ورنه يو ورځ مې دا پوښتنه وكړه
راسره مينه كوې؟
راته يې وكتل او سوچ كې شوله
وروسته له ښې شېبې يې راته وويل چې
سردار! زه درځنې, يواځې كركه كوم
او
په دې كې هرڅه نغښتي
                       ***

په داسې ښه موسم كې
ژړا ښه نه ده ياره
د ناكامۍ او د بريا خبرې
به بيا سبا ته كو
راځه! چې مينه وكړو

***

ژوند كې يو ځل د چا له سپينه مخه
د چا له سرو شونډو نه
وي به دې خوله اخيستي
يا به دې زلفې د چا
يا هم كاكل د چا جړ كړى به وي
ځكه زه وايمه چې
ته بې ګناه سرداره نه شې كېداى!