د شهزادګۍ ناول (۷) برخه....... څرك
هلته زه ازاده او خپلواكه وم، قدر او عزت مې و، څوك و چې په ليدو به يې راته له احترامه سر نه ښكته كاوه، پر ټولې قبيلې مو د كورنۍ راج غږېده او دلته په دې نوې ودانۍ كې يوازې د يوې بندۍ په څېر شپې رڼوم.
پر اعصابو مې دې تخيل ډېره ناوړه اغېزه وكړه او يو ډول ستړيا مې احساسوله، په كوم ذهني بوج باندې چې مې تر اوسه بر لاسى پيدا كړى و، ورو ورو مې له لاسه وركاوه.
زماخيال ساتل:
وروسته ورو ورو زما زندګۍ بالكل شاهانه بڼه غوره كوله، تر ټولو د ښو جامو او غوره ګاڼو ډېرۍ مې په مخكې پرتې وې، په دې كې داسې جوړې هم وې چې زما د هېواد ګورجستان له فيشن سره يې اړخ لګاوه چې اوس مې هم په ډېر شوق او مينې په تن كولې.
په عادي توګه خو زما جامې له دوو پوښو څخه جوړې وې، يوه ورېښمينه سپين رنګې زېرپوشي او بل د اون څخه جوړ كميس چې له پاسه به مې پرې واسكټ اغوست چې په ډول ډول چرمو او ... به ښكلى شوى و او لستوڼي يې زما تر ګوتو اوږده وو.كله مې چې دا لباس په تن كړ، نو خدمتګاره راغله او يو لوى شال يې زما تر ملا تاو كړ چې لمن يې زما تر پوندو پورې رسېده.
زما د پايزار رنګ سور و، پېړمې يې نه درلودې خو په مخكېنۍ برخه يې يو سونډي ځونډى بند كړاى شوى و.
په سر مې يوه نيلي رنګه ورېښمينه خولۍ وه چې د غوږونو لوري ته ترې ځونډي ځړيدلي وو، په لومړي ځل راته دا جامې او دغه تكلف ډېر نا اشنا او بې ځايه ښكاره شو، ځكه موږ ورسره عادي نه وي او دا هرڅه زما لپاره نوي وو، خو ډېر ژر مې پخپل دې حماقت افسوس وكړ، ځكه اوس پرته له درد او غمه هيڅ هم په لاس نه راتلل، چرته ګورجستان او چرته زه؟
ماته چې كومې جامې غوره شوى و، دا د ماڼۍ د نورو نوكرانو له لباسونو څخه ډېر ښه و، د خدمتګارې رويه هم له ماسره ښه وه، زما يې ډېر عزت كاوه، تر دې چې زما پر وړاندې يې په لوړ اواز خبرې هم نه كولې، تل به يې سترګې ټيټې وې، كله به مې چې څه وغوښتل لنډ ځواب به يې راكړ او بيا به غلې شوه.
د يو شي څخه چې زه ډېره په تكليف وم او پوره سردرد راته جوړ شوى و، هغه دا چې زه په تركي ژبه نه پوهېدم او د دې ځاى خدمتګاران زموږ په ګورجي ژبه نه پوهېدل، هغوى په خپلې خبرې پوهول يا د هغوى په خبره ځان پوهول ډېره ستونزمنه وه چې زه ورسره دم ګړۍ ته مخ وم.
ډېرى خلكو راسره په اشاره خبرې كولې او يا به يې داسې حركتونه كول چې د مطلب په پوهېدو كې راسره مرسته وكړي، ما پرېكړه وكړه چې بايد ژر تر ژره تركي ژبه زده كړم.
كله مې چې په حرم سراى كې وليده چې د نورو بنديانو په پرتله راسره ښه چلن (رويه) كېږي، نو د خوښۍ يوې غير شعوري څپې واخيستم، ځكه زما جامې، ناسته پاسته، خوراك څښاك، هرڅه له نورو څخه ښه وو، دې چلن ( رويې) زما په زړه كې دا احساس پيدا كړو چې هرڅه وي زه تر نورو غوره يم. له ماڅخه هيڅ كار هم نه اخيستل كېده، كوم چې نورو بنديانو په ډېرو ستونزو سره سرته رسولو. له دې طرز عمل (چلندود) څخه به زما د برترۍ جزباتو سكون تر لاسه كاوه، كوم چې هرې كورجۍ ښځې ته د قدرت لخوا وركړل شوى و.
د نسل او نسب په اعتبار د ګورجستان ښځو خپل ځانونه تر نورو هغو غوره ګڼل، زه هم له دې جزبې څخه خالي نه وم، دا بله خبره وه چې ما تر اوسه د خپلې برترۍ احساس د نورو ښځو پر وړاندې نه و ښكاره كړى.
د جامو له بدلولو څخه وروسته زه ارامه په يوې چوترې ناسته وم چې يوه وينزه راغله او زما پر مخ يې يو نقاب خور كړ چې د پوزې په شمول مې د مخ نور ټول غړي پكې پټ شول. د نقاب دوه پيڅكې يې زما د غوږو شاته تاوې كړې، خو سترګې مې بلكل پرانستې وې.
په هېواد كې مې كله هم دا په خيال كې نه و راغلي چې زه دې كله نقاب په سر كړم، مګر دلته په شاهي ماڼۍ كې د هرې ښځې لپاره نقاب په سرول اړين دي، زما چې دا څيز بدې ايسېده زه هم ترې خلاصه نه وم.
ما له خدمتګارې پوښتنه وكړه چې دوى ورته پخپله ژبه كې څه وايي؟ هغې ځواب راكړ: (( زموږ په ژبه كې ورته ياشمك وايي.))
بيا يې راته د نقاب اغوستلو يوه بله لاره هم را وښوده:
لومړى يې يوه ټوټه په سر راخوره كړه او په تندي يې راته وتړله چې مزي يې تر غاړې رارسېدل، بله ټوټه يې د پوزې په برخه كې غوږو لور ته تاوه كړه او شاته يې په څټ كې را وتړله چې د دې ټوټې لمن تر غاړې پورې رسېده.
دا ډول نقاب تر پخواني ډېر اسانه او ښكلى و، په اسانۍ پكې تنفس كېداى شو او څېره هم پكې ډېره نه پټېده، بلكې نوره هم پكې ښكلې برېښده او ليدونكي يې ځان پسې جلبول. د دې ډول نقاب په نازكه ټوټه كې بدرنګه څېره هم ښه ښكلې ښكارېده.
پر دې عامو جامو يې سربېره راته يوه جوړه د الپاكا( د افريقى يو ځناور دى چې د پوستكي له وړيو څخه يې نازكه جامې جوړېږي) هم راكړې وه. او راته يې لارښونه كړې وه چې دا جوړه يواځې له بوستان سراى څخه بهر استعمالولاى شم.
زما قسمت تر دې دمه نا ټاكلى و، د دومره پاملرنې، خاطر، عزت او احترام سره سره هم زه پر دې نه پوهېدم چې زما واقعي منسب څه دى؟ ايا زه د يوې بندۍ په حيث يم او كه نه په دې زندګۍ كې زه هم يوه برخه لرم او له دې برخې څخه خوند اخيستى شم؟ په دې دنګو دنګو ديوالونو كې اوس هم زه حصاره اوم، نه مې الوت كولى شو او نه يې راكې توان و، يواځې افسوس او اميد راسره مل و.
د سلطان د مور پر وړاندې:
له لباس اغوستلو وروسته زه ارامه ناسته وم چې خدمتګاره راغله او زه يې د نقاب لاندې كړم چې له امله يې زه يو څه ورخطا غوندې شوم، له دې وروسته يې رانه اجازه واخيسته او زما په تماشه شوه، كله به يې دوه قدمه مخكې واخيستل او راته به يې وكتل، كله به مې شاته شوه، لنډه دا چې سر نه تر پښو يې زه وكتلم، تا به ويل زه يې په لاس جوړه شوې ګوډۍ يم كومه چې له نمايش نه وړندې يې ښه ګوري او ډاډ تر لاسه كوي چې كوم عيب خو پكې نشته، كوم كمى خو به نه لري؟
په دې وخت كې هغه خواجه سرا چې زه يې پېرلې وم كوټې ته راننوت_ هغه له ماسره څه خبرې ونه كړې يواځې يې د خدمتګارې په غوږ كې څه وويل، زه پوه شوم چې د دواړو په كومې خبرې اتفاق راغى، ما د دوى له پټو خبرو سره هيڅ زړه راښكون ونه ښود، خواجه سرا راته د پورته كېدو اشاره وكړه، خدمتګارې راته وويل : ((ځه له ده سره تشريف يوسه))
دا چې ولې زه د دوى امر منلو ته اړه شوم، پدې ښه پوهېدم، زه له خپل حيثيت او منسب نه ښه خبره وم، پرته له څه ويلو پورته او د هغه تر شا روانه شوم.
موږ له مختلفو قطعاتو څخه تېر شو او يو داسې ودانۍ ته ورسېدو چې ډېره پراخه او ښكلې وه، مخكې يو دروازه وه او پرې د بخملو يوه ښكلې پرده زړېدلې وه، خواجه سرا پرده پورته كړه او ما ته يې كړه چې د سلطان د مور مخې ته مې وړاندې كوي.
د سلطان مور! ...
نه پوهېږم چې په دې لفظ كې څه جادو نغښتى و چې له وېرې او دهشته يې د هغه توره څېره سپينه واوخته او په لړزانده اواز يې خبرې كولې، ښايي دا د سلطان د مور وېرې او دهشت اثر و.
هغه خدمتګار وړاندې ورغى او په خاموشۍ يې پرده پورته كړه چې د پردې په پورته كېدو يوه عجيبه منظره زما تر سترګو شوه، په يوه تخت د سلطان آغلې مور ناسته وه، د دې د تخت، فرش، بالختونو او د نورو سامانونو بيان ستونزمن دى، ځكه زما سره داسې الفاظ نشته چې د دې شيانو تعريف لپاره بسنه وكړي، داسې ښكارېده لكه د ليلى افسانوي ماڼۍ ته چې موږ رسېدلي يو، ترڅنګ يې خدمتګاران لاس په نامه امر ته منتظر ولاړ و.
دا وه د سلطان ولا شان آغلې مور بي بي! او دا يې هم شان، شوكت او دبدبه!
خواجه سرا راته د مخكې تګ وويې، زه روانه شوم، په لاره كې مو چې كومې خدمتګارې ولاړې وې، ټولو لار پرېښوده او زه د سلطان د مور په مخكې ودرېدم _ دا د پوخ عمر يوه با وقاره رعب لرونكې ښځه وه، د دې پر بدن چې كوم لباس و او كومې ګاڼې يې چې اغوستې وې او په كوم شان او شوكت چې ناسته وه له دې ښه په ډاګه ښكارېده چې دا د څومره توان او قدرت لرونكې ده.
مخكې يې له سرو او سپينو زرو جوړ غوري ايښودل شوي و چې پكې ډول ډول مټايان پراته وو، دوه ښځينه خدمتګارانو ورته ورو ورو پكى وهلو. يو د ټيټې ونې خاوند او بد شكله سړى چې كه ولېشتينك ورته وويل شي، نو بده به نه وي هم ناست و او ډول ډول مهارتونه يې تر سره كول، مګر خلك يې له دې حركتونو سره دومره عادي شوي وو چې هيچا هم ورسره دلچسپي (زړه راښكون) نه ښوده.
د سلطان مور په اشارې زه د ځان لوري ته وبللم، همدې سره يې يوې خدمتګارې ته هم اشاره وكړه د چا سرو ويښتانو او نيلي سترګو د دې خبرې چې دا هم زما د هېواد (ګورجستان) اوسېدونكې ده، غمازي كوله.
نور بيا