سردارولي څرک
راځئ چې سردار وپېژنو!
که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨
مركې، انځوريزي ليكنې او ريپوټونه
د واليانو د مقررۍ راز(ځانګړى رپوټ) --- كليد ګروپ
له tkg.af څخه په مننې افغان حكومت د واليانو د غوره کولو او له جمهور رئيس سره د هغوى د مستقيم ارتباط د تامينېدلو په مقصد د1386 كال د وږي په مياشت كې د محلي ارګانونو خپلواك رياست رامنځته كړ او د كورنيو چارو وزارت ټولې ملكي څانګې
ناظم................... ګهيځ
دنارنج ګل ډګروال بېرته خوردضابط شو..!د نارنج ګل ناظمان دې سږنى (١٣٨٧) کال تور و نوموي، په دې مانا چې د ځينو بربنډو لفظونو بيه پکې ٥٠٠٠ زرو ته راښکته شوه، ځينې پکې له ډګروالۍ نه لاندې خوردضابطۍ ته راولوېده او يوه نيم چې دا سوړ بازار وليد، نو پښې يې سپکې کړې. واه... څومره بده ماتې ...هو! سږکال د نارنج ګل ناظمان له مخې مات و ګوډ شو، ځکه د نارنج ګل د ګډونوالو لاسونه له څو کلو راهېسې په هغو سولېدلو خبرو دردېږي چې يوه هم رښتيا نه شوه، نو همدغه ځاى دى
رڼا ښار تياره كورونه!
رڼاښار، تياره كورونه د چا جونګړه پكې نشته دى د تېلو ډېوهوايه قسمته! په تيارو كې به ترڅو پراته وي دا مهال د جلال ابادښار دخوارو او بې وسه وګړو سترګې له ماښامه وروسته كور ته تګ پر مهال د ښار رڼاګانې داسې بدې برېښوي چې بيا ورته په كور كې د ډېوې رڼاهسې د وروركيو تت ځل ښكاري، خوعام وګړي دې د پورته شاعر په څېر دا پړه پر قسمت نه ور اچوي، بلكې خپل استازي او چارواكي دې له ګرېوانه و نيسي چې ولې يې تر اوسه په تيارو كې
د خوست اړوند مسافر د هوايي ډګر غوښتنه كوي
دخوست په هوايي ډګرونوکې د امريکايي پوځيانو ترځاى پرځاى کيدو، وروسته بيا تر دې دمه د افغان حکومت کومه پوځي او يا ترانسپورتي الوتکه نده راکوزه شوې.نوموړي هوايي ډګرونه چې د طالبي رژيم ترړنګيدو پورې فعال وو، لږ تر لږه په اونۍ کې دوه ځلې له دوبۍ اوکابل څخه مسافرين د الوتکو په واسطه پدې ځاى کې ښکته کيدل چې له دې لارې خلکو په ځانګړي ډول د عربي هېوادونو مسافرو د راحت احساس کاوه، خو دا مهال په دواړو هوايي ډګرونو کې د امريکايي پوځيانو لويې اډې جوړې شوې او ترې د خاورو لوى ،لوى با
زه د امير شير علي خان په وخت كې پيځه كلنه وم
جوار بمبل و ، په نږدې ساحه کې ترې څوک نه ښکاريدل، د پټيو پولې هم له وښوو ببرې او بېګانۍ پرخه لا ترې لمر نه وه لوټلې ، دمړه زانو اوازونه له څو پټيو وړاندې اورېدل کېدل، دفصلونو په مينځ کې په نريو پولو مې ځان دکوډګي کلي دحسنو ادې دېرې ته ورساوه . دېره په همدې سهار تازه پړه شوې او ښه يخه وه ، ښکينې شمال دتوتانو او غوزانو دنيالګيو تنکۍ څانګې او شنې پاڼې په منظمه
له كابله تر جلال كوټه!
دا د هغه ستړ سفر كيسه ده چې د ايتلافي ځواكونو له لاسه مو د كابل جلال اباد د دريو ساعتو مزل په نږدې لسو ساعتو كې وكړ. د 1386 لمريز كال د زمري 11مه وه، زه له كابله د دفتري كار پاى ته رسېدو سره سم خپل سيميز دفتر ته چې په جلال اباد كې دى روان شوم. نږدې اته بجې به وې چې كابل كې د پلچرخي تلاشۍ ته څېرمه د جلال اباد هډې ته ورسېدم، هډه كې د معمول په خلاف نن د خلكو ډېره ګڼه ګوڼه وه ا
د ريچرډ وړاندوينه ...
د ناټو ځواکونو د پخواني قومندان ډيويډ ريچرډ وړاندوينه عملي جامه اغوندي نوموړي په تېر اكتوبر كې ويلي وو كه د ملكي وګړيو په ژوند كې ښه والى رانه شي نو ښايي په سلو كې اويا افغانان له طالبانو سره يو ځاى شي چې روانو حالاتو ته په پام يې وړاندوينه پر ځاى برېښي. په دې وروستيو مياشتو کې چې تاوتريخوالى ډير شوى، نو په لړ كې يې بهرني ځواکونه د ملکي خلکو پر وژلو پړ
د لال جومات مرستيال مشر...
عبدالرشيد غازي څنګه مولانا شو؟ د لال جومات بنسټ ايښودونكى مولانا عبدالله عبدالله د سويلي پنجاب د راجن پور په كلي كې زوكړى دى. دى د كورنۍ لخوا د خادم العلوم مدرسه كې شامل شو چرته چې ده لومړني ديني تعليمات تر سره كړل.او له هغې وروسته د سيمي په مشهورې مدرسې قاسم العلوم چې مشري يې مذهبي او سياسي شخصيت مولانا مفتي محمود كوله او په ملتان كې ده شامل شو. له دې مدرسې نه تر فراغت وروسته د نورو زده كړو لپاره كراچۍ ښار بنورى مدرسې ته لاړ له كومې چې
د تېلو په اړه راپور
د تېلو بيې ولې په لوړېدو دي؟ د تېرو څو مياشتو په بهير كې د تېلو بيې په افغانستان، په تېره په ننګرهار كې ډېرې لوړې شوي، لامل يې د تېلو ځينې سوداګر افغانستان ته د تېلو راواردېدو د مركزي سيسټم نشتوالي او ځينې نور يې په نړيوال بازار كې د تېلو د بيوو لوړېدل بولي. ګل ولي چې له پينځو كالو راهيسې په جلال اباد كې ريكشا چلوي وايي: ((تېل ورځ په ورځ په جګېدو دي، مونږ ته له مبلاينو سره يو ليټر پترول په 47 كلدارې تمامېږي، كله
ايا ګلاب د كوكنارو وړ بديل كېداى شي؟
آيا ګلاب د كوكنارو بديل كېدى شي؟د كوكنارو پر كر له قانوني بنديز وروسته د ننګرهار په ځينو سيمو كې كروندګر په خپله خوښه د ګلابو كرلو ته ځكه غاړه ږدي كوم چې د دوى له نظره له غنمو او جوارو ډېره ګټه لري. كوكنار د ننګرهار د اقتصاد اصلي توكى جوړاوه خو په دې وروستيو كلونو كې د چارواكو لخوا غير قانوني اعلان شول. په لرو پروتو سيمو كې اوس هم وګړي په پټه كوكنار كري خو كه د حكومتي چارواكو وس پرې بر شي، كرونده يې ور ويجاړوي. بزګران هر مهال پدې ټكي ډېر ټينګار كوي
جنګي فلمونه
((زما د جنګ والا فلمونه ډېر خوښېږي،ځكه زه غواړم ورنه جنګ او كراټې زده كړم.)) په سينمايي فلمونو كې جنګي مسايل نېغ په نېغه د ځوانانو په روان تاثير كوي، جګړه ايزو حالاتو ته يې هڅوي او د دې پرځاى چې د هېواد په بيا رغونه فكر وكړي په بيا ورانونه يې كوي. دماشومانو او تنكيو ځوانانو په روان باندې چاپيريال جوت اغېز ښندي چې. فرهنګي چارې د دغه چاپېريال يوه برخه جوړوي، چې په كې ټولنې، ښوونيز مركزونه سينما اونو
د بې کيفيته او غير مجاز درملو په اړه ريپورټ
مېټامېزول يا نولجين يا ډېپېرون د دې له كبله چې د وينې په حجرو ناوړه اغېز ښندي له ډېرې مودې راهيسې د نړۍ د درملو له كتابونو څخه ويستل شوي ، دې درمل نه يوازې خپل دوايي ارزښت له لاسه وركړى دى بلكې په انساني بدن باندې د بدو اغېزو له كبله يې استعمال منعه شوى دى.كاولين او پکټين نه هضمېدونکي کيمياوي مادې دي چې دواړه په ګډه په لويو كولمو كې د باكترياوو، توكسينونو او مايعاتو د جذب سبب ګرځي او له دې كبله غايطه مواد كلكوي او د سارا ته تلو شمېر راكموي. په
مياعلي صاحب په اړه انځوريز ريپورټ
والله كه روغ شي په مياعلي لېونىپه ميا علي بابا زيارت كې د لېونيو درملنې لپاره تور مرچ او وچه ډوډۍ وركول كېږي او د شپې په يخو خونو كې ساتل كېږي. دا لېونى چې تاسو يې ګورئ، دا يې ورور له شمالي څخه راوړى، دا يې درېيمه چهله ده چې دلته يې تېروي، خو تر اوسه يې بيا څوك پوښتنې ته نه دي راغلي، يوازې مياشت دوو كې يې ورور په ټېليفون ا حوال واخلي. نوموړى چې په دواړو پښو شل دى، شپه او ورځ د مياعلي صاحب د قبر ترڅنګ كوټه كې چې پخوا جومات و او اوس په يوه تشه كنډواله بد
قيس شګيوال
غښتلى باډي بلډرقيس شګيوال تر دې دمه د باډي بلډېنګ په نهو سياليو كې ګډون كړى چې په پنځو هغو كې لومړى راغلى. رفيع الله چې د سپورت په نړۍ كې په قيس شګيوال شهرت لري له ننه ۲۶ كاله دمخه يې په پچير اګام ولسوالۍ كې د عبد الجليل په كاله كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دى له اره د ښېوې ولسوالۍ د شګې د شېخانو كلي اوسېدونكى دى.تر يوولسم ټو
ايتلافي ځواكونه خپل سري عمليات كوي
كه د پوليسو او امريكايي ځواكونو لخوا خپل سري عمليات او يا د خلكو كورونو ته په غلا اوښتل همداسې دوام وكړي نو د رحيم خټګر په وينا د دوى غوندې ځورېدلي خلك به له طالبانو سره يوځاى شي.رحيم د طالبانو د نيول شوي وياند ډاكټر حنيف (عبدالحق حقيق ) د تره زوى او اوښى دى چې د ده دنيول كېدو په يوه ناكامه هڅه كې د خپلې ښځې سره د افغان او ايتلافي ځواكونو لخوا و ويشتل شو چې تر دې دمه دواړه له ټپونو په كور پراته دي.دى وايي چې له دوى سره ظلم شوى، ځكه د ده په وينا په توره شپه يې په كور ور وا وښتل،
د مومندرې د پېښې په اړه راپور
د مومندرې د پېښې عاملين بايد محكمه شي ولسي شور چې د خلكو له استازيو جوړه ده د مومندرې د پېښې په اړه چې د ۱۳۸۵ لمريز كال د كب په ۱۳ مه رامنځ ته شوه څه كړي؟دغه پېښه د تورخم جلال اباد په لويه لاره د مومندرې ولسوالۍ اړوند د سپين پل په سيمه كې د يو ځانمرګي بريد وروسته رامنځته شوه، خو د عيني شاهدانو په وينا امريکايي ځواکونو له بريد وروسته د لارې په اوږدو كې په بېلا بېلو ځايونو كې پر عامو لارويانو، موټرو او کورونو ډزې وكړې.په دغه پېښه كې د مړيو د شمېر
منګل سره مركه
پاينده محمد منګل د هېواد له تكړه سندرغاړو څخه يو دى چې د ژوند ډېر كلونه يې هېواد والو ته په سندرو ويلو او د هغوى د محفلو د ګرمولو لپاره تېر كړي، نوموړى له اره د لغمان ولايت د ګومين اوسېدونكى دى او دده په وينا(( دا چې په کوم کال پيدا شوى يم څه خاصه پته راته نشته خو اوس د پنځوسو كولو يم ))دى له هغه وخت نه چې لا ماشوم وو او په جومات كې يې سبق وايه له سندرو ويلو او
په يوه ورځ له دولس سوو زيات كونړيان...
نږدې درې لسيزې وړاندې ۱۳۵۸ لمريز كال د وري په ۳۱مه د كونړ ولايت مركز، اسعد اباد، ته څېرمه كلي، كېراړه، كې له دولس سوو زياتو عامو وګړو ژوند پدې پلمه واخيستل شو چې ګوندې دوى د حكومت له مخالفينو سره لاس لري. په دې اړه د كيراړې يو تن اوسېدونكى ډاكټر ثنا الحق چې د كورنۍ څلوېښت تنه يې پدې پ
ولې دولت په هېواد كې ...
ولې دولت په هېواد كې د بهرنيو اسعارو د چلښت مخنيوى نه كوي؟ له ډېرې مودې راهيسې دولت په دې هڅو كې دې چې په هېواد كې د بهرنيو اسعارو مخنيوى وكړي او افغانۍ په چلښت كې راولي خو تر دې دمه نه دي توانېدلي چې دغه چاره سر ته ورسوي. دا چې لاملونه يې څه دي په اړه يې د روان كتاب پلورني څښتن محمد حسن وايي: ((زه خپله كتابونه په افغانيو خرڅوم، خو دا چې ولې په ټول بازار كې دا كار نه كېږي، زما په نظره ځكه دا كار نه كېږي چې واړه دوكانداران دلته وي او كه خپله يې له پاكس
د كوكنارو پر كر بنديز ...
۲۰۰۶/۱۱/۱۰ د كوكنارو پر كر بنديز نا امني رامنځته كوي او بزګردكوكنارو پر بديل نا خوښه دي د ننګرهار حكومتي اداره لا په دې نه ده بريالۍ شوې چې بزګرانو ته د كوكنارو وړ بديل ور په ګوته كړي. د ننګرهار په يو شمېر سيمو كې يو ځل بيا بزګرانو د كوكنارو كرل له دې امله پيل كړل چې دولت ورسره په كړو ژمنو كې پاتې راغى. ننګرهار چې نيږدې (97820) هكتاره كرنيزه زمكه لري او يو له هغو سيمو څخه دى چې دوه كاله وړاندې پكې د كوكنارو فيصدي د پخوا په پرتله په سلو كې پينځو ته
په ننګرهار كې سپورتي بهير
په ننګرهار كې سپورت كونكي نه تشويق كېږي خوشال حضرتي چې له ديارلس كالو راهيسې د بوكس ورزش كوي په دې اړه وايي: د ننګرهار خلك غريب خلك دي، ځكه ډيرى خلك سپورت ته زړه نه ښه كوي او نه خلك هغه كسان چې سپورت كوي تشويقوي، ځكه دوى په دې عقيده دي چې ورزش كاران چې دغه وخت په سپورت لګوي ولې خپلې كورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ نه ګټي.خودى بيا يو شمېر كورنۍ او خلك ستايي چې ورزش كاران تشويقوي ترڅو خپل ورزش پر مخ يوسي چې د ده كورنۍ يو ل
ببولالې څار ... ---------- ( فرهاد دريا)
فرهاد دريا سربېره پردې چې ختيځواله او لويديځواله موسيقي يې له بېلابېلو استادو زده كړې، خو افغاني ولسي موسيقي ته يې د خپلو هلو ځلو او تجربو په ځواك يوه ځانګړې اروا ورپوكړې.نامتو سندرغاړى فرهاد دريا په تېرو دوو لسيزو کې د هېواد يو له مخکښو سندرغاړو او کمپوزرانو څخه دى چې په پښتو، دري، هزارګي، ازبکي او اردو ژبو يې په لسګونو سندرې ويلي دي.نوموړي په كندوز كې د قطغن د نايب الحمكه شېرخان ناشر د ز
د پښتو فلمونو تانده څېره، معشوق شاداب
معشوق شاداب له نن نه اته ويشت كاله دمخه د لغمان ولايت د ده زيارت په كلي كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دوى له آره د غزني دي او نيكونه يې لغمان ته راكډه شوي دي. اوس د جلال اباد ښار په اوله ناحيه كې ( د ډولكي بابا زيارت تر شا) شپې سباكوي اته كاله وړاندې د چكنورۍ له لېسې څخه فارغ شوى خو له يو شمېر اقتصادي ستونزو له كبله ترې نيږدې دا اته كاله لوړې زده كړې پاتې شوي خو اوس پلان لري چې په نيږدې راتلونكي كې خپلې زده كړې سرته ورسوي.د طالبانو د پ
ګل جان صادق سره مركه
((زه له خپل هنره ښه خاطره لرم او راضي يم، ځكه زما د ژوند ټول ضرورتونه له همدې لارې پوره كېږي او زه چې اوس څه يم د همدې هنر په بركت يم)) ګل جان صادق ۳۸ كاله وړاندې د ننګرهار ولا