تيره شپه زه په شوګير باندې كرۍ كړم
خداى اخته زه په دې څه ډول خوارۍ كړم
بيا زه خير كه عمر تېر په ملنګۍ كړم
خو چې ښكل دې يو ځل سرې شونډې غوټۍ كړم
هسې نه چې قد قامت زما بدرنګ دى
محبت كې روستو پاتې غريبۍ كړم
دا خو ستا له غمه څيرې ګرېوان ګرځم
هسې نه چې دا كارونه له مستۍ كړم
***
ټپې، ټپې دي سندرې دي نغمې دي
ستا خبرې ياره! ستا په شان خوږې دي
دغه ستا د شرابي سترګو كانې دي
راپسې چې اوس د ټولو خلكو خولې دي
دا چې سوى، سوى بوى مې له خولې خېژي
دا مې بلې په زړګي باندې لمبې دي
نور خو خداى شته ښكلي ډېر راباندې ګران دي
خو بدېږي مې په دې چې بې وعدې دي
زه سردار يې په لومړي نظر نشه كړم
سترګې ستا څه د زړو ميو پيالې دي
۱۳۸۵، لوى اختر لومړۍ ورځ
14.06.2007
- سردارولي څرک
چې نه انكار كړي، نه انكار غلى دىداڅه خبره ده سركار غلى دى
په دې مالت خدايګو څه غم تېر شوىګودر خاموشه دى، چينار غلى دى
ښايي مرګي خلاص كړو د ژوند له شرهژړا يي نه خېژي بيمار غلى دى
څركه! ناره د اناالحق پورته كړهبلا موده وشوه چې دار غلى دى
***
منمه اور به په شېبه لګېږي خو په وژو يې زمانه لګېږي
لكه...
16.06.2007
- سردارولي څرک
جنۍ! راكه زړه مې دا لا زلمى نه دى
ميوند ځوان شينوارى په ۱۳۶۸ لمريز كې د ننګرهار ولايت د هسكې مېنې په نرۍ اوبو كې د خوشال شينواري په كور كې دنيا ته راغى، دى اوس اتلس كلن دى او د جلال اباد په څلوېښت ميتره كې اوسېږي.ميوند شپږ كلن وو چې د ښوونځي په وره ور ننوتو، درې كاله يې سر په سر د سويې ازموينه وركړه او په ۱۳۸۶ لمريز كې له مياعمر لېسې بريالى راوواته.دى لا په لسم ټولګي كې و، چې د شعر ښاپېرۍ له لاسه ونيو، نوموړي...