۱۳۸۵كب ۹
دا ځل مې زړه دى چې د يار په شانې وژاړمه
ګوندې كه دې لكه زما پخلا كوو ته راشي
ښه دى چې څوك خو يې زموږ كوڅه كې اوسي چې دا
د هغو خلكو په پلمه زما ليدو ته راشي
زه يې د يوې شېبې وس نه لرم، خو غم د جانان
راشي زما په زړه كې واړوي مودو ته راشي
ورله ګرېوان به تر لمنې څيرې، څيرې كړمه
دغه رقيب او دا بېلتون كه مې پنجو ته راشي
***
ما له زاهد* سره ملتيا ونه كړه
شكر دى ما دغه ګنا ونه كړه
شيخ* د خرقې لاندې جامونه وڅښل
خو مايې شاته اقتدا ونه كړه
اوس هم لا وايې چې ما څه كړي دي
كومه نادوده دې اشنا ونه كړه
څنګ دې په نور زه اتبار وكړمه
تا په يوې وعدې وفا ونه كړه
چې مې زما جانان زما شي څركه
چا راله هم دغه دعا ونه كړه
۱۳۸۵ كب۱۹
*:هغه شېخان او زاهدان هدف دي چې وايي يو څه او كوي بل څه