زما په خپل نصيب كې خوند نشته دى
ځكه له تانه څه ګيله نه لرم
د ژوند اميد خو مې پخوا نه نه و
خو د مرګي هم حوصله نه لرم
                 ***
دغه چې اوس لكه پردۍ تېره شوه
يو وخت همدغې به زه زړه ګڼلم
دوست خو زه خير ملګرو څوك د چا دى
دې خو دښمن هم زه ونه ګڼلم
                 ***

ما خو دې مينه كې دنيا پرېښوده
ستا دې په ځان دغه اتبار دى كه نه؟

راله دې حال د زړګي ووايه ته
ما غوندې ستا هم بې قرار دى كه نه؟

۱۳۸۵ لړم ۲۸

***
زه يې له اوښكو سره څخمه ساقي
ميو كې ماله ته اوبه مه اچوه
رقيبه! ما ځنې نور غلى شه ته
لكه د سپي راپسې خوله مه اچوه

۲۰۰۷/۱/۳