وكړه دعا سرداره
چې شې زما سرداره
پرته له تا زندګي
نشي له ما سرداره
نن مې په زړه ورېږې
بلا بلا سرداره
پام چې اتبار ونه كړې
دلته په چا سرداره
د دې ماحول ښكلو كې
نشته وفا سرداره
***
بيا زندګي خدايه زه نه غواړمه
بس دى يو ځل مې دا ګنا كړې ده
ورځم د يار كوڅه كې ساه وركوم
نن مې د زړه سره سلا كړې ده
چې مې زما جانان زما نه شولو
ښايي چې چا راته ښېرا كړې ده
هسې زاهد به مې كافر بولي خو
ما په هر ګوټ كې بسم الله كړې ده
دا ځل برى به جنګ كې وړمه ضرور
دا ځل مې مور راته دعا كړې ده
ما د حمزه په پلونو پل ايښى دى
ما پيروي د خپل بابا كړې ده
ګوته په خوله به دې ياران شي درته
څركه! غزل كې دې بلا كړې ده
د ۱۳۸۵ لمريز كال آخره شپه
14.03.2007
- سردارولي څرک
۱۳۸۵كب ۹
دا ځل مې زړه دى چې د يار په شانې وژاړمهګوندې كه دې لكه زما پخلا كوو ته راشي
ښه دى چې څوك خو يې زموږ كوڅه كې اوسي چې داد هغو خلكو په پلمه زما ليدو ته راشي
زه يې د يوې شېبې وس نه لرم، خو غم د جانانراشي زما په زړه كې واړوي مودو ته راشي
ورله ګرېوان به تر لمنې څيرې، څيرې كړمهدغه ر...
08.04.2007
- سردارولي څرک
۱۳۸۱،۱۱ ،۴
ژړا
د څو اونيو پرلپسې ناروغۍ له كبله ګلاب د كټ او د پوزي شوى و، پلار غريب يې كه څومره دم او دوعا وكړه خو هيڅ ګټه يې ونه كړه ځكه دا د دم او دوعا ناروغ نه و او له ده سره دومره پيسې نه وې چې ډاګټر ته يې يوسي.يوه شېبه د ګلاب ناروغي ډېره سخته شوه مور او پلار يې ډېر ورخطا وه، خو دوى به څه كړى وى؟ دوى خو پرته له ژړا ، سلګيو او اوښكو هيڅ هم نه وه.مور خواركۍ يې غونډه شپه ژړل. ويل به يې...