دلته هم زه مرم، هلته هم زه...
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې يو وخت به داسې راشي چې قاتل ته به دا پته نه وي چې ولې مرګ كوي او مقتول ته به دا پته نه وي چې ولې مري؟
د وختونو او زمانو له بدلانه سره په سيمه او نړۍ كې وحشتونو او ظلمونو هم خپله بڼه بدله كړې او د همدې بدلانه سيوري د هغو خلكو رنګه هم په بله اړولې چې د وحشت او ظلم په ترسره كولو كې لاس لري، مګر د روانو وحشتونو او ظلمونو پر وړاندې اوس د عامو خلكو كركه هم د ظلمونو او وحشتونو په څېر بوږنوونكې شوې ده.
خو هېڅوك نه پوهېږي چې دا ظلمونه او ناروا كړنې به تر كومه روانې وي، تر څو به دا د ظلم او وحشت سپېرې سيلۍ د بې وزلو د جونګړو په ړنګولو خپلې خواوې سړوي؟ تر كومه به د معصومو او بې ګناه انسانانو د وينو سېلابونه روان وي؟ اخر دا څوك دي چې هم مو وژني او هم مو بدناموي؟ اخر موږ بې پرې انسانان دغه ككړ لاسونه ولې نه نيسو؟ دا څوك دي چې هم د انسانانو په جامه كې اوسي او هم د انسانيت پولې ړنګوي؟
ايا نړۍ ته انسان د همدې وژنو او ورانيو لپاره رالېږل شوى؟ ايا د ننني انسان كار همدا دى چې يو بل ووژني؟؟
دا هغه پوښتنې دي چې نن سبا يې د هر انسان په ذهن د غم او ناباورۍ ورېځې راخپرې كړي دي، خو تر اوسه لا ذهنونو دې پوښتنو ته د ځواب هېڅ لاره نه ده موندلې چې دا ولې داسې كېږي؟
له بلې خوا دا مهال د نړۍ په هره ګوښه كې د مرګونو او ورسره د نورو تړلو نا رواوو كړنو كچه دومره لوړه تللې چې له امله يې فكر كېږي چې انسانان يوازې د يو بل وژلو ته پيدا شوي او نوره يې، نو په نړۍ كې هېڅ موخه نشته او د همدې امله ( نن ) انسانانو ته د مېږيو هومره ارزښت هم نه دى ورپاتې، تاسې به ليدلي وي او كله به مو په كومه دښته او يا هم د كروندې پر پوله مزل كړى وي، هلته هم په هغو نريو لارو تېرو شوو انسانانو او ياهم نورو ځناورو بې شمېره هغه بې ازاره مېږي تر پښو لاندې كړي وي چې د خپلو خوړو په لټه راوتلي وو، په هغو نريو لارو روان لاروي د مېږيو په هغو لاشونو پښې ږدي چې وړاندې تلليو لارويو تر پښو لاندې كړي وي، مګر ډېر كم خلك پيداكېږي چې د مړو شوو مېږيو د لاشونو ځنې څنګ وكړي.
همدغسې لوبه نن په انسانانو روانه ده، هره ورځ لاشونه پورته كوو، هر ځاى د مرګونو خبر اورو او بيا لږه شېبه وروسته پخپلو كارونو كې داسې وركېږو چې ته به وايي نه مرګ شته او نه انسان د مرګ لپاره پيدا دې، په داسې حال كې چې هره شيبه انسانان مري او هره ګړۍ يو انسان د بل كور ورانوي، خو لا تر اوسه په دې ونه توانېدو چې هغه لاسونه مات كړو او يا يې هم لږ ترلږه له خپل څيرې ګريوانه و باسو، مګر ترڅو؟ اخر تر څو به موږ همداسې بې حسه يو؟ تر څو به موږ د بل درد خپل نه ګڼو؟
حضرت محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې يو وخت به داسې راشي چې قاتل ته به دا پته نه وي چې ولې مرګ كوي او مقتول ته به دا پته نه وي چې ولې مري؟
ايا دا هغه وخت نه دى چې هر لوري ته لاشونه پورته كېږي، خو قاتل او مقتول دواړو ته پته نشته چې ولې داسې كېږي؟
او چې څوك يې كوي هغوى ته زموږ نظر نه ورسېږي، مګر زه له هغو خلكو څخه چې وژني كوي پوښتم: ((تاسې چې دا كارونه كوى، تاسې به خپله تر څو ژوندي اوسئ؟ او كله چې تاسې د الله پر وړاندې حاضر شئ، نو په دې پوه شئ چې يو درد ناك عذاب ستاسې په انتظار دى.
د دې خبرو د رابرسېره كولو لپاره زموږ ذهن تر يوه ځايه كار كوي، خو چې څومره وړاندې ځو، نو ذهن راسره ياري نه كوي، نو له همدې امله د هغه لوى خداى دربار ته لاسونه لپه كوو چې انسان يې پيداكړى او بيا يې فرښتو ته امر كړى چې ( انسان ) ته سجده وكړي، هغه ستر ذات دې بې ګناه او بې وسه انسانان د نورو انساني ځناورو له ګواښ او ضرر نه په امان كې وساتي او كه د انسان په نړۍ كې همدا وژنې او ورانۍ كار وي، نو بيا دې همغه پاك ذات دا خړه ځمكه د انسان له بدرنګو كړنو ځنې پاكه كړي او لكه د تېرو وختونو په څېر دې الله پاك بيا دا سمندرونه توپاني كړي چې دې ناخبره انسان ته د يو بل ځواك زور معلوم شي او هغه متل وځلېږي چې د سر له پاسه سر شته او ورسره دې د نننۍ زمانې نوي فرعونيان د تباهۍ تر برېده ورسېږي. امين
ژباړه: څرك