دنارنج ګل ډګروال بېرته خوردضابط شو..!
د نارنج ګل ناظمان دې سږنى (١٣٨٧) کال تور و نوموي، په دې مانا چې د ځينو بربنډو لفظونو بيه پکې ٥٠٠٠ زرو ته راښکته شوه، ځينې پکې له ډګروالۍ نه لاندې خوردضابطۍ ته راولوېده او يوه نيم چې دا سوړ بازار وليد، نو پښې يې سپکې کړې.
واه... څومره بده ماتې ...
هو! سږکال د نارنج ګل ناظمان له مخې مات و ګوډ شو، ځکه د نارنج ګل د ګډونوالو لاسونه له څو کلو راهېسې په هغو سولېدلو خبرو دردېږي چې يوه هم رښتيا نه شوه، نو همدغه ځاى دى چې د نارنج ګل ناظمان دتېر په څېر بدرګه نه شول، که نه، نو دريځوال خو ورسره ناځواني ونه کړه او څو ځلې يې د لفظونو په منډيي کې د ناستو شهرت غوښتونکو تر غوږو د بولۍ غږ ور ورساوه.
دا لاملونه سپړل غواړي چې سږ کال ولې د ناظمانو او په تېره بيا د هغه يو ناظم لفظونو ښې پيسې ونکړې؟؟ ددې ( يو ناظم ) خبره به لږه وروسته راځي، خو په ټوله کې يې يو لوى لامل دا کېداى شي چې تېر کال هم همدا لاسونه په وهلو وهلو سره شول؛ خو د ناظمانو هغه تر اټکه قبالې ( نظمونه ) زړې راوختې، دا په دې مانا چې پر ناظمانو هغه ټوکه وشوه چې وايي: ( نه دي سپرلى راوړ نه ګلونه دروغجنه… ) نو ناظمان ولس ته دروغجن شول او هغه د شهرت لېوني هم په خپل خرابات پښېمانه شول.
په دې پورې تړلې يوه بله خبره هم راياده شوه، کله چې دريځوال هغه د تېر کال ډګروال (١ ) ته بلنه ورکوله، نو ډېرې خبرې يې مخکې ترې وکړې او له ټولو نه يې موخه دا وه چې هغه ډګروال ته د خراباتيانو پام راواړوي، د دريځوال په همدې کړنو ځينې خلک داسې انګيري چې ګواکې دى له ځينو ناظمانو سره شريک دى او د هغوى بې خونده لفظونو ته د خراباتيانو پام را اړوي.
خبره لږه څنګځنه شوه، موږ د ډګروال پر بلنه غږېدو، نو دا ځل چې کله ډګروال سټېج ته و درېد، د خلکو د پام را اړولو لپاره يې له خپلو سوليدلو لفظونو سره څو زوره وکړه، مګر لفظونو خپل رنګونه داسې بدرنګ او بې مانا کړه چې په سږني بازار کې يې يو غران هم و نه ګاټه او کله چې د تېر کال ډګروال له دريځه راښکته کېده، نو له لاندې نه مې دا نارې ډېرې واورېدې چې: (( هلکه بېرته خوردضابط شوې!!))
پورته دا خبره څرګنده شوه چې ناظمان په خپلو زړو لفظونو مات شو، خو دا معلومه نشوه چې دا کوم لفظونه و، کومې وعدې او کومې قبالې وې چې سږ کال داسې دروغجنې او شکست خوړلې راوختې، همدا خبره په درېيو ټکو کې رانغاړو:
١_ د نارنج ګل ناظم هرکال د پښتو فلمونو د (( بدر)) رول ادا کوي، کله له غره سره سر وهي او کله يې بيا بزرګه څوکه په ولو را ايښې وي، خو سږکال خلکو و پېژندل چې دا ياران هسې اوښان په بډه وهي او همدا دروغجنې خبرې وې چې د نارنج ګل ناظمان يې ماڼيجن کړه.
٢_ يو بل ټکى دا چې دې ناظمانو هر کال خلک جنګ ته هڅولي، خو که وخت راغى دا و منئ چې ډېرو ناظمانو ته د ډز چل هم نه ورځي او که د جنګ او غزا خبره وي، نو د خلکو جذبې ددې ناظمانو په څېر په سپکو او بربنډو لفظونو نه راپارېږي، بلکې دا جذبې د ملالې په څېر يوه سپېڅلې ناره غواړي چې:
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه! بې ننګۍ ته دې ساتينه.
٣_ درېيم ټکى د ناګار صاحب په دې يو بيت راسپړو چې وايي:
يو لوېشت هم د ناظم غريبګي نشته خپل وطن کې
خيالونو د جېلم او د اټک رانه خراب کړ
موږ ګورو هر کال ناظم لالا له ځانه هغه بې پېلوټه الوتکه جوړه کړې وي، په يوه شېبه کې له ټولې نړۍ راتاو شي او همدا يوه ببولاله غږوي چې دلته مې هم نيکه شپه کړې او هلته مې هم نيکه دېره جوړه کړې وه، خو داسې څوک نشته چې ورته ووايي چې وناظم لالا!! نيکه دې پرېږده تا څه توره وکړه، هر کال به ته د نيکونو د ياد پر هديره ژاړې…؟؟ او هر کال به وايې چې: ( پدرم سلطان بود)
د ناظمانو د زړو او بې خونده لفظونو يوه وړه بېلګه د پښتونستان مسئله ده چې هرکال يې د نارنج ګل ناظمان ژوي، خو که خبره پښتو ته اړوو، نو بيا دا يو ناظم هم پښتون نه دى، ځکه د پښتون يوه خبره وي، مګر د نارنج ګل ناظمان هر کال د اټک تر څنډو د رسېدو ژمنه کوي او چې بيا بل کال راشي، بيايې همغه زوړ او مات غشى په لينده کې ايښى وي، کوم غشى به چې کله هم د دښمن تر سينې و نه رسېږي.
اوس وېره دا ده چې د ناظمانو په پيکه او بې خونده لفظونو به دا د کرښې مـسئله اخر دومره بې ارزښته شي چې خداى مه کړه هغه د نيکونو ځمکه او هغه بېل شوي هډونه به رانه پردي او ورک شي.
په سږني نارنج ګل کې د ناظمانو ماتې په يوې بلې خبرې پورې هم تړلې ده، چې که وليدل شي د نارنج ګل ميله له اوږدې مودې راهېسې راروانه ده، خو په دې تېرو څو کلونو کې يې شعاري بڼه خپله کړې ده او همدا ټکى دى چې د نارنج ګل په مېله کې له يوه کال نه بل ته د نظمونو رسۍ غځېږي او که دې ته څوک ځير شي، نو دې بربنډو نظمونو د هنر جنازه په ولو ايښي، همدا سږکال ټوله مشاعره نظمونو په سر اخيستې وه، چى له امله يې سږکال د ناظمانو د لفظونو بازار سوړ و او هغسې ګټه يې پورته نکړه چې تمه يې لرله.
مخکې يوه خبره تېره شوه چې د هغه ( يو ) ناظم په اړه به لږه وروسته خبره کوو، ( يو ) ناظم دا مانا چې نارنج ګل خپل دوه ناظمان لري او دا بېله خبره ده چې سږکال د ناظمانو باران راورېدلى و...
په دې ( يو ) ناظم مې داځل ډېر زړه ودردېده، ځکه دې غريب ورته د تېر په څېر نوې جامې جوړې کړې وې، خو چې کله يې بلنه ورکوله، نو لکه هغه د خلکو اندېښنې چې پرځاى وې چې ويل يې: دريځوال د ناظمانو سره د لفظونو په سوداګرۍ کې شريک دى، ځکه دې ناظم ته يې هم ترخپلې وسې نارې وکړې او دا يوه خبره خو يې ورپورې د شنې خندا وه چې و يې ويل: ( د چا چې جيبونه ډک وي هغه دې رامخې ته شي!!)
د دريځوال په دې خبره مې چې وروسته وروسته فکر کاوه، نو له نومي شاعر نه مې زړه تور شو او د شاعر پر ځاى مې هغه د بازار ډمه د ذهن آيينې راواخيسته چې د څو پيسو په پار کله د يوه او کله د بل وحشي په غېږ کې پرته وي او هغه د حميدبابا خبره:
د يوه غېږ کې پرته و بل ته خاندي
څه لولۍ او بې حيا ده دا دنيا
دا همدا دريځوال دى چې د نارنج ګل ناظمان يې ډېر کړل او د نارنج ګل په خراباتيانو يې له لفظونو ځنې جامې و ايستې...
نو اوس راځئ چې د بربنډو لفظونو ارزښت او بيه وګورو، چې ولې نظمونه داسې پړمخې راپرېواته، کله چې دريځوال د ډکو جيبونو پر خاوندانو غږ وکړ، نو ورسره سم يې د نارنج ګل له دوو مشهورو ناظمانو ځنې يو وغوښت، ناظم لا ځاى ته نه و رسېدلى چې له امريکې نه يوه تازه راغلې ( زرداره ) د دريځوال پر خوله تېروته او د سلو ډالرو غږ يې وړاندې له هغې وکړ چې لا ناظم په خپلو پيکه او بربنډو لفظونو خوله نه وه پرانستې...
ناظم و درېد، د تل په څېر يې څو بې خونده ټکي تکرار کړه… او بيا يې يو اوږد نظم راواخيست، په يوه ټکي کې يې هم پخوانۍ مزه نه وه پاتې، د نظم په منځ منځ کې يې سپورې او بربنډې کنځاوې هم ځاى کړې وې، مګر د چکچکو هغه زور نه و چې ناظم يې په تمه و، د دې نظم بې خونده الفاظو چې ورته مزدوري ونکړه، نو يو بل زوړ او سوليدلى نظم يې راواخيست، خو لکه هغه په چکچکو سره لاسونه چې ورته پېغور ورکوي چې: ( ولې دې دا لفظونه داسې بې ارزښته کړه؟ او لکه خپل لفظونه چې ترې پوښتنه کوي چې ولې دې د څو پيسو لپاره له موږه جامې و ايستلې؟؟ )
ناظم دواړه نظمونه په يوه ساه واورول او داسې مات مات له دريځه راښکته شو، لکه د لفظونو سږنى بازار ( نارنج ګل ) چې ورته تر ټولو سوړ او تور بازار ښکاره شوى وي، ځکه تېر کال يې يو نظم ډېرې پيسې کړې وې، خو سږنى بازار يې ډېر خراب، تراب و او دا چې ولې؟؟؟ نو ډېر ځوانان شته چې په دې خبره تر ما ښه پوهېږي...
د نارنج ګل ددې ټيکدار ناظم بد حال چې د نارنج ګل هغه بل ناظم وليد، نو لکه دبګېل مړز يې سر په وزرو کړ او د لفظونو دبربنډ جنګ له ميدانه يې پښې سپکې کړې…
(١) ډګروال د نارنج ګل د دوديزې مېلې ځانګړې هنري رتبه ده چې تېرکال ( ١٣٨٦ ) پرې يو ناظم وياړل شوى و، خو چې سږکال يې مزه نه وه، نو د نارنج ګل ګډونوالو پرې بېرته د خوردضابط غږ وکړ.