د ژمې سړه ورځ وه بهر په ويالو كې داوبو ولاړو ډنډونو يخ نيولى و، د جګړو او بمباريو له امله شپې ورځې داسې پيكه وي، چې تا به ويل ټوله سيمه توپانونو ځپلې، كلى له خلكو تش و، يوازې زړې ښځې او عمر خوړلي سړي و چې د كورونو دروازې پرې بېرته وې، هغوى هم داسې و، لكه په ژوندوني چې ترې ساه وتلې وي، كه به څوك روان و، نو به يې تيټ سر خپلو قدمونو ته كاته او په وركو _ وركو فكرونو به يې په مخ كې پرته لار لنډوله، كه به څوك ناست و، نو هم به يې سر په زنګنونو دننه كړى و او همداسې به د فكرونو په ټال له ځانه ورك كومې لورې ته تللى و.
شپه د نورو شپو په پرتله ښه وه ارامه وه، خو د شپې په وروستي پار كې د توپونو څو پرله پسې مرمۍ د كلي په منځ تېرې شوې او له كلي پورې غاړې دښته كې ولګېدې، اوس لمر د غرونو له شا را جيګ شوى و خو لا يې وړانګې د كلي له دنګو دېوالونو نه وي را اوښتې، زما زړه په كور كې تنګ و او نور مې نه شو كولاى چې د كور په لوړو دېوالونو كې يوه شېبه تېره كړم، له كوره را ووتم، مور مې كه څو راپسې نارې وكړې چې مه ځه هوا سړه ده، خو ما پرې غوږونه كاڼه كړه او لكه له پنجرې الوتې مرغۍ په يوه شېبه كې د كلي له تاوو راتاوو كوڅو راتېر شوم او نوره مې د دېرې لار ونيوه.
په لاره _ لاره رښتيا هم د ولو په غاړو راځوړندو وښو د يخ ګونګري نيولي و او هغو ته چې د لمر وړانګې ورسېدلې وې، نو د شنه اسمان د ستورو په څېر ځليدل، په لاره هېڅوك روان يا راروان نه وو خو كله - كله به له لرې يو نا معلوم اواز د لارې درنه خاموشي ماته كړه، زه اوس دېرې ته نږدې شوى وم او له غرونو نه د هوا راالوتو څپو رانه د لاسو ګوتې پردۍ كړې وې.
له ورايه مې نيكه وليده چې له دېرې وړاندې يې د بارې پيتاوي ته څادر اوار كړى و، د هغه لا پر ما سترګې نه وې لګېدلې، ځكه هغه لګيا و د نسوارو د دبلي آينه يې مخ ته نيولې وه او په خپلې وړې بيتي يې د ږيرې جيګ و ټيټ ويښته برابرول، چې زما د وړو قدمونو په ښكالو يې غوږونه څك كړه، خو ژر يې پر ما سترګې ولګېدې...
_ هله ژر راشه دې پيتاوي ته كينه..! ولې دومره وختي له كوره راوتلى يې؟ ستا يخني نه كېږي؟
ما څه و نه ويل او غلى د نيكه سره د څادر په يوه څنډه كېناستم، هغه بيا آينه مخ ته ونيوه او په خپل كار لګيا شو.
دا پخواني خلك هم حيرانوونكې ځانګړنې لري، هغه چې اوس په كومه بيتي كار كاوه هغې ته يې له څرمنې يو پوخ ګنډلى و، چې د يو ډول غوړې ځلا نه ډېره پخوانۍ مالومېده.
ما چې تر دې مهاله د بيتي پر پوخ لوبې كولې، هغه مې بېرته پر خپل ځاى كېښود، چې ناڅاپه مې د نيكه پر بوټونو سترګې ولګېدې، نيكه مې كه څه هم ښه غښتلى او په ونه دنګ سړى و، خو هغه بوټونه بې اندازې اوږده او لوى و، زه يې په ليدو حيران شوم، له دې وړاندې مې د هغه پر پښو داسې كاواكه بوټونه نه وو ليدلي، ژر مې ترې پوښتنه وكړه!
_ بابا دا بوټونه دې له كومه كړي؟
هغه خپله وړه بيتي په څرمني پوخ كې دننه كړه، تار يې ترې تاو كړ او بيا يې هغه بوټونه دواړه ځان ته رانېږدې كړه، يو يې ترې را واخېست او داسې يې لاندې باندې واړولو، لكه همدا شېبه يې چې له دوكانداره اخلي او د خوښولو لپاره يې لاندې باندې ګوري، بوټ يې بېرته پر خپل ځاى كېښود او لا يې سترګې پكې ګنډلې وې چې زه يې په يو درانه غږ خپلو خبرو ته ځير كړم.
_ بچيه دا د يو روسي عسكر بوټونه دي، ډېر ګرم دي او...
هغه لا خبره نه وه تمامه كړې چې ما ترې په بې صبرۍ پوښتنه وكړه!
_ بابا، نو تا له كومه كړي، دا خو به ستا په پښو كې لوى وي!!؟
هغه بيا بوټونه د نظر په ميچ كچ كړه...
_ نه لوى نه دي، هغه عسكر رښتيا هم ډېر غټ دي، خو زما په پښو كې داسې جوخت دي، لكه همدا ماته يې چې جوړ كړي وي...
مايې خبره و نيوه او خپله تېره پوښتنه مې بيا ترې وكړه.
_ بابا! تاته دا بوټونه هغو عسكرو راوړي؟
_ نه ما له دې ځايه لرې په بيديا كې پيدا كړي.
ما ترې د بيديا په اړه پوښتنې ته ځان جوړاوه چې هغې شاته مخ واړاوه او لږ څه وړاندې خړو غونډيو ته يې لاس و نيو او پسې يې خپله خبره وغځوله: له دې غونډيو ها خوا كلي ودان وو اوس پكې څوك نشته او خلك يې بلې خواته تللي، زما پكې د يودوست كور و...
مايې بيا خبره پرې كړه.
_ باباهغه كورونه اوس وران دي؟
هغه سوړ اسويلى وكړ او له اوږده ځند وروسته يې وويل: هو!! وران يې و بوله اوس هېڅوك په هغو كورونو كې نشته، خلك يې څوك يوې او څوك بلې خواته په كډه كولو مجبور شوي، هغه كورونه هم اوس په خپل حال نه دي پاتې او د توپونو په ډزو يې دېوالونه كنډو كنډو شوي، همدا څو ورځې وړاندې زه په دې تمه هغې خواته لاړم چې د خپل دوست پوښتنه وكړم، خو هلته د كورونو دروازې راپورې وې، زه له كلي چاپېره وګرځېدم، چې څوك پيدا كړم او د خپل ورك دوست پوښتنه ترې وكړم، مګر څوك مې په نظر را نغله او په هغه ځاى كې داسې چوپتيا وه چې تا به ويل له پېړيو _ پېړيو راهېسې پكې څوك نه دي اوسېدلي.
زه بې واره شوم...
_ بابا! بيا دې په هغه شاړه دښته كې څه وكړه؟
هغه لكه اوس چې هم د خپل دوست د كاله بندو تمبو ته ولاړ و، په خپل ځاى كې سره و خوځېده.
_ څه به مې كړى واى، ستړى وم او همداسې ستړى بېرته په خپله مخه راروان شوم، د بېرته راګرځېدو پر وخت مې د ځناورو په يوه ډله سترګې ولګېدې چې څه شى يې د سمڅو لورې ته راښكوده، هغو ټول يو بل ته غورېده، زه چې لږ وړاندې ورغلم، نو قدمونو سره د ښويدونكو كاڼو په درزا مې ټولو غوږونه څك كړه، چې ومې ليده ګيدړان و او د چا په جسد راغونډ شوي وو، ما ډبرې ته لاس كړ، خو د ډبرې په وار ټولو ماته په وينو سرې داړې و چيچلې، زه ووېرېدم، چې هسې نه په ما حمله ونكړې، نو له همدې وېرې مې په څو پرله پسې وارونو هغوى له جسده وشړل...
ما ژر پوښتنه وكړه...
_ بابا ګيدړ خو له انسانه ويرېږي او تښتي، دا به نور ځناور وو!؟
هغه سترګې را ووستې
_ هو!! پخوا به هرڅه له انسانه وېرېدل، خو اوس هغه ګيدړان نشته چې د انسان له سيوري به يې غونډۍ پنا كولې، اوسني ګيدړان په رغونو او غرونو كې د انسانانو د غوښو په خوږو دومره مست شوي دي، چې په ژونديو انسانانو پسې هم خولې ور اچوي.
زه ورخطا شوم
_ نو بيا څه وشول؟
_ بيا زه جسد ته په دې نيت ورنېږدې شوم چې كه وه يې پېژنم، خو كله چې نېږدې ورغلم يو روسى عسكر و، په ګوليو يې سينه چاڼ _ چاڼ شوې وه، ټوپك ورسره نه و او ملا بند يې لا همغسې تر ملا كلك تړلى و.
زه ورته يوه شېبه ودرېدم، بيا مې د هغه د بوټونو تسمې پرانيستې او نور مې په خپل ځاى غځېدلى پرېښود.
زما د سر ويښته له وېرې نيغ ودرېدل، په ويره مې ترې و پوښتل:
_ بابا ستا په هغه زړه نه خوږېده؟
هغه په غوسه سترګې را واړولې، ما ژر ځمكې ته سترګې ښكته كړې او داسې مې ورته وښوده، لكه زه چې په خپله پوښتنه پښېمانه يم.
هغه په ډډ غږ، خو په داسې انداز ځواب راكړ چې هم پكې غرور و او هم پكې كركه.
_ نه هغه وخت زړونه له ډبرو ډېر سخت و، ما هغه پرېښود او بوټونه مې يې له ځانه سره راواخېستل، چې شاته مې مخ واړاوه ګيدړان بيا په جسد راټول شول، ما بوټونه په لاسونو كې كلك كړل او په بېړه بېړه له غونډيو را وا وښتم.
د بوټونو د نوم په اخېستو هغه بيا بوټونه ځان ته را نېږدې كړه، په دسمال يې وڅنډل، تسمې يې پرانيستې او بېرته يې داسې كلك وتړل، لكه هغه چې همداشېبه سنګر ته روانېدونكى وي.
حيات الله ګهيځ