((زما د جنګ والا فلمونه ډېر خوښېږي،ځكه زه غواړم ورنه جنګ او كراټې زده كړم.))
په سينمايي فلمونو كې جنګي مسايل نېغ په نېغه د ځوانانو په روان تاثير كوي، جګړه ايزو حالاتو ته يې هڅوي او د دې پرځاى چې د هېواد په بيا رغونه فكر وكړي په بيا ورانونه يې كوي.
دماشومانو او تنكيو ځوانانو په روان باندې چاپيريال جوت اغېز ښندي چې. فرهنګي چارې د دغه چاپېريال يوه برخه جوړوي، چې په كې ټولنې، ښوونيز مركزونه سينما اونور په دې ډله كې راځي. د رواني كارپوهانو په وينا له دغه ډول حالاتو ځوانان نېغ په نېغه اغېزمن كېږي.. كه دغه فرهنګي چاپيريال له ټولنې سره برابر وي ځوانان مثبت تغير كوي او كه نه وي منفي.
په دې اړه د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواه پوهنې استاذ رشيدخان وايي: ((كه په فعلي شرايطو كې زموږ تنكي ځوانان جنګي فلمونه وګوري او په دغسې شرايطو كې وده وكړي نو ډېره شونې ده چې دغه ځوانان د داسې يو ګروپ سره، چې جګړې او ياغيتوب ته تمايل ښيي او د هېواد په يوه پټه برخه كې فعاليت لري، اړيكې ټينګي كړي او راتلونكي كې ترې ملي ګټو ضد عناصر جوړ شيي.))
كه موږغواړو چې زموږ ماشومان او ځوانان په راتلونكي كې د هېواد په بيارغونه كې برخه واخلي نو دوى ته بايد داسې شيان وښودل شي چې پر روان يې مثبت اغېز ولري. فلمونه او ډرامې بايد داسې توكي چې د وطن جوړونې، مينې او محبت، دوستۍ او ورورګلوۍ روحيه ولري، راونغاړي.
رشيد خان زياتوي : (( په ننګرهار كې جوړ شوي فلمونه يو هم د افغانستان بيا رغاونې تاثر چا ته نشي وركولى. ټولو كې جنګ جګړه، وژنه ، تښتونه ، لوټ تالان او دې ته ورته څيزونه ښودل كېږي . دا شيان او دا كارونه خو موږ په تېرو ۲۵ كالو كې په خپلو ستركو وليدل چې وشول، بيا يې په فلمونو كې ښودلو ته څه حاجت دى؟.))
نوموړى له طلوع تلوېزون نه ديو هندي سريال ( خواښې هم يو وخت اېنګور وه) چې په دري ترجمه شوى، خپرېږي او د كورنيو لپاره ډېر ګټور دى، دښې بېلګې په توګه راوړي او وايي چې ده يې مثبت تاثيرات په يو شمېر كورنيو كې چې دا ډرامه ګوري، ليدلي، مخكې به چې خواښې او اېنګور سره ورانې وې او يا به يې له يو بل سره په نه خبره ضد كاوه، اوس په كې ښكاره مثبت تغير راغلى، دا ځكه چې يو ځاى ناستې وي او سريال ګوري هريوه يې چه خپلې نيمګړتياوې په كې ګوري شرمېږي او بيا يې نه كوي.
دى زياتوي چې د تعليمي نصاب جوړونكي بايد په تعليمي نصاب كې هغه شيان ځاى پرځاى كړي چې د افغانستان د پرمختګ او د افغانستان راتلونكي لپاره ګټور وي. او هغه شيان چې د جنګ جګړې بوى ترېنه راځي لكه: ۲+۲ بمونه څو كېږي؟ او دې ته ورته كليمې ترېنه لرې كړي. دغه جنګي شرايطو او فلمونو په ماشومانو او تنكيو ځوانانو دومره تاثير كړى، تردې چې كله دوى لوبې كوي دوه ډلې شي چې يو د طالب او بل د حكومت په نامه يا د مجاهد او روسانو په نامه او په پلاستيكي يا د لرګيو په ټوپكو يا تمانچو باندې يو پر بل ډزې كوي او د مقابل لوري په وژلو خوشالي كوي او د خپلو ملګرو په ټپي كېدو يا مړه كېدو خپګان څرګندوي. دا سره له دې چې خيالي دي خو كله چې د دوى عمر پخېږي دوى بيا اصلي ټوپكې اونورې وسلې لاس ته راوړي، جنګونو او ورانيو ته مخه كوي. ځكه دوى په داسې محيط كې را لوى شوي چې دا ټول شيان يې هلته ليدلي او زده كړي دي.
د ختيځ زون دسينما ګرانو د اتحادې رئيس انجينر نجيب الله صادق پورته نيوكې مني او وايي: ((موږ به دغه جنګي صحنې په خپلو فلومونو كې نه راوړو خو د دې ضمانت به څوك راكړي چې په هغو امريكايي، چينايي، هندي او پاكستاني فلمونو كې چې له شروع نه تر ختمه پورې ټول جنګ وي افغانستان ته راوړل يا په تلوېزنونو او كېبلونو كې چلول بند شي. موږ خو په يوه نيمه صحنه جنګ لرو او يو يا دوه كسه به مو په كې مړه كړي وي ، دوى خو درنې ، درنې وسلې په كې كاروي ، په سلګونو خلك په كې وژني، تر دې چې د انسان په مرۍ لكه ځناور غاښونه لګوي او وينې يې څښي.))
نوموړى زياتوي چې دوى اړي دي د هغه اصلاحي پيغام لپاره چې دوى يې د فلم له لارې خلكو ته رسول غواړي دا ډول صحنې په فلم كې راوړي ځكه له يوې خوا كه سوك ، څپېړه په كې نه وي خلك يې نه ګوري او له بلې خوا په ازاد بازار كې پرې شوى لګښت نه پوره كوي.
ديارلس كلن عزيز چې فلمونه د جنګ زده كولو لپاره ګوري داسې وايي:((زما د جنګ والا فلمونه ډېر خوښېږي،ځكه زه غواړم ورنه جنګ او كراټې زده كړم.))
فرهاد چې كله ناكله د ښار په ايس كريم پلورنځيو كې فلم ته كېني او هندي فلمونه خوښوي هم ده ته ورته نظر لري او وايي:((زما په هندي فلمونو كې د اجى ديوګن فلمونه خوښيږي ځكه هغه ډېر ښه فايټ كوي.))
دا چې خلك اوس هم جنګي فلمونه ګوري او كه نه په اسحاق زي ماركېټ كې د غزل ميوزيك سنټر څښتن فاروق ديدار وايي: ((اول چې موږ كله دوكان خلاص كړ خلكو به جنګي فلمونه ډېر وړل خو د وخت په تېرېدو نه پوهېږم چې خلك له جنګ نه ستړي شوي او كه څنګه او س دغه راز فلمونو پرځاى عشقي فلمونه او سندرې ګوري.))
خو د دره نور ميوزيك سنتر خاوند احمد ولي بيا دا نه مني او وايي: ((موږ نه اكثره خلك جنګي فلمونه وړي په تېره د اطرافو خلك هغوى خو بيخي عشقي او داستاني فلمونه نه ګوري، كله چې فلم غواړي لومړى پوښته كوي چې جنګ لري او كه نه؟ او په جنګي فلمونو كې اكثره خلك د مستندو فلمونو لكه د ثمرخېلو جنګ او نورو غوښتنه كوي ځكه په هغې فلمونو كې جنګونه ډېر او رښتياني وي.))
په دې اړه په ننګرهار د افغان فلم ادارې مشر عبدالوكيل وقار وايي: ((څرنګه چې د دولت د پاليسۍ له مخې د مطبوعاتو او دبيان ازادۍ ته كاملاً احترام كېږي او له بلې خوا د دغې پاليسۍ مطابق د ازاد بازار لپاره كار روان دى ، نو بناً د افغان فلم رياست چې دولت پورې تړلى ارګان دى، د خپل وظيفوي لايحې له مخې يواځې د مبتزلو يا غير اخلاقي فلمونو د مخنيوي په برخه كې مكلف دي. نه د هغو مستندو يا هنري فلمونو چې په كې جنګي يا ډارونكې صحنې موجودې وي.))