د بري راز
ډيرى وګړي داسې فكر كوي چې ځينې انسانان څنګه بريالي كېږي؟ خو دوى دې ته نه ګوري چې دا ځينې انسانان په كومو خبرو له عمل كولو وروسته بريالي شوي دي؟
د هر انسان د بري راز په څو خبرو كې پټ دى، كه موږ په دې خبرو عمل پيل كړو، نو هيڅ خنډ نشته چې خپلو نومونو ته د برياليو كسانو په كتار كې له ځاى پيدا كولو مو منعه كړي.
تر ټولو لومړۍ او ضروري خبره دا ده چې پر وخت پابندي وكړو_ په دې خبره هر شعور لرونكى انسان پوهېږي چې وخت يو ځل تېر شي بيا نه راګرځي، نو له همدې شېبې څخه وخت مه ضايع كوئ، كه ته وخت ضايع نكړې، نو وخت دې هم نه پرېږدي چې ناكام شې.
تاسې به پخپله ټولنه كې د بې شمېره هغو كسانو بېلګې وګورې چې وخت ضايع كوي، اړتيا يواځې دا ده چې له هغوى عبرت واخلئ، كه تاسې دا كار وكړ، نو تاسې د دې لارې لومړي قدمونه پورته كړل.
كه تاسې د ټولو برياليو كسانو سوانح وګورئ، نو يوه مشتركه خبره به پكې پيدا كړئ، هغه دا چې هغوى په وخت پابند وو.
انسان دې دنيا ته يواځې يو ځل راځي او له ده سره تر ټول قيمتي شى وخت دى، كه په سمه توګه يې استعمال نه كړي، نو بې له شكه چې زيان به وګوري. كوم كسان چې له دې خبرې اګاه دي هغوى د خپل ژوند يوه شېبه هم هسې نه ضايع كوي، هغوى له ځان پرته نورو ته هم د ګټې رسونې په فكر كې وي.
دويمه اړينه خبره د انسان پر خپل ځان اعتماد دى، كه چرته له انسان سره دا دولت وي، نو دى په هر ډګر بريالى كېداى شي، له دې پرته هيڅ انسان نشي بريالى كېداى، ځكه چې كه انسان ته دا پته نه وي چې دى په دې ډګر څه كولاى شي، نو څنګه به بريالى شي؟
كه دى پر ځان اعتماد ولري، نو ناشونى كار هم شونى كولاى شي، له دې پرته به ورته تر ټولو اسان كار هم ګران وي.
انسان هغه وخت پر ځان اعتماد پيدا كوي چې په ځان كې مثبت فكر پيدا كړي، ځكه چې مثبت فكر انسان مثبت كار ته هڅوي_ له همدې لارې انسان پر ځان اعتماد پيدا كوي، هيڅ كار ورته ستونزمن نه برېښي او له ډېرو بدو حالاتو سره په اسانۍ سيالي كولاى شي.
په همدې اعتبار ويلاى شو چې د مثبت فكر كولو له امله په انسان كې پر ځان د اعتماد عنصر پيدا كېږي- په دنيا كې يواځې د هغو كسانو نومونه روښانه دي، د چا چې پر ځان اعتماد وو او بې شمېره كارونه يې تر سره كړي دي، نو په همدې خاطر د كوښښ لمن مه پرېږدئ، الله تعالى به مو تل برى په برخه كوي.
له دې پرته د زړه نه كار كول هم د دې لامل ګرځي چې په هر ډګر كې بريالي شو، كه يو كار له زړه نه ونه كړو يعنې كه له كار سره مو زړه راښكون نه وي او پوره فكر ورته ونه كړو، نو كله به هم هغه كار سم پاى ته ونه رسو. نو په دې خاطر ويلاى شو، كه د وخت پابندي او پر ځان اعتماد د بري لپاره اړين توكي دي، نو د زړه نه د كار كول يا په پوره فكر او زړه راښكونتيا سره كار كول هم د بري ضامن كېداى شي.
مګر په ياد لرئ، كه انسان چرته وغواړي چې بريالى شي، نو هيڅ ځواك يې مخه نشي نيولاى، دا يواځې د انسان لټي او ارام غوښتنه ده چې د ناكامۍ لامل يې ګرځي، كه نه قدرت هر انسان ته يوه نه يوه وړتيا وركړې ده، اوس له دې څخه ګټه پورته كول د انسان كار دى.
له دې سره سره په دې هم فكر وكړئ چې ته الله جل جلاله د يو مقصده لپاره پيدا كړى يې، په قرانكريم كې الله تعالى فرمايلي دي: ((انسان هر هغه څه تر لاسه كوي چې كوښښ يې كوي.))
ليكوال: ذوالفقار علي
ژباړن: سردارولي څرك