۱۳۸۱،۱۱ ،۴
ژړا
د څو اونيو پرلپسې ناروغۍ له كبله ګلاب د كټ او د پوزي شوى و، پلار غريب يې كه څومره دم او دوعا وكړه خو هيڅ ګټه يې ونه كړه ځكه دا د دم او دوعا ناروغ نه و او له ده سره دومره پيسې نه وې چې ډاګټر ته يې يوسي.
يوه شېبه د ګلاب ناروغي ډېره سخته شوه مور او پلار يې ډېر ورخطا وه، خو دوى به څه كړى وى؟ دوى خو پرته له ژړا ، سلګيو او اوښكو هيڅ هم نه وه.
مور خواركۍ يې غونډه شپه ژړل. ويل به يې خدايه موږ څه ګناه كړې ده، يو خوا دا غريبي بل خوا د ګلاب ناروغي ، اخر څه وكړو خدايه؟ اخرڅه...؟
سفدر كاكا به ورته ويل د خداى رضا به وي ، ښځې ته مه مايوسه كېږه، خداى زموږ په بې وسۍ ښه خبر دى ، سبا به نواب خان كره ورشم ګوندې كه څه پيسې په پور را كړي.
سهار سفدر كاكا د نواب خان دېرې ته لاړو د ستړي مشي څخه وروسته خان ترې وپوښتل خيريت خو دى سفدره! څنګه دې دېخوا پېښه را وكړه؟
_ خان صيب ته خو پوهېږې د څو اونيو راهيسې مې ځوى ناروغ دى څه پيسې چې وې هغه خلاصې شوي اوس يو څو روپو ته اړيم، ما ويل كه په پور يې راكړې .
_ څه ووايم سفدره! پيسې خوبه سمدستي نه وي خوبيا هم ته صبر وكړه زه به يې ماسپښين درته پيدا كړم خو په يو شرط چې ضمانت به را كوې. كه دې په خپل وخت پيسې رانه كړې، پټې خو نه لرې خو كور دې زما. سفدر كاكا مجبور و، هرشرط ته يې غاړه كېښوده.
ماسپښين خان د څو تنو شاهدانو په مخكې ( ۱۵) لكه افغانۍ د دريو مياشتو په پور وركړې. سفدر كاكا روپۍ واخستې او په منډه منډه د كور په لور روان شو، دى لا كورته نه و رسېدلى چې په لاره كې څو ټوپك والاو ترې په وهلو ټكولو روپۍ واخيستې، خواركى بې هوشه پريوت ، ماښام چې كله را په ښود شو ګوري چې روپۍ نشته . په نيمه بې هوشۍ كې كور ته لاړو ، ګوري چې ښځه يې دځوى سرته ناسته ده او ژاړي.