې زما فيس ډېر دى!