سردارولي څرک
راځئ چې سردار وپېژنو!
که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨
دا ياران لكه ګلونه د بهار دي(تذكره)
د فردوس بهار پېژندنه(تذكره)
نور هم بلا ښكلى شې فردوس بهار له نن نه دوه ويشت كاله وړاندې د پېښور په جلوزيو كې د ښاغلي محمد يونس په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې. دى له آره د ننګرهار ولايت د كامې ولسوالۍ اوسېدونكي دى.بهار اوه كلن و چې په كامه كې د محمد موسى شفيق د ښوونځي پر وره ورننوت، تر نهمه يې همدا ښوونځى ولوست، او د پاتې زده كړو لپاره د همدې ولسوالۍ مراد علي لېسه ته لاړ چې په ۱۳۸
د نقيب احمد اتل پېژندنه
نقيب احمد اتل له نن نه ۲۶ كاله دمخه د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د هډې په تاريخي سيمه كې د ارواښاد شينواري په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.دى اته كلن وو چې د ښونځي په وره ور ننوت اود ۱۳۷۷ لمريز كال كې د هډې له لېسې بريالى راوواته. د كانكور امادګي يې هم كړې وه خو د خراب روزګار له امله ترې پوهنتون پاتې شو. چې دغه موده نږدې پينځه كاله دوام وكړ او بلاخره د ۱۳۶۲ لمريز كال يې، هغه وخت چې د د ننګرهار په څارنوالۍ كې دولتي مامور تعليم او تربيې پوهنځي د ژبو او ادبياتو څانګه ي
د حامد غورځنګ پېژندنه
ماخو د يار په سپكو سپورو شاعري كوله حامد غورځنګ د محمد بصير حميدي ځوۍ دۍ چې نن نه پوره ۱۹ کاله وړاندې په ۱۳۶۷ لمريز كې زوکړى دى نوموړى دمګړۍ ته د جلال اباد په شاه مردخان مېنه کې اوسي.دى ۷ کلن وو چې د ښوونځي ور يې وټکولو او په ۱۳۸۵ لمريز کال له مياعمر عالي لېسې بريالى را وواته.شاعري يي که څه هم لکه د پښتون کهول په خټه کې آغګلې وه خو په ۱۳۸۲ لمريز کال يې د کاغذ مخ د شعر په نوم تور کړ.دى د خپلې شاعرۍ لامل د يو شمېر شاعرانو د شعرونو
د عبدالله سهار پېژندنه
ډير مې يا ديږې دزړه ښاره ،جلال اباده عبد الله سهار له نن نه اوه ويشت ٢٧ کاله د مخه د ننګرهار ولايت د کږې ولسوالۍ د کوز بيار په سيمه کې د استاد سيد عمر په کاله کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.نوموړي لومړنۍ زده کړې د هجرت په چاپېريال (پېښور) کې تر سره کړي دي او پر ۱۳۸۰ لمريز کال د ننګرهار د عالي لېسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى چې د ه
د ګهيځ پېژندنه
واخله لونګ مړ شې ته حيات الله ګهيځ له نن نه ۲۸ كاله دمخه د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په روغانو كې د ارواښاد عبدالهادي په كاله كې وزېږېد.لوموړنۍ زده كړې يې د پېښور په حضرت بابا ښوونځي كې چې سربندته نېږدې دى كړي او وروسته بيا هېواد ته راستون شو او په ۱۳۷۹ لمريز كال يې د دولسم ټولګي برى ليك د خپلې سيمې له حصارك مزينې لېسې نه تر لاسه كړ. چې د همدې كال د كانكور له لارې د كرنې پوهنځي ته بريالى شو او پر ۱۳۸۳ لمريز يې پاى ته ورسولو. ګهيځ د لېسې او پوه
د خير الله خيال پېژندنه
دا ښكلى اكثر زما په واك كې دى. خيرالله خيال له نن نه ۲۸ كاله وړاندې د غبرګولي په ۱۹مه د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه كې د حاجي زربادشاه په كاله كې سترګې وغړولې. نوموړى له اره د شېرزادو ولسوالۍ د كوديخېلو اوسېدونكى دى.خيال لومړنۍ زده كړې په پېښور كې د حضرت زبير بن عوام، متوسطه زده كړې په سيدجمال الدين او د ثانوي زدكړو برى ليك يې په ۱۳۷۶ لمريز كال له ابن سينا لېسې نه تر لاسه كړ او بيا د كانكور له لارې د ننګرهار طب ته بريالى شو چې په ۱۳۸۵
د ځوان شينواري پېژندنه
جنۍ! راكه زړه مې دا لا زلمى نه دى ميوند ځوان شينوارى په ۱۳۶۸ لمريز كې د ننګرهار ولايت د هسكې مېنې په نرۍ اوبو كې د خوشال شينواري په كور كې دنيا ته راغى، دى اوس اتلس كلن دى او د جلال اباد په څلوېښت ميتره كې اوسېږي.ميوند شپږ كلن وو چې د ښوونځي په وره ور ننوتو، درې كاله يې سر په سر د سويې ازموينه وركړه او په ۱۳۸۶ لمريز كې له مياعمر لېسې بريالى راوواته.دى لا په لسم ټولګي كې و، چې د شعر ښاپېرۍ له لاسه ونيو، نوموړي
د نقيب الله شباب پېژندنه
نقيب الله شباب له نن نه نږدې ۳۰ كاله وړاندې د كږې ولسوالۍ په ډاګ كلي د غلام سخي په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.دى لا تنكى زلمى وو چې پېښور ته كډه شو او په كبابيانو كې يې واړول او هماغلته يې په صديق اكبر لېسه كې زده كړې وكړې او په ۱۳۷۸ لمريز كال ترې بريالى را وواته.شباب غوښتل چې لوړې زده كړې هم تر سره كړي خو د وخت غوښتنو دى اړ كړ چې د زده كړې پر ځاى كسب ته مخه كړي او له دې لارې كورنۍ ته يو څه نفقه برابره كړي چې دمګړۍ ته دى د موټرو د انجن تكړه مستري دى. دى نهه كاله كېږ
د زيرك فهيم پېژندنه
خاونده! چا ته ترېنه نېغه شمله وتړمهزموږ زلمي وجود لري وجود كې سر نه لري زيرك فهيم له ننه 23 كاله وړاندې د جلال اباد په څلورمه ناحيه كې د سيد محمد په كاله كې سترګې وغړولې، نوموړى له آره د كونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونكى دى او اوس د جلال اباد ښار د مجبور اباد په سيمه كې شپې سبا كويلومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د نصرت په لېسه كې چې هغه مهال منځنى ښوونځى و ترسره كړي او په 1382 لمريز كال ننګرهار لېسې نه فارغ شوى دى او د1384 كال له كانكور ازموينې وروسته د تخار پو
د بختيار ساحل پېژندنه
دا ځل د كلي لېونو باندې جرګه كومه احمد بختيا ر ساحل له ننه ۲۰ كاله وړاندې د جلال اباد ښار په درېيمه ناحيه كې د محمد حكيم په كاله كې سترګې وغړولې. نوموړى له آره د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو د بر بيار اوسېدونكى دى.اوه كلن و چې په مياعمر لېسه كې يې زده كړه پيل كړه او په ۱۳۸۵لمريزكال ترې بريالى راووت او د همدې كال د كانكور ازموينې ل
د سرحدي ځواك پېژندنه
سرحدي ځواك له نن نه (۲۱) كاله وړاندې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه كې د مدير نور رحمان په كاله كې سترګې وغړولې، نوموړى له آره د كونړ ولايت د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونكى دى.لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د نصرت په لېسه كې چې هغه مهال منځنى ښوونځى و ترسره كړي او په ۱۳۸۳لمريز كال د مياعمر۱ لېسې نه په ښو نومرو فارغ شوى دى او د همدې كال د كانكور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د كرنې پوهنځي ته بريالى شوچې اوس د همدې پوهنځي د دريم كال زده كړى دى. ځواك له ۱۳۸۰ كال راهيسې ش