په اوسنيو وختونو كې خو لويو او وړو موټرو خپل ارزښت د ډېر توليد له امله د اسمان له لمنو لاندې ځمكې ته راخطا كړى دى او د موټرو په دې راولېدو كې دلته په افغانستان كې دوو خواوو ښه رول لوبولى، يو په تېرو كلونو كې د كوكنارو پراخه كر او د ترياكو لوړو نرخونو چې له امله يې د غرونو ځينې ژرنده ګړي هم له خرو بې غمه شول او بله خوا يې د نوو بدلونونو سره تړلې ده چې انجوګانو او تش په نامه ټولنو كې دننه خلك له يوې مخې د موټرو لرونكي شول، خو زموږ رئيس صيب ته د موټرو په دا دومره ګڼه ګوڼه كې موټر داسې برېښېده چې تا به ويل د هغه كوم پخواني پاچا په څېر ورته كوم بهرني هېواد د لومړي ځل لپاره رالېږلى وي او د ټولو خلكو ورته د سترګو سره خولې هم وازې پاتې وي.
خو داسې نه وه خلكو ته موټر دومره مهم نه و، بلكې دغه زوړ ماډل كرولا ډوله سپين رنګه موټر يوازې زموږ د رئيس صيب لپاره د مرغۍ د پيو په څېر ورك او نه موندونكى ښكارېده، د رئيس صيب سره به په موټر كې ډېر وخت يو ميانه قدى سړى ګرځېده چې رئيس صيب به له ډېره نازه معلم صيب باله، د هغه دې هم كور ودان وي، ځكه رئيس صيب به لا غږ نه و كړى چې معلم صيب به بيا موټر لارې ته برابر كړى و او په همدې توندۍ  ترينه څو ځل د هغه سپين موټر شو(مخه) دېوالونو سره لګېدلې وه.
د معلم نه وروسته د رئيس صيب يو بل نېږدې ملګرى هم و، چې تر وروستيو سلګيو پورې له هغه رنځېدلي موټره ښكته نه شو، دغه ملګرى يې د ښي مټ په څېر كاري پرزه ګڼله او رئيس صيب ته به يې په نه شتون كې ځان نيمګړى نيمګړى ښكارېده، خو هغه په بلا كمالونو ځان د رئيس زړه ته دننه كړى و، د بېلګې په ډول كله به چې د رئيس صيب نه خبرې سر وكړ، نو دى به يې په ايشاره پوه كړ او د رئيس صيب مطلب به ترېنه دا و چې خبره ترېنه و نيسي، يو بل كمال يې دا و چې دې ( خداى وهلي ) به تل خوله وازه نيولې وه او د رئيس صيب په هغه خبره به يې هم تشي په دواړو لاسونو نيول چې په ښكاره به يې دوه توته ارزښت هم نه لاره، خو دې ( خداى وهلي )  به خوله داسې چينګه كړه، لكه د لارى په سر د جوارو كوم وږى او يا لكه هم د منډيي غوايه چې دومره هوښيار وي چې له ورايه سوداګر ته خوله وازه ونيسي، مګر د رئيس صيب دا ښي مټ د غويي هومره په غوښو اباد نه و او نه يې غاښونو له ورايه سپين پړك واهه، بلكې چې خوله به يې چينګه كړه، نو په نسوارو پوښل شوي غاښونه به يې داسې وايسېدل، لكه د سړي سترګې چې پر مړه ګيدړ ولګېږي.
ښه دا خو هسې يوه سريزه وه راځو دې ته چې رئيس صيب د نوي موټر سره څه ډول نوي نازونه د ځان ملګري كړه، يوه ورځ چې معلم صيب موټر لارې ته سم كړ او بيا رئيس صيب په كاږه واږه انداز د خپل نوي موټر څنګ ته وران شو، نو خپل ښي مټ ته يې په يوه ځانګړې لهجه وويل: هلكه دا خامه سرك هم بد نوي، خو باور وكړه زما له خامه سرك نه پوخ ډېر خوښېږي، د رئيس صيب په دې خبره كې به خدايزده چې د خندا څه و؟ خو ښي مټ يې خوله اول ښه وازه كړه او بيا د يوې شړكنده خندا له څپې سره داسې په شا لاړ چې تا به ويل لاړه پر ملا د كوم نازولي په څېر رامات شو.
كله چې معلم صيب موټر لارې ته سم كړ، نو ښكته كېدو ته خو يې زړه نه و، مګر چې رئيس صيب يې نېږدې وليد ژر له موټره ښكته شو او هغه ته يې دروازه پرانستې پرېښوده، رئيس صيب د تل په څېر ښكته پورته و كاته چې ګوندې پر كوم بلدي يې سترګې ولګېږي او پوه شي چې والله رئيس صيب هم اوس په موټر كې ګرځي، په هرحال رئيس صيب موټر ته په خپل ځانګړي انداز پورته شو، معلم صيب وروسته سيټ ته پورته شو او ښي مټ يې ورسره په وړومبي سيټ كيناست، رئيس صيب موټر روان كړ... 
لا څو قدمه نه و تللى چې د رئيس له موټره وړاندې دوه زنانه د سرك په غاړه روانې دي، يوه مشره ښځه معلومېده او ځان يې ټول په چادري كې پوښلى و، دا بله به په غالب ګمان پېغله وه، ځكه چادري يې نه وه، خو نور يې ځان ښه سم په يوه توره لوپټه كې نغاړلى و، كله چې د رئيس موټر خواته ورنېږدې شو، نو په ټيوټيكي يې ګوتې ور كلكې كړې...
د رئيس صيب د دې نوي عادت سره هغه دواړه خوارانې، لكه د زركو ترورې شوې، هغه پخه ښځه لږه غاړې ته شوه او دې بلې پېغلې خو پرې ځان هم خبر نه كړ، ځكه لاره لويه وه او دا خوارانې هسې هم په غاړه روانه وې، كله چې دا نوى موټر د هغو ښځو څنګ ور ورسېد، رئيس صيب ورپسې سم نيم د موټر له ښيښې ور ووت او هغې پېغلې خواركۍ ته يې كړه:
( وه، نو ته خو څه موټر نه يې چې د سرك په منځ روانه يې، لږه غاړې ته شه!!!)
جينۍ چې په څنګ ور وكاته او بيا يې د رئيس صيب د ښي مټ پر نسواري داړو سترګې ولګېدې، نو غريبه اريانه دريانه پاتې شوه، لږه له ځانه سره و بوګنېده، خبرې يې نه اورېدل كېدې، خو له سترګو يې معلومېده چې ويل يې: (( دا لكه چې اوس له غره راښكته شوي او لومړى ځل يې دى چې موټر يې پيداكړى، ځكه ورته په تور سرك روان هرڅه د موټرو په څېر ښكاري. ))