جنۍ! راكه زړه مې دا لا زلمى نه دى
ميوند ځوان شينوارى په ۱۳۶۸ لمريز كې د ننګرهار ولايت د هسكې مېنې په نرۍ اوبو كې د خوشال شينواري په كور كې دنيا ته راغى، دى اوس اتلس كلن دى او د جلال اباد په څلوېښت ميتره كې اوسېږي.
ميوند شپږ كلن وو چې د ښوونځي په وره ور ننوتو، درې كاله يې سر په سر د سويې ازموينه وركړه او په ۱۳۸۶ لمريز كې له مياعمر لېسې بريالى راوواته.
دى لا په لسم ټولګي كې و، چې د شعر ښاپېرۍ له لاسه ونيو، نوموړي تر دې دمه نږدې سل غزلې او څو ازاد نظمونه ليكلي دي. دا چې ده څنګه دې ډګر ته مخه كړه او لامل يې څه وو دى يې په اړه وايي: ((زه هم نه پوهېږم .))
ځوان د شعر ترڅنګ لنډې كيسې او تنزونه هم ليكي چې د سيمې په يو شمېر خپرونو كې تر سترګو كېږي د ده په وينا لومړى شعر يې په شايق اونيزه كې خپور شوى.
دى په معاصرو شاعرانو كې د حمزه شينواري، اباسين يو سفزي او سايل شعرونه خوښوي او لامل يې دا بولي چې روان او ساده دي: ((كله ناكله په كې د خپل ژوندانه انځور وينم.))
ځوان سندرې هم اوري، خو يواځې د هارون پاچا سندرې او اواز پرې ښه لګېږي چې د ده په وينا خوږ غږ لري او ښه شعر انتخابوي.
دى چاپ اثار نه لري، خو يوه شعري او يوه وړه ټولګه لنډې كېسې يې د چاپ لارې څاري.
دا هم د ميوند ځوان شينواري د شعر بېلګه:
ستا د لوبو نه دى، څه ستا بنګړى نه دى
جنۍ راكړه زړه مې دا لا زلمى نه دى
دا ستا كړې خبر ما ته سر چپه كړي
دا ريبار خو مړې سره سړى نه دى
خداى ستا قد هومره زړګى راله راكړى
په هر څه نه ژاړي، دومره نرى نه دى
اوس مې هم په كې څو خړې خېمې پاتې
پېښور خو رانه اوس هم پردى نه دى
اوس توپير د ښو او بدو سم كوى شي
اوس ميوند لكه پخوا لېونى نه دى
د ځوان د ښې او روښانه ګاندې په هيله
سردارولي څرك