سردارولي څرک

Profile Photo

راځئ چې سردار وپېژنو!

که د لطيف ننګرهاري په اواز مو دا غزل د تلويزيون په پرده ليدلى او اورېدلى وي چې وايي :
ته چې بنګړو ته ورکړې شرنګ دلبره
قسم دى ما به کړې ملنګ دلبره
نو ضرور به د سردارولي څرک له نامه سره اشنا ياست ، خو راځئ نن يې د همدې کتاب پر پاڼه چې ( ياد ) نومېږي وګورو چې څرک څوک دى.
دا چې زه او سردار د ژوندانه په دې روان بهير کې د ١٢ کالو راهيسې دومره نېږدې ملګري پاتې شوي يو چې په کوڅه کې ګاونډيتوب ، په ښوونځي کې له منځنيو زدکړو نيولې ان د پوهنځي تر بريده هم ټولګيتوب او په تېره بيا تر منځ مو د شعر و شاعرئ رېشته هغه څه دي چې زما او دده ملګرتيا ته يې نوره هم غښتلتيا ورکړې ، نو په دې وجه غواړم چې دده د لنډ ژوند ليک په پلمه دده په ژوند او شخصيت هم يو څه وليکم.
سردارولي څرک د ارواښاد سيدعلي زوى ،له اره د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ د هيديا خېلو اوسېدونکى دى په ١٣٦٢ لمريز کال يې د جلال اباد ښار په روښان مېنه کې دې د ناخوالو او کړاوونو ډکې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې لږه موده پس په هېواد کې د کورنۍ جګړو او تاوتريخوالي له امله پېښور ته کډه شول او هلته يې د شمشتو په کمپ کې واړول.
څرک به د نږدې شپږو کالو و چې خداى تعالى ور څخه د مسافرئ په بې څوکه او بې کسه ماحول کې د پلار د مينې او محبت غږ واخيست او همدا ځاى و چې څرک ته د مور،زړې نيا، خور او دوه ورونو د پالنې او ساتنې ذمه واري پر اوږو بار شوه، خو څرک همت و نه بايله او له همدغه ځايه يې ديني زده کړو ته مخه کړه چې لمړنۍ زده کړې يې په شمشتو کې د دارالفرقان په مدرسه کې سر ته ورسولې.
هېواد ته د مجاهدينو د راتګ سره سم څرک د خپلې کورنۍ سره يو ځاى بېرته خپل کور ته راستون شو چې بيا هم د زده کړو د تر لاسه کولو بې کچې مينې دې اړ ايست چې د کور د ساتلو سره سره ښوونځى هم شروع کړي ، نو هماغه و چې د نصرت منځني ښوونځي په اووم ټولګي کې له ما سره هم صنفي شو.
د کال په تېريدو سره په ټولګي کې زموږ دا يو څو کسانو ملګرتيا چې په هغه کې څرک هم و ډېره کلکه شوه
څرک ميانه قد ، غنمرنګه څېره ، شنې سترګې او معمولا تند مزاج لري. تند خويه په دې دى چې په يوه خبره ډېر ژر جدي کېږي په ځانګړي ډول کله يې چې پاک کالي اغوستي وي او څوک يې کالو ته لاس ور وړي نو په دې ور ته ډير قار ورځي.
څرک په ١٣٨٢ لمريز کال د مياعمر اول عالي لېسې څخه زما سره يو ځاى فارغ شو او په همدې کال د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالى شو چې د کورنيو ستونزو له کبله يې ونه شواى کولى چې پوهنځى سر ته ورسوي ، نو هماغه و، چې د پوهنځي پرځاى خپلې کورنۍ ته ديوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو په لټه کې شو.
سردار ژورناليزم ته مخ واړوه او د يو شمېر کورسونو او ورکشاپونو له اخيستلو وروسته يې د اريانا ، ننګرهار ، طلوع او لمر ټلويزيونونو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کړه، همدارنګه يو څه موده په ختيزو ولايتونو کې د چراغ ورځپاڼې د خبريال او د ننني افغانستان د مسول مدير دنده هم پر مخ يوړه او ددې ترڅنګ د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز (مېديوتيک) کې د ژورناليزم د ترينر يا استاد په توګه هم دنده په غاړه لرله.
څرک د ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې شاعري پيل کړې چې ( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم ) يې لمړنۍ شعري ټولګه ده، ( ياد ) يې همدا شعري ټولګه ده چې نن ستاسې په لاسو کې ده، ( ښه شوله ډېره چې انکار دې وکړ) د خاطر اپريدي د ښکلو غزلونو راټولونه يې بل اثر دى، همدارنګه په ژباړه کې يې هم تر چا لاس لنډ نه دى پاتې له اوردو او فارسي ژبو څخه روانه او ساده ژباړه کوي ( اسلام د انسانيت لپاره رحمت دى نه کړاو) او همدارنګه ( جهاد او ترهګري ) هغه کتابونه دي چې په اوردو ژبه د اسلامي نړۍ ستر نابغه ډاکتر عبدالکريم ذاکر نائيک ليکلي او سردارولي څرک پښتو ته را ژباړلي دي، وروستى ديدن (ناول) يې هم له اردو څخه ژباړه ده، چې صميم ادبي ټولنې خپور کړى .
په اخر کې ستاسې درنو لوستونکيو د حوصلو او زغم قدردانى کوم چې زما دا ماته ګوډه ليکنه مو ولوسته او څرک ته د لوى خداى له دربار څخه د ښکلي ژوند هيله کوم.
په مينه
د څرک د لا برياو په هيله
انجينر سرحدي ځواک
روښان مېنه – خپل کور
٧-٦-١٣٨٨

لنډې كيسې


ترهګر ____________ مسعود روفي

د لمر سوځونکو وړانګو په ټولو خولې راماتې کړې وې، په ځینو خو به له ډاره خولې راتلې خو ګرمۍ یې پرده ورکړې وه، خاموشه خاموشي وه زه د نجیب ترڅنګ چې په عمر کې تر ما لوی ؤ د یوه لوی کمره تر شا پر خپل ټوپک ور پرېوتم او د کلي د سړک پر لوري مې نښه نیولې وه. څو ساعته مخکې ثنا ګل ته چې زمونږ د ټولي مشر او قوماندان ؤ دا احوال رسیدلی ؤ چې د خارجیانو قطار را روان دی نو په بیړه یې پنځه کسیزه ډله برابره کړې وه چې دی خپله هم پکښې ؤ او زمونږ سره یو ځای چې دری تنه ؤ په کمین کې پراته

20.04.2010 سردارولي څرک

د روسي عسكر بوټان

د ژمې سړه ورځ وه بهر په ويالو كې داوبو ولاړو ډنډونو يخ نيولى و، د جګړو او بمباريو له امله شپې ورځې داسې پيكه وي، چې تا به ويل ټوله سيمه توپانونو ځپلې، كلى له خلكو تش و، يوازې زړې ښځې او عمر خوړلي سړي و چې د كورونو دروازې پرې بېرته وې، هغوى هم داسې و، لكه په ژوندوني چې ترې ساه وتلې وي، كه به څوك روان و، نو به يې تيټ سر خپلو قدمونو ته كاته او په وركو _ وركو فكرونو به يې په مخ كې پرته لار لنډوله، كه به څوك ناست و، نو هم به يې سر په زنګنونو دننه كړى و او همداسې به د فكرونو په ټال له ځانه ورك كومې

29.11.2007 سردارولي څرک

دا زما د ژوند کيسه ده

                                         څه بايلل دي څه ګټل ديزندګي تلل او راتلل ديد دې دوه شېبو ژوندون نهيوه نوره غلا ك

26.05.2007 سردارولي څرک

اختر ----------- څرك

اختر غفار لا کوچنى و، چې پلار او مور ورته کوژده وکړه، دى د مور او پلار يواځنى نارينه اولاد و، ډېر پرې ګران و او تل به يې نازولو، د پلار به يې، چې څه په بازار کې خوښ شول ده ته به يې راوړل. غفار د کلي له نورو هلکانو څخه توپير درلود، هراختر به يې پلار ورت نوې جامې، بوټان، خولۍ او ... اخيسته، مور به يې يوه شېبه هم له ځانه نه جدا کاوه، غونډه ورځ به ورسره په کور کې اوخت را اوخت، کله چې لږ غټه کى شو د جومات

08.04.2007 سردارولي څرک

ژړا

۱۳۸۱،۱۱ ،۴ ژړا د څو اونيو پرلپسې ناروغۍ له كبله ګلاب د كټ او د پوزي شوى و، پلار غريب يې كه څومره دم او دوعا وكړه خو هيڅ ګټه يې ونه كړه ځكه دا د دم او دوعا ناروغ نه و او له ده سره دومره پيسې نه وې چې ډاګټر ته يې يوسي.يوه شېبه د ګلاب ناروغي ډېره سخته شوه مور او پلار يې ډېر ورخطا وه، خو دوى به څه كړى وى؟ دوى خو پرته له ژړا ، سلګيو او اوښكو هيڅ هم نه وه.مور خواركۍ يې غونډه شپه ژړل. ويل به يې

08.04.2007 سردارولي څرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more