نقيب احمد اتل له نن نه ۲۶ كاله دمخه د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د هډې په تاريخي سيمه كې د ارواښاد شينواري په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې.
دى اته كلن وو چې د ښونځي په وره ور ننوت اود ۱۳۷۷ لمريز كال كې د هډې له لېسې بريالى راوواته. د كانكور امادګي يې هم كړې وه خو د خراب روزګار له امله ترې پوهنتون پاتې شو. چې دغه موده نږدې پينځه كاله دوام وكړ او بلاخره د ۱۳۶۲ لمريز كال يې، هغه وخت چې د د ننګرهار په څارنوالۍ كې دولتي مامور تعليم او تربيې پوهنځي د ژبو او ادبياتو څانګه يې پيل كړه او په ۱۳۸۶ لمريز كال يې برى ليك ترې تر لاسه كړ.
د اتل په خټه كې هم لكه د نورو پښتنو آغګلى وو خو، كله چې په نهم ټولګي و او په وينا يې غمونو غاړه وركړه نو شعر ليكل يې پيل كړل چې تر دا مهاله يې يو ټولګه شاعري او د خپل ژوند په اړه يو ناول ليكلى دى، خو لا د چاپ په ګاڼه نه دي سمبال.
په نوموړى خداى د ښه شعر ليكلو ترڅنګ ښه غږ هم لورولى دى چې په ډېرى غوڼدو او مشاعرو كې يې د خپلو فرهنګي ملګرو تنده پرې ماته كړې. او يو ځل خو د همدې خداى وركړي سندريز غږ له امله د ننګرهار ټولنيز مركز_ ميډيوټيك لخوا د ترنم په جوړه شوې سيالۍ كې لومړى مقام تر لاسه كړ.
د ده د خوښې شاعران خوشال خټك، حمزه بابا، دروېش درانى او رحمت شاه سايل دى او د رفيق شينواري او هارون پاچا سندرې په سندرو د خپل ژوندانه بې روزګاره شېبې لنډوي.
اتل د دې ترڅنګ  ژورناليستيكې بوختياوې هم لري چې تر دې دمه يې په ننګرهار راډيو، شرق راډيو، سپين غر راډيو، نننى افغانستان( مجله) او كليد راديو سره دندې تر سره كړي دي.
دا هم د اتل د شعر بېلګه:
 تاته نه ښكاري نه يې وينې مينې
له خوږ زړګي مې څاڅي وينې مينې
شوم ستا په مينه كې بدنام دكلي
كوم خبرې سپينې سپينې مينې
خيركه غريب يمه خونازبه دې وړم
سربه درځاركړمه نيازبينې مينې
دخپل ملنګ جانان ګريوان وګوره
سلګۍوهي په زړه سنګينې مينې
زه ملاخېل درنه لوګى لوګى شم
پښتنې پېغلې شرمګينې مينې